پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخبرونهطالبانو د را روان ۱۴۰۴هـ ل کال لپاره د امنیتي پلان جوړونې...

طالبانو د را روان ۱۴۰۴هـ ل کال لپاره د امنیتي پلان جوړونې ناسته وکړه

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۱مه) د طالبانو د حکومت استخباراتو لوی ریاست د را روان ۱۴۰۴ هـ ل کال لپاره د درې ګونو امنیتي ادارو استازو ترمنځ د امنیتي پلان جوړونې د کلنۍ غونډې د ترسراوي خبر ورکړی دی.

د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست د خبرپاڼې له مخې دغه غونډه چې د طالبانو ملي دفاع وزارت کې شوې، د دوی د امنیتي ادارو اړوند یوشمېر مسئولینو په کې ګډون درلود.

د طالبانو لوی درستیز ویلي، چې د افغانستان امنیت او ارامتیا لپاره هدف، پلان جوړونه او د راتلونکي لپاره یې تجزیې او تحلیل ته اړتیا شته.

د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت ویلي، امنیتي ځواکونه باید پر موثرو پلانونو کار وکړي څو د امنیتي پېښو مخه ونیول شي.

د دې غونډې موخه راتلونکي کال لپاره د امنیتي پلان برابرول او په هېواد کې د سترو پروژو، ټاپي، کاسا زر او نورو هغو د امنیت ټینګښت بلل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان ادعا کوي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې په هېواد کې د بشپړ امنیت ترڅنګ په ټولو برخو کې بریالي ګامونه پورته کړي دي.

خو بل لورته بیا عام خلک او د نظر خاوندان د طالبانو پر حکومتولۍ له دې امله نیوکه کوي، چې له رواني اړخه د هېواد هېڅ وګړی خوندي او ځان په امن کې نه احساسوي.

دوی تمه لري، چې د طالبانو حکومت دې د هېوادوالو خوندیتابه لپاره د دوی د فزیکي امنیت ترڅنګ په رواني برخه کې هم چټک ګامونه واخلي او د دوی له لوري د بیان پر ازادۍ لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب