Homeخبرونهاقتصادي خبرونهروسیه وايي له ازبکستان سره یوځای په افغان ترانس پروژه کې برخه...

روسیه وايي له ازبکستان سره یوځای په افغان ترانس پروژه کې برخه اخلي

تاند(چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۱ مه) د روسیې د صدراعظم مرستیال، دینیس مانتوروف، وايي چې روسیه او ازبکستان د افغان-ترانس ریللارې د جوړولو لپاره د امکان سنجونې په برخه کې ګډ کار کوي. دینیس مانتوروف وویل: «موږ د نړیوالو ترانسپورتي دهلیزونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوو.»

د روسیې دولتي خبري آژانس تاس د سې شنبې په ورځ، د لیندۍ ۲۰، راپور ورکړ چې دینیس مانتوروف د روسیې او ازبکستان د حکومتونو ترمنځ د همکارۍ د کمیسیون په پنځه ویشتمه ناسته کې وویل چې د افغان-ترانس ریل پټلۍ د جوړولو د تخنیکي او اقتصادي پلان د تیارولو لپاره ګډ کار روان دی.

د روسیې د صدراعظم مرستیال، الیکسي اورچوک، د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ په میاشت کې کابل ته په سفر کې د طالبانو چارواکو ته وویل چې مسکو غواړي د افغان-ترانس ریللارې پروژه کې ګډون وکړي. هغه زیاته کړه چې دا پروژه به په سیمه کې د منځنۍ آسیا او اوراسیا د اتصال په ښه کولو کې کلیدي رول ولوبوي.

ښاغلي اورچوک په همدې وخت کې خبر ورکړ چې دا پروژه د روسیې د ترانسپورت وزارت او د منځنۍ آسیا د هېوادونو ترمنځ تر ارزونې لاندې ده.

روسیه هیله لري چې د دې پروژې په بشپړېدو سره افغانستان د اوراسیا هېوادونو او جنوبي سیمو ترمنځ په ترانسپورتي اړیکو کې مهم رول ولوبوي.

د افغان-ترانس ریللار د جوړولو طرحه د ۲۰۱۸ کال په ترڅ کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ وړاندې شوه، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي. د دې پروژې لګښت تر څلور نیم میلیارد ډالرو اټکل شوی او ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري.

دا ریل پټلۍ به د ازبکستان له ترمذ ښار څخه پیل شي، د مزارشریف او کابل له ښارونو څخه به تېرېږي، او د پاکستان پېښور ښار ته به ورسېږي.

د ازبکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف، د ۱۴۰۲ کال د کب په میاشت کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتنه وکړه چې مسکو دې د افغان-ترانس ریل پټلۍ په پروژه کې برخه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...