Homeخبرونهفیسبوک په ګڼ شمېر هېوادونو کې کار پرېښود

فیسبوک په ګڼ شمېر هېوادونو کې کار پرېښود

تاند (چارشنبه/د قوس ۲۱مه) — د ټولنیزو رسنیو مشهور وېب سایټ فیسبوک له کاره ولوېد.

دا وخت چې په اروپا کې د ماښام ۷:۲۲ بجې دي فیسبوک نه تازه کیږي او د ناکارۍ پیغام ورکوي.

ویل کیږي چې د جرمني، متحده ایالاتو، کاناډا، افغانستان، هندوستان، بلجیم، برتانیا او تایلنډ په شمول ګڼ شمېر هېوادونو کې فیسبوک کار پرېښی دی.

فیسبوک چې مالک یې مارک زوکربرګ دی، د ټولنیزو رسنیو یو مشهور وېب سایټ دی چې شل کاله وړاندې د ۲۰۰۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې یې کار پیل کړی دی.

دا وخت د نړۍ څه کم درې زره میلیونه انسانان د خبرونو، تجارت، خرڅلاو، هنرونو… په شمول بېلابېلو هدفونو لپاره له فیسبوک څخه کار اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...