پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد لوبوله ډګره؛ د نن ورځې لنډ مهم ورزشي خبرونه

د لوبوله ډګره؛ د نن ورځې لنډ مهم ورزشي خبرونه

تاند (چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۱مه) د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به نن د زمبابوې پر وړاندې د درېیو نړیوالو شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره کړي.
دغه لوبه د کابل پر وخت مازیګر ۴:۰۰ بجې پیلیږي.
ـــــ
د سویلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې د ۳ شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې سویلي افریقا په ګټه ډیوېډ مېلر ۸۲ منډې وکړې او جورج لېنډ ۴ ویکټې واخیستې.
اخوا بیا پاکستان لپاره محمد رضوان ۷۴ منډې جوړې کړې او شاهین ۳ ویکټې واخیستې.
ـــــ
د اروپا اتلانو لیګ د تېر کال اتلې لوبډلې ریال مادرید له درې ماتو وروسته وکولی شول، چې په خپله شپږمه لوبه کې اتلانتا ته ۳ ـ ۲ ماتې ورکړي او په دغو سیالیو کې د مخکې تګ چانس ترلاسه کړي.
په دغه جذابه لوبه کې ریال لپاره اېمبابې، جونیر او بېلېنګام ګولونه ووهل.
ــــــ
د استرالیا ښځینه کرکټ لوبډله له هندۍ لوبډلې سره په لوبو بوخته ده.
هندۍ لوبډلې مقابلې لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په زیان د ۲۹۸ منډو هدف ورکړی.
اسټرالیا به تر دمې وروسته د هدف پر لور توپوهنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...