پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه امنیت شورا ته د سرمنشي ځانګړې استازې درې...

د افغانستان په اړه امنیت شورا ته د سرمنشي ځانګړې استازې درې میاشتنی راپور وړاندې کوي

تاند(پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۲ مه) ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي.

دا د روان کال په ترڅ کې د افغانستان په اړه د دې شورا څلورمه غونډه ده.

د دې غونډو تمرکز تر ډېره په افغانستان کې پر بشري بحران، سیاسي او امنیتي ستونزو سره او په دې تړاو د نړیوالو پر اندېښنو دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا مخکې اعلان کړی و چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزوا اوتونبایوا، به د دې هیواد په اړه خپل درې میاشتنی راپور غونډې ته وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د کړنلارې له مخې افغانستان لپاره د عمومي منشي ځانګړي استازي په هرو دریو میاشتو کې ددغه هیواد د وضعیت په اړه د امنیت شورا ته یو راپور وړاندې کوي.

د یوه بیان له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې مشر او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) استازی به هم په نننۍ غونډه کې وینا وکړي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې پر ښځو له سختو محدودیتونو، اقتصادي بې‌ثباتۍ او بشري بحران سره مخامخ دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستنیدویه پلاوي دفتر “یوناما” خپل وروستۍ راپور د سپټمبر ۱۸ (وږي ۲۸) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړی و.

د یوناما مشرې دغې شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي و چې په داسې حال کې چې نړۍ د طالبانو له حکومت سره د تعامل هڅه کوي، د طالبانو حکومت پرېکړې او په خاص ډول د “امر بالمعروف او نهي عن المنکر” د قانون انفاذ د “واقعي تعامل په اړه” منفي پیغام لري او دا قانون له پامه نه شي‌ غورځول کېدای.

د میرمن اوتنبایوا د راپور پر اساس، دا پرېکړې د طالبانو او نړۍ ترمنځ واټن پیدا کوي او په خبره یې طالبان د دې په ځای چې د افغانستان د خلکو ستونزو ته پام وکړي،‌ شدیدې تګلارې خپلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب