د بنې غږ راباندې وشو
لکه ډودۍ په تناره کې وریته شومه
د بنې غږ راباندې وشو… دا غږ د یوې واده شوې ښځې په ژوند کې هغه غږ دی چې وهم یې لکه تندر او زیان یې هم لکه د تندر د لوېدو داسې دی. د بنې غږ هغه تندر چې د افغانستان او هم په نورو رواجي ټولنو کې پر میلیونو ښځو لوېدلې او د میلیونو واده شویو ښځو له خوښیو ډک کور د یوې بلې ښځې له لورې وران شوی او دا هغه تاوتریخوالی دی چې په مظلومو واده شویو ښځو د نر او هم د ښځې له خوا په ګډه شوی او کېږي.
په افغانه ټولنه کې د دویم یا متعددو ودونو رواج پخوانی دی او دا دود په اکثره سیمو کې یو دود یا شرعي سنت نه دی بلکې یو ویاړ و او دی. په دې معنی چې نر بل واده د هوس او د فزیکي قدرت ښکاره کولو له پاره کوي، دویم څه چې درېیم او آن څلورم واده هم کوي. یوه نر ته څلور ښځې ګروګان ناستې وې ځکه په رضا د نړۍ هېڅ ښځه نه حاضریږي چې خپل د ژوند ملګری بلې ښځې ته ورکړې او یا یې د ژوند ملګری په څلورو برخو تقسیم وي خو د جبر، ناپوهۍ او د مذهبي سنت په ډول، ښځې له مجبورۍ ګروګان یا د شخصي ملکیت په ډول د یوه نر له څو ښځو(بنو) سره ګډ ژوند کوي.
په پخوانیو وختونو کې چې د معیشیت سهولت او پوه نه وه، داسې اورېدل شوي چې یو کس به له دو یا څلورو ښځو سره د خوب په یوې ګډې خونې کې ویده کېده او په دې ګډه خونه کې به د ګډ ژوند ټول مسایل هم سرته رسېده چې د ډېرو ودونو دا اړخ د انساني ژوند تر ټولو بدرنګه او کرغېړن اړخ دی چې تصور یې هم تر یوه وحشت کم نه دی. دا کرغېړن حالت په دې لنډۍ کې داسې تصویر شوی:
په چیلم دوې سکروټې کېږده
لکه دوې بنې په سیالۍ خوله ورکوینه
د بنې غږ په لنډیو کې
د بنې ترس راباندې تېر شو
زه د دوزخ د لمبو څه پروا لرمه
لندۍ د ولسي ادب هغه برخه ده چې د پنځېدو لومړيتوب او کرېډټ يې مېرمنو ته ورکول کېږي. په ټولیز ډول د لنډیو موضوعات د ښځو د ښه او بد ژوند حالتونه بیانوي. د لنډیو په موضوعاتو کې یوه موضوع د بنې هم ده چې په دې اړه له سوز او درد څخه ډکې لنډۍ پنځول شوي دي چې په اورېدو یا لوستلو یې د هغې مظلومې ښځې د حالت تصویر د هر چا سترګو ته راځي چې د بنې غږ پرې شوی او پر هغې په ژوندني د دوزخ عذاب تېر شوی.
د بنې غږ راباندې وشو
له وړې لور سره له کټه پرېوتمه
پر ښځې د بنې د راتګ بد حالت، په دې لنډۍ کې ښه احساسېږي ځکه دا یو داسې حالت دی چې انسان یې د مصیبت په وخت کې ښه درک کولای شي، ښایي ډېرو تجربه کړی هم وي ځکه د غم غږ همدمره دروند وي چې انسان له نورمال حالت څخه وځي او لوېږي.
ولې دې بن راباندې وکړه
کور مې کولو، زوی به خدای نه راکاونه
په پورتنیو لنډیو کې موږ د بنې د بد غږ حالت د شعر په ژبه ښه احساسولای شو. لنډۍ د همداسې ناخوالو او پېښو د بیانولو خورا ښه شعري ژانر دی چې ښځو په کې د خپلو حقونو، ناخوالو او غوښتنو ژبه کارولې خو جالبه دا ده چې نن سبا په افغانې فرهنګي ټولنه یا د لنډیو د پنځونکو په ډلګۍ کې داسې ښځې شته چې د بنې غږ خوږ پرې لګېږي. بنو ته توصیفي شعرونه لیکي، د مېړونو او ورونو په دویمو ودونو خوښې کوي او د دویمو ودونو زیري په ټولنیزو رسنيو کې اعلانوي ځکه دوی ته دغه ټولنیز فساد شخصي موضوع ښکاري او جواز ته یې شرعي دلایل راوړي.
د ډېرو ودونو شرعي جواز
ځمکې ته ټیت شه خاورې ښکل کړه
لایق مې نه وې، پاک الله درکړې یمه
ډیری نارینه دویم یا ډېر ودونه د شریعت په نوم کوي په اصطلاح پیغمبري سنت پر ځای کوي خو د دې سنت پوره کول لازمي دی، هوس دی، که مجبوري ده؟ که ډېر ودونه د شرعي سنت په نوم کېږي نو د حضرت محمد (ص) اکثره بیبیانې بې وزله، بې سرپرست او طلاق شوې مېرمنې وې چې پیغمبر(ص (د ترحم یا پناه ورکولو په نیت نکاح کړې وې. پرته له عایشې (رض) د پیغمبر( ص) نورې مېرمنې پېغلې نه وې، نه پیغمبر(ص) پرې میین شوی و او نه یې په زور او ولور ځان ته نکاح کړي وې. همزمان یې دوې ښځې هېڅ کله په یوه کور کې نه وې ساتلي او نه يې هم همزمان څو مېرمنې یو ځای وې.
د حضرت محمد (ص) د ودونو اوصافو ته په کتو داسې څه نه ښکاري چې دا ودونه دې د هوس یا شوق له پاره شوي بلکې موخه یې د بې وزلو ښځو سرپرستې او هغوی ته پناه ورکول و. پوښتنه دا ده چې افراطي مجاهدین، اوسني روڼ اندې او فرهنګیان کوم سنت پر ځای کوي چې په عاشقي، لوړ مصرف، په زوره، کم عمره نجونې ځان ته نکاح کوي او په یوه کور کې یې ساتي؟
که اوسني افراطیان، روڼ اندي او فرهنګیان ودونه د سنت په دود کوي نو پیغمبر(ص) خو ودونه د پناه او سرپرستي له پاره کړي وه، چې بې مصرفه وه او د هوس خبره هېڅ په کې نه وه اما د مجاهدینو، فرهنګیانو او لباسي روڼ اندو له ودونه ښکاري چې دویم یا څو ودونه هوس او عشق دی ځکه ځني کسان او په ځانګړي ډول فرهنګیان لومړی واده هم په مینه کوي، په دویمې ښځې هم میین وي او په دې هوسبازۍ کې امکان لري درېیم يا څلورم ځل هم میینتوب پرې راشي او د ودونو کتار ودروي.
دويم واده هوس دی؟
خاونده بیا دې ماخُستن کړ
د نا رضا کټ ته مې رېږدي اندامونه
د دویمو یا د ډېرو ودونو پېښه هغه وخت د یوه انسان په ژوند کې پېښږي چې مطلق شرعي عذر موجود وي. مثلآ؛ لومړۍ مېرمنه يې معذوره، معیوبه، بې اولاده، او یا هم ليونۍ وي، په داسې حالتونو کې چې له نر سره بله چاره نه وي، هغه هم په دې شرط دويم واده کولای شي چې د لومړۍ ښځه يې رضايت وکړي او ټول یې حقونه خوندي وي خو په افغانستان کې ډېرو ودونو ته بې خونده پلمې جوړیږي او ټولې پلمې ښځو ته راجع وي لکه؛ د ښځې مې اولاد نه کېږي، ښځه مې خوښه نه ده، ښځه مې ښایسته نه ده، ښځه مې نالوستې ده، واده مې په خپله خوښه نه دی شوی او سل نورې پلمې چې هېڅ منطقي دلیل نه دی.“
د دې پلمو حل لارې شته که غور پرې وشي، هغه نارینه چې ښایسته ښځه غواړي خپله هم چندان ښایسته نه وي ځکه د ښایست مقایسې هنېداره ترې ورکه وي. په ځیني کورنيو کې بې اولادي د دویم واده دلیل نه شي کېدای، ښايي نارینه د بې اولادي ستونزه ولري او د اولاد پیدا کېدو هېڅ چانس نه وي. په ځینو سالمو خو بې اولادو کورنیو کې نر بل واده نه کوي فرزندي اولاد روزي چې شرعي حکم هم دی او نه کومه ټولنیزه ستونزه لري. د بې سوادي ستونزه هم کېدای شي، حل شي او که مېړه وغواړي، خپله ښځه لوستې کولای شي. په ځیني کورنۍ کې سواد مهم نه وي، د کورني ژوند په هکله عامه پوهاوی او هوښیاري خپله سواد دی چې د ژوند چارې ښې پر مخ تلای شي لکه زموږ د ډېرو افغانانو مېندې چې نالوستې وې خو بهترین اولادونه یې ټولنې ته وړاندې کړي دی.
دويم واده مجبوري ده؟
چې د زړګي رضا یې نه وي
کورونه یې ړنګ شه چې په زور يې ودوینه
په افغانه ټولنه کې د ډیرو کورنیو اقتصادي حالت، نه پخوا ښه و او نه هم اوس مهال چې د ټول هېواد اقتصاد له ډېر بد حالت سره مخ دی او تر ټولو بده دا چې د طالبانو رژیم یو ځل بیا د ښځو پر ټولنیزو چارو بندیزونه لګولې دي. دغو بندیزونو هغه ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي چې د خپلو کورنیو سرپرستي يې کوله. د داسې سخت دریځه رژیم تر ولکې لاندې او په بد اقتصادي حالت کې ټولنیز ژوند دې حد ټېټ شوی چې نجونې پکې خرڅيږي.
د لوړ ولور مسله چې په افغانه ټولنه له پخوا هم موجوده وه اوس ډېر خطرناک حالت ته رسېدلې ده. بې وزله او مجبور افغانان د لوړ ولور په بدل کې د واده په نوم د خپلو لوڼو خرڅولو ته اړ شوي دي. د ولور په نوم د نجونو قیمتونه تر میلیونونو اوښتي دي چې دا د انساني کرامت لوی توهین دی او بده یې لا دا چې دې خرڅلاو ته يې شرعي بڼه ورکړې ده.
د مجبورۍ په دې ګرم بازار کې هر څوک خپل سود ګوري او له بده مرغه دا سوداګري لوستې قشر ته هم غځېدلې ده او ډیرې لوستې نجونې له مجبوري پر بنې ورکول کيږي یا په خپله خوښه په بن واده کوي. دا بيا هغه حالت دی چې باید درک شي ځکه کله چې لوږه پر انسان راشي، په مقابل کې یې خپل غرور بایلي او له مجبورۍ تن فروشي ته سر ټېټوي. همدا د ولور او د لوړو مصرافو په نوم نکاح د همدې تن فروشي یو مثال دی چې نجونې په کې پیرل او پلورل کېږي او دا حالت په شعوري ډول راوستل شوی ځکه د ښوونځیو او کاري دفترونو دروازې بندې دي. مالدار خلک پوهېږي کله چې لوږه حاکمه شي، دوی ګټه کوي، د نجونو له جبري کورناستې څخه مالدار ګټه پورته کوي او ډېر ودونه کوي چې د هوسبازۍ د قیمتي واده دا بازار په غریب افغانستان کې ښه ګرم او خېټور شوی دی.
له نارینه وو سره شریعت، رواج او هم کورنۍ مله وي
یوه ډېره جالبه او حیرانکې خبره دا ده چې کله نارینه دویم واده کوي د کورنۍ ښځینه غړې یې ډېر ملاتړ کوي او ښه شرعي جوازونه هم وړاندې کوي. په دې شریعت بازي کې ښځینه دا فکر نه کوي که دوی خپله د داسې ظلم ښکار شوې بیا به څه کېږي؟
زما یو فرهنګي همکار د ناراضي واده ښکار شوي و. هغه د واده سربېره له بلې نجلۍ سره مینه کول او په ډېر ویاړ يې ویل: “میین یم.” دا چې زه تر خپل همکار مشره وم، ځان ته مې د دې خبرې جراات وکړ چې ورته ووایم: “ښځې دې څه ګناه کړې چې ته بل ځای میین یې؟”
هغه راته وویل: “دا واده یې ماته په ماشومتوب کې کړی و، زما خوښه نه وه. که څه هم ميرمن مې ښکلې ده خو زما خوښه نه ده. هغه د خپلې مېرمنې عکس ماته راوښوده، مېرمن یې واقعاً ښکلې وه خو د ده په زړه نه وه.
ما بیا پوښتنه وکړه: ” اوس ته دویم واده کوې که نه؟” هغه وویل: “زما د میینې نجلۍ یو شرط دا دی چې هغه وخت واده راسره کوي چې ښځه مې طلاق کړم. همکار مې زياته کړه: “ما څو ځلي د هغې وروو ته وویل؛ راشه دا خور دې یوسه، هغه ځواب راکړ؛ بل واده وکړه، موږ مشکل نه لرو خو زموږ خور هم وساته. مېرمن مې پلارګنۍ نه وړي او زه یې هم له کوره شړلی نه شم ځکه درې ماشومان سره لرو. ما خپلې مېرمنې ته وویل: ځان ته مېړه پیدا کړه! زه دې خپله ور واده کوم خو دا وایي؛ ته واده وکړه خو زه نه ځم.”
همکار مې په حسرت وویل: “چې لومړۍ مېرمن مې ورکه شي، زه به خپله مینه را واده کړم.” د دې کیسې په اورېدو زه تر ننه د مینې په انساني رشتو بې باورې یم. دې کیسې ورته ښایي زرګونه نورې کيسې هم وي چې د زرګونو ځوانانو او پېغلو ژوند یې برباد کړی.
له ښځې سره نه شریعت، نه رواج او نه هم کورنۍ مله وي
واده د یوه ځوان او پیغلې د ژوند تر ټولو لوی او ښکلی ارمان دی چې هر یو یې غواړي په خپل زړه او مینه يې سر ته ورسوي خو له بده مرغه په افغانه ټولنه کې دا شخصي انتخاب یا ذوق د کورنیو له خوا سرته رسېږي. داسې پېښې هم شوې چې هلک او نجلۍ اصلا خبر نه وي او کورنیو یې خبره تر کوژدې رسولې وي. دا په ټوله معنیٰ یوه بده پېښه ده چې دېر ځوانان یې عقديي کړي او د همدې عقدې د سړولو له پاره یې د دویم واده ګل په زړه کې زرغون ساتلی وي. ځوانان بختور دي چې هم شریعت او هم رواج ورسره مل دی او د خپلې عقدې بړاس په دویم، درېیم او آن په څلورم واده کې باسي خو غم د نجلۍ دی چې بله هېڅ لاره نه لري، نه شریعت، نه رواج او نه هم کورنۍ ورسره مله وي او مجبوره ده د خپل مېړه د عقدې د بړاس ایستلو له پاره بن/بنې وزغمي ځکه واده شوې نجلۍ نوره د پلار په کور کې هم چندان حیثت نه لري، نه پلار او نه يې ورور ساتلو ته تیار وي.
اکثره کورنۍ د واده په وخت کې لور ته یو نصیحت کوي چې موږ په سپین کمیس کې واده کړې، ته به سپین کفن کې د خسر له کوره هدیرې ته ځې. يعنی؛ مړی او ژوندی دې بايد د خسر په کور کې وي. دا خبره له لومړۍ ورځې ورته سپینه کوي چې که کومه ستونزه درته پېښه شوه، موږ دې نه ساتو، سیده به هدیرې ته ځې. د پلار او مېړه له کوره ناهیله ښځه له همدې امله بن یا بنو سره له ذلته ډک ژوند تېروي او دا پوښتنه هم نه شي کولای چې د مېړه مې زه خوښه نه وم او بل واده کوي، زما هم خوښ نه و زه هم په بې خبري کې واده شوې یم، زه څه وکړم؟
دویم واده ټولنیز فساد دی؟
یوه جالبه موضوع چې د ډېرو ودونو له پاره بهانه کېږي، له شخصي ژوند څخه ناراضیتوب دی، اما په عين حال کې ناراضه مېړه له خپلې ښځې اولادونه هم لري. د ناخوښه ګډ ژوند په هکله څو پوښتنې مطرحه کولای شو چې علما او عام خلک یې باید ځواب کړي. په ناراضیتوب کې د اولاد پیدا کول څه معنی لري؟ هغه اولاد چې په ناراضه نکاح پیدا شي یا په ناراضه ګډ ژوند کې په جبر يا په تېري پیدا شي، آيا هغه ته د حلالوني نوم ورکول سم دي؟ کله چې د اولادنو له مور څخه پلار خفه وي، ایا هغه اولاد سالم تربیه کېدای شي؟
دې ته ورته ډېرې نورې پوښتنې شته چې د ډېرو شرعي ودونو نکاح تر پوښتنې لاندې راولي. آیا په جبر او خفګان کې د اولاد پیدا کول اخلاقي فساد نه دی؟
د نړۍ په کچه د ګڼ شمېر انسانانو په نظر دویم واده یا ډېر ودونه ټولنیز فساد دی ځکه د یوه خوشحاله کور ښېرازه ورسره ورانېږي او کله چې د یوه کور ښېرازه ورانه شي د ټولنې ښېرازه هم ورانېږي. په یوې ټولنې کې کورنۍ جوړښت د ټولنې په جوړولو کې بنسټیز رول لري او کله چې بنسټ ناروغ شي، ټولنه هم ناروغه کيږي.
د بېلګې په ډول، که یو کس ډېر ودونه وکړي، لومړۍ د یوې ښځې حق خوړل کېږي، هغه په رواني او فزیکي لحاظ له مایوسي، ماتې او د خپلوانو له پیغورونو سره مخ کېږي او همدا ماتې روغ ښځه په ناروغې ښځې بدلوي. بل فساد یې د ډېرو اولادونه زېږول دي او د ډېرو اولادونو روزنې او زده کړو ته رسېدل ستونزمنه چاره ده. په همدې ناچارۍ کې له زده کړو او تربیې محروم ناسالم اولاد ټولنې ته وړاندې کول، ټولنه په فساد لړل دي.
فرض وکړو؛ که چيرې د څو ښځو لرونکې سړی مالي امکانات هم ولري، د هرې ښځې اولاده يې په جلا جلا کورونو کې وي بیا هم ستونزه جوړیږي ځکه میرني ورونه او خویندې هېڅ کله د جاییداد پر ويشلو نه سره جوړیږي. د څو مېندو د اولادونو ګډ ژوند او د جاییداد په وېش کورنۍ جګړې د خپګان او حتی د بديو/قتلونو سبب شوي دي. یو سړی( مېړه) په څو کورونو تقسیم وي او که چيري د څلورو ښځو یو ميړه مړ شي، څلور کونډې او بې شمېره یتیمان بې سرپرسته پاتي کېږي. داسې ډېر نور مثالونه هم شته چې ډېر ودونه د ټولنیز فساد سبب کېږي.
د ډېرو ودنو کرغېړن اړخ
په افغانستان کې ډېرو رونډ اندو او فرهنګیانو په دې دليل دویم واده وکړ چې ښځه یې نالوستې وه او دوی لوستې یا هوښیاره ښځه غوښته خو ستونزه څه ده چې له لوستې نجلۍ سره تر واده وروسته دوی کټ مټ هغسې چلند کوي لکه د لومړۍ نالوستې ښځې سره چې کړی وي. له واده وروسته يې له اولې سره په کور کېنوي، له کار يې راګرځوي، پرله پسې اولادونه پرې زېږوي، د دوستانو د ناستې ولاړې يې منع کوي، د ټولنیزو رسنیو د کارولو حق ترې اخلي، دومره یې محدوده کړي چې صرف خپل هوس او شوق پرې پوره کوي. له بده مرغه ډېرې لوستې نجونې او آن ښځينه فرهنګیانو د بلې ښځې له مېړه سره واده وکړي او دې واده ته د مینې نوم ورکوي او د شعر په نوم مینه ناکې نارې هم وهي. د بلې ښځې له مېړه سره رابطې ته آیا د مېنې نوم ور کولای شو؟ د بلې ښځې مېړه د چا مینه کېدای شي؟ هغه چې له خپلې ښځې سره مینه کوله او مېړه يې و بیا له سره ولې مینه او مېړه شي؟ د اولې ښځې مینه او مېړه غلا کول، ایا دا د مینې تقدس ته توهین نه دی؟ دا ټولې نارواوې هغه کسان/کسانې کوي چې دین پالونکي، روڼ اندې، فرهنګیان/فرهګیانې او په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو د حقونو مدافعین هم دي.
د ټولنیزو رسنیو روڼ اندي، د ښځو د حقونو مدافعین او فرهنګیان چې د خپلې اولې ښځې حق نه شي ورکولې، خپله بستره او ګډ ژوند له بلې ښځې سره شریکه وي، د نورو ښځو له حقونو دفاع څنګه کوي؟ د یوه ګډ ژوند تر ټولو خوږ او نژدې کس ژوند ملګری یا ملګرې وي د هغه غلا کول یا تقسیمول، کوم حق دی چې دوی یې ښځو ته ورکوي؟ د اولې ښځې له ماشومانو يې پلار لوټول، اوله ښځه په کلي کې د لېوره او خسر خدمت ته پرېښول، دا کوم حقونه دي، کوم فرهنګ، کوم انسانیت، کوم اخلاق دی چې دوی د ښځو د مدافعینو په نوم ښځو ته ورکوي؟ د دویمو ودونو روڼ اندي، ژورنالیستان، سیاستمداران او فرهنګیان چې په رسنیو کې د فرهنګ او حق غوښتنې چېغې وهي، دوی کوم فرهنګ پالي؟ د دویم واده کرغېړن دود پالل د بې فرهنګي او تېري آخري حد ته رسېدل نه دي؟ د یوې لوستې او ځوانې نجلۍ وجدان څرنګه دا ظلم برداشتوي چې د بلې ښځې مېړه خپل مېړه کوي، ولې مجردان کم دي؟
فرهنګیانو دویم واده عام کړ
یوه دې وه بله دې وکړه
مه پرې سودمن شې، مه دې ډېر شه زامن، لوڼه
فرهنګ، دود او دستور د يوه نظام تر ټولو اساسي برخه ده، د څو لسیزو په جګړو کې مجاهدینو او طالبانو افغان فرهنګ ډېر زیانمن کړ چې زیات تاوان یې ښځو ته ورسېده ځکه ښځې په بشپړ ډول له ټولنې حذف شوې وې او دغه حذف افغان فرهنګ ډېر بدنام کړ.
د طالبانو د لومړۍ دورې له سقوط وروسته افغانستان له تیارو د رڼایي په لور مزل پیل کړل. د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز رغښت تر څنګ، د فرهنګي ویجاړي رغښت هم پيل شو. په تېر جهموریت کې فرهنګي بنسټونو او فرهنګیانو د فرهنګي رغښت په برخه کې ښه پرمختګ وکړ خو د ټولو پرمختګونو ترڅنګ، یو ډېر بدرنګه او نوم بدی دود هم په روڼ اندو او فرهنګیانو کې عام کېده او دا دود د دویم واده دود و. فرهنګیانو، سیاسیونو، ژورنالیستانو، سندرغاړو، لوبغاړو او نورو مشهورو شخصیتونو له موقع څخه سوء استفاده وکړه، دویم یا درېیم دودونه یې وکړل او په ډېرې بې شرمي یې دغه ټولنیز فساد عام کړ.
په تېرو څو کلونو کې یو لوی فکري تناقض د فرهنګي قشر په منځ کې راغلی دی. هغو فرهنګیانو چې باید له ټولنې يې د ناوړه دودونو تغر ټول کړی وای، هغوی خپله د دویم واده د ناوړه دود په کرغېړن دام کې ګېر راغلي او دا ګېرېدل دوی په شعوري ډول کوي، نه کومه مجبوري او نه هم کومه اړتيا ده چې د مظلوم يا قرباني شوي نوم ورکړو.
په لوستي قشر کې د دویم او ډېرو ودونو دود له اوسني طالبي رژیم سره لا ډېر عام شوی، تر دوی مخکې هم و خو چا غږ نه کاوه، اوس يې هم نه کوي ان دا چې ښځینه فرهنګیانې، شاعرانې، لیکوالې، د ښځو او بشري حقونو مدافعینې، ژورنالیستانې هم دا موضوع شخصي ذوق ګڼي چې دا شخصي ذوقونه د یوه ډېر بدرنګه فرهنګ په ډول په افغانې ټولنه کې عام کېږي. هغه دود چې پخوا د نالوستو له خوا پالل کېده او لوستو به غنده، اوس یې لوستي پالي او د شخصي ذوق او شخصي مسلې نوم او بڼه ورکوي.
د تېر جمهوري نظام روڼ اندې، د ښځو د حقونو پلويان، فرهنګيان، چارواکي او که عام مامورين وو او يا هم د اوسني اسلامي طالباني امارت فرهنګیان، چارواکي او عام طالبان دي، ټول د دویم واده په کرغېړن دود کې داسې مست او خمار دي چې د خوار هېواد هره نیستي ترې هېره ده. افغان مظلوم ولس د شپې او ورځې په یوې ګولې مړۍ پسې حیران دي خو د روڼ اندو او اسلامي مجاهدینو د دویمو ودونو مصرفونه تر میلیونو افغانیو اوړي. د عام ولس په بېسارې لوږې او بیکاري کې مست روڼ اندې او اسلامي مجاهدین د جنسي هوس بلا د دویمو او درېیمو ودونو په لوړ مصرف مړوي.
د اسلامي امارت د مجاهدینو د ډېرو ودونو په هکله ځکه بحث نه کوم چې هغوی ته د ښځې ذات یوازې د شپې د بسترې مال ښکاري او د دوی د قدرت طلبي د جهاد فلسفه هم د ۷۲ حورو د جسم ګټل دي. دوی د شهادت جام دې ته نه نوش کوي چې د خدای (ج) سره یې ملاقات وشي بلکې شهادت دې ته غواړي چې د ۷۲ حورو غېږې ته ورسېږي. دوی ته په جوماتونو او مدرسو کې همدا درس ورکول کېږي چې د جهاد په مقابل کې ۷۲ حورې درکول کېږي او هغه ځوانان چې په دنیا د څلورو ښځو په جسم نه مړېږي هغوی د ۷۲ حورو د حصول له پاره ځانمرګي برید کوي.
ماته د یوه مُلا خبرې ډېرې جالبې وې چې په یوه جومات کې یې لمونځ کوونکو ته وکړې: ” در بهشت برای بهشتیان حوران نعمت شده، های های… حوران چشمان خماري دارند، لبان گلابي و جسم های شرابي دارند، های نوش جان تان، نوش تان…او په تمسخر یې زياته کړه: “خود را کنترول کنید که به غسل کردن مجبور نه شوید.”
دا خبرې د داسې کرغېړنو مُلایانو له خولې راوځي چې د اسلام په هغه لومړني اصل لا خبر نه دي، د دوی ټول فکر د هوس او همبستري په نعمتونو کې بند دی او د همدې خبرو اثر په روڼ اندو او فرهنګي ډلې (ښځه او نر) هم ژور تأثير کړی.
بن پرسته فرهنګیانې
جلکۍ زما لالی دې وکړ
بخت دې سپېره دی، زه به بن پسې درځمه
څه موده مخکې زما یوه کلیوال راته وویل: ډېر بد وخت راغلی، په دې غریبي کې ودونه ډېر شوي دي او بده یې لا دا ده چې تعلیم یافته نجونې د پیسو په بدل کې له واده شویو نارینه وو سره ودونه کوي. دا خبره ماته د حیرانۍ وړ نه وه ځکه اوس دا موضوع عامه شوې آن دا چې فرهنګیانې هم دویم واده عادي او شخصي مسله ګڼي او په دې موضوع بحث کولو ته حاضرې نه دي. په یوه ادبي بنډار کې، یوې فرهنګۍ وویل: ”دویم واده بیخي شخصی کار دی، چا پورې اړه نه لري او هېڅ بده خبره نه ده، شرعي حکم دی. که زما مېړه نایټ کلپ (فاحشه خانی) ته ځي او بد اخلاقي کوي، زه حاضره یم څو ښځې ورته وکړم.“ دا نظر دا معنیٰ لري، که چيري ښځه خپل مېړه ته اجازه ورنه کړي چې څو ودونه وکړي، هغوی په زناوو سر کېږي او د نارینه د بد اخلاقي او زناوو د مخنیوي له پاره ښځې حاضرې دي چې خپلو مېړونو ته په کورونو کې د هوسبازۍ زمينه مساعده کړي/نایټ کلپ ورته جوړ کړي او څو ښځې په یوه کور کې همزمان، یو نر خوښ وساتي، جنسي خواهشات یې ور خړوب کړي او په دې ډول به يې شرعي حکم هم پر ځای کړي.
په دې بحث کې هغې محترمې فرهنګۍ دا واضح نه کړه چې د دې په موجوديت کې یې مېړه ولې نايټ کلپ ته ځې، ولې د دې په جسم بسنه نه کوي او په دې کې څه عیب دی چې مېړه يې د نورو ښځو جسمونو ته هوسېږي؟ دویم واده ته د ښځینه وو د شرعي دلایلو راوړل د مُلایي افراطي فکر یوه څرګنده منفي اغېزه ده چې پر فرهنګيانو يې کړې ده. د اکثرو فرهنګي نجونو د بن پرستۍ د شرعي دلایلو په اورېدو، د انسان حواس فلجېږي او فرهنګي ټولنې ته د داسې لوستو او فرهنګي پېغلو فکري بدلون، د سترې بدمرغي نښه ده.
اعتراف او بدلون
دویم واده په هکله نظرونه بېلابېل دي چې دا نظرونه په عمر او شرایطو پورې اړه لري. زه (د لیکنې لیکواله) له یوه پیغور څخه ډاریږم، هسې نه فرهنګي ملګرې دا پیغور راکړې چې یو وخت ستا نظر هم د دویم واده په هکله مثبت و. هو؛ زه صادقانه اعتراف کوم چې څو کال وړاندې ما ته هم دویم واده شخصي موضوع ښکارېده. ما ته دا تلقین راکول کېده چې که له کوم واده شوي نر سره واده وکړم عیب نه دی او ډېر کلونه په همدې نظر وم خو له ښه مرغه ځیني روڼ اندې ملګري او کورنۍ مې وه چې له واده شوي کس سره یې واده کول، راته لوی عیب وګاڼه. مور مې راته وویل: ” زما پر مور بن راغلې وه، زما مور ډېره وکړېده، ما ته د بنې د غږ وهم او درد معلوم دی، ته څرنګه دا جراات کوې چې د بلې ښځې بن کېږي؟”
د مور او ملګرو خبرو ډېر تاثير راباندې وکړ او شکر دی فکر مې بدل شو خو متاسفانه ډېرې نورې فرهنګیانې د دویم واده په دام کې بندې شوې او دا حالت لا هم دوام لري. مجبوري، لوړ سن، غربت، هوس او سل نور دليلونه دي چې د دویم واده په بند کې د نجونو د بندېدو لامل کېدلای شي.
د دویم واده پر وړاندې د مبارزې اړتیا
… زما خاوند، زما مېړه، زما تفسیر د حسن
بیګاه د بل چا په پالنګ ختلی
وماته نه راګوري
ځکه هغه دوهم واده کړی دی
دا له درد څخه ډکې کرښې د د هېواد درنې شاعرې او لیکوالې آغلې پروین ملال د «دوهم واده» د نظم اخري برخه ده. مېرمن ملال کالونه وړاندې د« دوهم واده» نظم وپنځول. په نظم کې د هغه ښځې احساسات د شعر په ژبه ښکلي تصویر شوي دي چې مېړه يې دویم واده کړی. که څه هم پر مېرمن ملال باندې بن نه وه راغلې او نه یې داسې درد تجربه کړی خو دې د خپلې ټولنې د هغو ښځو درد چې د بنې تندر پرې لوېدلی، د نظم په ژبه غندلی دی.
د نظم له لیکلو کالونه تېر شوي دي او هغه وخت بیا بیا خپور شوی چې د دویم واده پېښه شوي وي. د دې نظم خپرېدل هم یو سبمولیک رول دی چې ځیني کسان یې د دویمو ودونو د غندلو له پاره کاروي او دا سمبولیکې غندنې هم لکه سیاسي غندنې یوازې د ټولنیزو رسنیو د زینت له پاره دي خو له ښه مرغه دا نظم په دې وروستیو کې له سمبولیک رول څخه ووت او حق ویونکې هنرمندې اسیې محرابي په خپل غږ کې د دویم واده پر خلاف د احتېجاج په توګه دا نظم سندره کړه او دې سندرېز احتېجاج ډېرو نورو ښځو ته دا جراآت وکړ چې د اعتراض غږ پورته کړي.
له دې سندرې وروسته د آزادۍ راډيو خبریالې فرشتې سهاک له اسیې محرابي سره په یوې مرکې کې د دویم واده موضوع بالاخره تر پوښتنې لاندې راوسته. وروسته تر دې لیکوالې او خبریالې عابدې سپوږمۍ د دویم واده یا د څو ودونو پرموضوع راپور جوړ کړ. همدارنګه په ځیني ادبي بنډارونو او ټولنیزو رسنیو کې ځینو با احساسه ښځینه فرهنګیانو هم دا موضوع غندلې، ځیني لا هم چوپې دي او دا موضوع شخصي مسله ګڼي خو دا هغه شخصي موضوع ده چې حرمت یې په شخصي حریم کې پاتې نه دی او د ټولنیزو رسنیو د بازار هر لېدونکی پرې خبریږي.
د معتددو ودونو په زیانونو کتاب کتاب بحث ته اړتیا ده او دا لیکنه دا لوی بحث نه شي راټولولای. د دویم واده ناوړه دود باید په رسنیو، عامه ځایونه، جوماتونو او کورونو کې وغندل شي او د دویم یا ډېرو ودونو ناوړه دود او عیاشي ته باید د پای ټکی کېښودلای شي.
لوستې، روڼ اندې او په ځانګړي ډول فرهنګیان او فرهنګیانې دې خپل رسالت او مسوولیت وپېژني، د بن پرستي او د نورو ښځو د مېړونو سره د واده کولو پر ځای دې د دغه ناوړه رواج په مقابل کې مبارزه وکړي. روڼ اندي او خاصه توګه فرهنګیانې دې د هغې ښځې درد احساس کړي چې بن پرې راغلې او د خپلې کورنۍ، دوستانو او ټولې ټولنې د خندا شوې دي.
وروستۍ خبره:
ماته پنځه ګوتې د سرو کړه
په دواړو لاسو به دې کور راټولومه
د اوس مهاله له پاره زه د مبارزې هېڅ څرک نه وینم، له بده مرغه فرهنګیانو او روڼ اندو شخصیتونو د خپلو شخصي ګټو له پاره خولې پتې نیولي دي ځکه هغوی نه غواړي روابط یې خراب او فرهنګي ملګرې یې ترې خپه شي او یا هم هره مبارزه باید یوه پروژه ولري. ډیری کسان نه غواړي لکه کاکا مراد (مرحوم ډاکتر ناکامورا) غوندې مفت خدمت او مفته مبارزه وکړي خو په دې ټولې ناهیلي کې هیله لرم چې یوه ورځ په افغانستان کې داسې یوه ټولنه ولرو چې فرهنګیان، روڼ اندي، سیاستمداران، ژورنالیستان، لوبغاړي او عام خلک اصلي مبارزین وي، د خپلو شخصي ګټو او رابطو له پاره محافظه کاري و نه کړي، ښځینه د بلې ښځې مېړه، مستعمل او پردی مال وګڼي او کرکه ترې وکړي.
هیله لرم فرهنګیان او فرهنګیانې او روڼ اندي د وران او ویجاړ فرهنګ په جوړولو کې خپله وجداني او اصليه فرهنګي دنده سرته ورسوي. له داسې دوه مخې فکر څخه مخنیوی وکړي چې په ټولنیزو رسنیو کې یو کس روڼ اندی وي او په اصلي ژوند کې طالب فکره مُلا او افراطي وي او هیله لرم په راتلونکې کې داسې دولت حاکم شي چې په اساسي قانون کې یې د هوسباز دویم واده، جرم وګڼل شي او سرغړونکو ته یې د اعدام سزا ورکړل شي، په همدې هیله!
یادونه:
ما هڅه وکړه په دې لیکنه کې سپینه او ساده ژبه وکاروم ځکه په صبر صبر پوره نه شوه… او په شف شف ویلو تفاهم نه رامنځته کېږي.
د ډسمبر ۱۲مه نېټه، ۲۰۲۴ کال، برمتون ښار، کاناډا
شه لیکنه ده خو هره لیکنه چې د شخصي مخالفتونو او یو چا ته د نیش اچولو په انګیزه ولیکله شي، د لیکوال شخصیت ورسره کم اهمیته کيوي. خدای دې وکا چې دا لیکنه د داسې انګیزو ښکار شوې نه وي.
پاکيزه آرزو
سلام محترم ورور، له نظر نه مو ډېره مننه. ښه ده چې تاسو دا موضوع ياده کړه چې دا ليکنه يو چاته نېش اچول نه وي، زه غواړم همدې تبصره کې واضح وليکم ما هېڅ شخصي نېش نه دی وهلی او لکه څرنګه چې ما ليکنه کې هم ويلي، ډېرو ټولنيزو فسادونو ته د شخصي نېش نوم ورکول کېږي او نتيجه تاسو خپله ګورې چې افغانه ټولنه څومره خرابه شوه. ما ليکنه کې خپل ځان هم ښودلی او په ځان مې نقد کړی چي زه خپله هم په بل نظر وم خو اوس مې فکر بدل شوی. دا ليکنه بيخي په واقعيتونو او حقيقتونو ولاړه ده او نن سبا خلک حقیقت او رښتيا ويل نه خوښوي او شخصي نېش نوم ورکوي او همدې شخصي کې هم واکدار شول، هم د څو ښځو مالکان او هم يي ټولنه نابوده کړه.
هيله ده د ډېرو ودونو موضوع نوره شخصي نه وي او ټولنيز فساد يي وګڼو ځکه د ډېرو انسانانو ژوند ورسره تباه کيږي او موږ منحيث دې يو ښه انسان بايد د نورو انسانانو مخصوصا د ښځو او نجونو ژوند وژغورو. هېڅ ښځه نه غواړي بن ولري.
درنښت.
پاکیزه جانې،
دا موضوع دې د شريعت، انساني ارزښتونو، ټولينزو ژوند او فرهنګي اړخونو له زاويو، په ډير عالي او منطقي استدلال، روانه او روښانه راسپړلې ده.
فکر نه کوم ستا مخکې به کوم ليکوال/ې دا موضوع ياده کړې وي يا يې داسې هر اړخيزه تحليل کړې وي…
دا موضوع مطرح کول او بحث پرې کول د هر فرهنګي له وسه وتلې خبره ده او يا هم ستا په خبره اکثره نه غواړي چې دا موضوع بحث ته راوکاږي…
تا د دغې اړخيزې عالي ليکنې په واسطه د يوې فرهنګي په صفت خپل مسوليت او رسالت تر سره کړ.
هيله لرم چې ستا رنګ نور فرهنګيان هم د دې بد او بې شرمه ناوړه فرهنګ په مخالفت کې دغسې د شريعت او حقيقت په بنسټ ولاړې تحليلي ليکنې وکړي!
قلم تل همداسې په حقه روان اوسه!
مننه کوم.
په دې هيله چې زموږ د فرهنګ نه د (بنې) بد رنګه نوم د تل له پاره ورک شي!
سلام اسیه جانې! له ښکلي نظر څخه دې ډېره زیاته مننه. واقعا د څو ودونو د ناوړه دود په خلاف مبارزې ته ډېره اړتیا ده او خوشاله یم چې د دغه ناوړه دود د غندلو او مبارزې په موخه ستاسې ښکلې سندره هم خپره شوې ده. تاسو د غندنې او مبارې پیل کړی او موږ ستا لار تعقیبوو.
څو ودونو ټولنیز فساد دی او افغانه ټولنه باید له دې فساد څخه پاکه شي.
پاکیزه خوری
تاسو د موضوع یو اړخ ته کتلي دي،،، په یاد ولری چې د قانون پوښښ کله هم یو جانبه نه وي،،، او د ټولنې ټول اړخونه رانغاړي،،، دا اوس اوس د نړی په ګڼو هېوادونو کې د نارینه وو په نسبت د ښځو مخ په زیاتیدونکی شمېرې د یو بحران په توګه سر را پورته کوي،،،
مثلا که په نړی کې د نارینه وو شمېر x عدد وي او د ښځو شمېر x+n اوسي نو تاسو څه فکر کوی چې n شمېر مېرمنې باید د x شمېر ښخو په شان د ازدواج حق ونلري او باید محرومې کړل شي ؟
زما مطلب له قانون څخه دلته د الله تعالی حکم دی چې په تعدد د زوجاتو (دوه درې او څلورو ودونو) امر کوي،، ددې قانون په رڼا کې تاسو د نارینه وو بوالهوسی ته کتلي خو دې ته مو پام نه دی چې د دوهم دریم او څلورم واده په صورت کې زمونږ او تاسو دوه،، درې او څلور ښځو د ژوند سرنوشت خوندي کېږي،،، له بل لوري هر قانون خپل شرایط لري،، ددې قانون یو شرط د عدل قایمول دي،،، که څوک عدل نه شي قایمولای هغوی ته یو واده بس دی،،،
په ټوله کې ستاسو خبرې شاید هم زمونږ د ټولنې حقیقي انځور وړاندې کوي خو د پایلې په توګه د یاد قانون مردود شمېرل نه یوازې دا چې د خدای تعالی له ښکاره حکم سرغړونه او ګناه ده بلکه د ښځو په حق کې هم ظلم شمېرل کېژي،،
سلام، له نظره څخه مو مننه، دا چې ولې د ښځو شمېر زیات دی او د نرانو کم هغه هم د نرانو د فساد نتیجه ده چې د قدرت په جنګ کې ان انسانان ځان مرګو بریدونو ته هځوي او نرانو نوس کموي او کونډې او بې سرپرسته ښځې ډېرې وي. ځانمرګي په اسلام کې مطلق حرامه ده خو قدرت طلبي حلاله کړې ده. بنا دا یوه اړخیزه نه ده ما شرعي دلیل راوړي چې پیغمبر ص ډېر ودونه ولي کړي او که کړی یې هم و یوازې هدف سرپرستي وه، اوس وخت کې کوم مسلمان ډېر ودونه د سرپرستي له پاره کړي، یو مثال لرې؟ اوس خو ټول د عشق او هوس خبره ده ټول عشقي او هوسي مسایل دي او بیا د عمر تفاوت او د پیسو زور دی، کوم دویم واده مفته دی، مثال لرې؟ ټول د پیسو په زور دي د واده په نوم نجلۍ ځان خرڅوي او هلک یا سړي یې پیري. دا یو هوسي او د پیسو بزنس دی چې روان دی او زیان یې ټول ټولنې ته رسېږي. زه هغه نر ستایم چې له ځانه څخه مشره کوڼده لکه بي بي خدیجه چې وه هغې سره ۲۵ کلن ځوان لکه حضرت محمد ص واده وکړي ښه خبره ده چې نیت پنا وي. بل ۱۴۰۰ کاله مخکې شرایط او اوسني توپیر لري، کیدای شي نکاح مهمه نه وي، سرپرستي په بله طریقه هم کېږي. زه منحیث د یوې ښځې د ښځې له ذات څخه دا تعریف لرم چې ښځه یو ځل واده کوي دوم ځل ته به ډېره کمه فیصدي ښځې وي چې زړه ښه کړي ځکه اولادنو ته یې خلک پیغور ورکوي مور دې لونډه کړی. خو نر ته هېڅوک پیغور نه ورکوي لا شاباسۍ هم ورکوي چې د ښځو نفوس ډېر دی او ډېر ودونه وکړه، ولور ۳۰ میلیونه دی، نر ۶۰ کلن او نجلۍ ۱۲ کلنه ده. فکر کوې دا څلورمه نکاح د پناه په نیت شوې ده؟ نړۍ کې هېڅ ښځه نه غواړي بن ولري ځکه بن که د کوچو هم شي بوی یې د مرچو وي.
درنښت
زما ځورېدلې او کړېدلې پښتني لورې ! لونډه څه مانا ؟؟؟؟؟؟؟ دا د نارینه منافقه تر مینالوګي دی چې په دغه جاهله ترمینالوګي ښځه په لومه کې تړي او د یو وروسته پاتې فیوډالي کلچر یوه نخښه جوړوي ! ښځه حق لري چې طلاق واخلي بل میړه وکړي او که هغه یې خوښ نه وي بل او بل میړه وکړي نور څه نه وایم ، خو که زما ښځه زما سره خوښه نه وي زه په ډيره خوشالي سره طلاق ورکوم او د نوي خاوندکه فرضا دا سیناریو عملي شي مبارکي ورکوم ! انسانیت ، ازادی او ژوند په یوه بیړۍ کې ځای لري !!
سلامونه،
پاکیزه خورې ،بالکل په حقه ېې؛د افغانی ښځمنو یو تر ټولو تریخ اړخ د ژوند دې فوق العاده سپړلی دی.
زما آبله ورځ زړه و چې د بیبی خدیجې مثال ورکړم ،هغه خو رسول الله په زر،زور یا بل دلیل نه وه کړې .مقصد مې دا چې ښځې یا نجونې باید خپله بنتوب ته زړه ښه نکړي؛لکه اوس ا ا ا یو فرمان کې ویلي ،بی له زنانه رضایته څوک په زوره او په بدو کې نشي ورکولی؛ ولور حرام دی ؛ مګر مهر فرض دی او خپله ناوې ته باید ورکړل شي.
دغه د ۲،۲-۳؛۳-۴،۴- آیت ،فکر کوءم هغه وخت نازل سوی و چې په غزاوو کې د رسول الله ص. اصحاب یا یاران شهیدان کیدل ؛نو د پاکیزی خور په تایید، د هغوی کوڼډو یتیمانو پالنی لپاره مسلمانانو ته اجازه ورکړلی سوی وو ؛ پخپله آنحضرت ص.هم همدا هدف درلود؛ صرف د بیبی عایشې رض.عنها ، پلار یی ابوبکر صدیق رض. وړاندیز کړی وء.
او دا چې ،نظر د هر عصر او زمان په شرایطود انسانانو قوانین تغییر کوي ؛ د ۲۱.قرن انسانان نورو سوچو کی دي.
د خور آسیه مهرابي خبره ، د بن کلتور دې خدای له افغاني ټولنې ورک کړي.آمیین
– د بن کنفرانس هم د دوو بنو له جنجاله کم نه وو! حهحه
– د فرانس پرېزیدانت ، امانویل مکرون ماډامه ،د ده معلمه وه او څو کاله ترینه مشره ده!!حهحهحه
علیکم سلام ډاکتر صاحب. له نېک نظر څخه مو نړۍ مننه. ستاسو تبصرو ماته دا احساس راکړ چې د څو ودونو ناوړه دود د نارینه وو لخوا هم غندل کېږي او په دې برخه کې ښځې یوازې نه دي.
څو ودونه ټولنیز فساد دی.
واقعاً ښه لیکنه ده.
په دې وباړم چې داسي تکړه خونیدې لرو. یو نوک مو له زرګونو تارکی فکرو نارینه وو سره د برابریدو وړ نه دی. خدای مو قلم تاند او روان لره. ستاسو لیکنې ډیرو نویو خبرو ته، چې تر دې منخکې مې پرې غور نه و کړی، متوجې کړم.
خوشحاله او کامیابه اوسئ
مجیب
سلام محترم وروه. ستاسو حسن نظر دی. خوشاله یم چې د ډېرو ودونو ناوړه دود د نارینه وو لخوا غندل کېږي. دا زموږ ټولو مسولیت دی چې دا دود وغندو ځکه د هر کور لور او خور ودوېږي نو هېڅ پلار او ورور نه غواړي په کور یا لور یې بن راشي. مننه.