Homeخبرونهمجاهد؛ افغان خاوره هېڅ ګاونډي هېواد ته ګواښ نه ده

مجاهد؛ افغان خاوره هېڅ ګاونډي هېواد ته ګواښ نه ده

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۱مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران له لوري افغانستان سره پر پوله دېوال جوړولو ته په غبرګون کې ویلي،چې د طالبانو حکومت د خپلو ګانډیانو پر وړاندې خپل مکلفیتونه ادا کړي دي.

مجاهد زیاته کړې، چې د افغانستان له خاورې ګاونډ‌یو ته هیڅ ډول ګواښ نشته او دې برخه کې د ایران اندېښنې ځواب شوې دي.

نوموړي ویلي،چې د ایران پر وړاندې د افغانستان له خاورې هیڅ ډول ګواښ نشته او د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونه له یو بل سره بشپړه همغږي لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي و، چې افغانستان سره سرحد کې د دېوال جوړولو چارې یې ۳۵ کیلومټره بشپړې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...