دوشنبه, جنوري 20, 2025
Homeخبرونهد طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني وژل شوی دی

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني وژل شوی دی

د الجزیرې ټلویزیون عربي څانګې نن راپور ورکړ چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته را ستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني نن په کابل کې په خپل دفتر کې وژل شوی دی.
د الجزیرې د راپور پر اساس، حقاني په هغه چاودنه کې وژل شوی چې په وزارت کې دننه نن وشوه.
دغه تلویزیون نه دي ویلي چې په دې پېښه کې له خلیل الرحمان حقاني سره نور څوک وژل شوي دي.
د چاودنې د څرنګوالي په اړه هم تراوسه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو د حکومت رسرچینو او ویندویانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
خلیل الرحمان حقاني د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني تره آو د مشهور جهادي قوماندان جلال الدین حقاني ورور و.
که دا پېښه تایید شي دا به د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته لومړنۍ پېښه وي چې د طالبانو یو وزیر پکې وژل کېږي.

1 COMMENT

  1. د پاکستان پخواني سناتور افراسیاب خټک وايي؛ چې د داعـش خراسان ډلې فوسټ کارډونه، مجلې او اعلامیې په پاکستان کې چاپیږي او ویشل کیږي. که د داعش لپاره د پاکستان د ملاتړ تورونه رښتیا ثابت شي، نو دا به نه یوازې د امریکا سره بلکې د چین او روسیې سره هم د پاکستان اړیکې سختي زیانمن کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب