پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Home+د ډونالډ ټرمپ بیا راتګ؛ په نړۍ کې پر بل اور تېل...

د ډونالډ ټرمپ بیا راتګ؛ په نړۍ کې پر بل اور تېل که اوبه؟

عزت الله پېژاند، د پوهنتون پخوانی استاد

دوه کم اتیا کلن ډونالډ جې ټرمپ چې د امریکا متحدو ایالتونو یو له جنجالي څېرو شمېرل کېږي، یو ځل بیا د یاد هیواد ولسمشر وټاکل شو، چې د نوي ږېږدیز کال په لومړیو کې به عملا د سپینې ماڼۍ پر څوکۍ تکیه ووهي. په دې کې شک نشته چې نوموړی امریکایانو د روان کال د نومبر پر پنځمه نېټه د خپلو رایو په مټ د هغوی د ورځني ژوندانه د غوره توب او بهبود په هیله ټاکلی. خو دلته موږ دې ته شېبه تم کېږو چې دغه ټاکنه به له امریکا پرته د نورو هیوادونو لپاره څه مانا ولري. آیا د نوموړي د واک په څلور کلنه موده کې به د نړۍ د هیوادونو شته ستونزې کمې، لا زیاتې او که پر همدې حال پاته شي؟

تر هرڅه مخکې باید پوه یو چې ټرمپ د سیاست او سیاسي رهبریت لږه او د سوداګرۍ او تجارت تجربه ډېره لري. ځکه نوموړي تجارت له خپل پلاره له تنکۍ ځوانی په میراث اخیستی او د تجارت او تجارتي اړیکو بېلګې یې په امریکا او نړۍ کې ډېرې دي، خو د سیاسي رهبریت او ملي مشرتوب تجربه یې یوازي د ګوتو په شمېر کلونو ته ورګرځي او په ټول کې د نوموړي د جمهوري ریاست تر لومړۍ دورې رامحدوده ده. هغه دوره چې نومړي بیا هم تر ډېره پکښي ثابته کړه چې د رهبریت او سیاست په پرتله یې د تجارت او مدیریت مهارتونه په ځلونو غوره او قوي دي. په بله وینا، په یاده موده کې نوموړي تر ډېره سترې او وړې پرېکړې د مالي محاسبو پر بنسټ کړي، په داسي حال کې چې یو ښه سیاسي رهبر ملي او نړیوال موضوعات باید د مالي او پولي محاسبو ترڅنګ د سیاسي او ستراتیژیکو اړیکو پر بنسټ هم ښه و ارزولای شي.

د هغه له “ترټولو لومړی امریکا” یا “امریکا به بیا عالي شي” شعارونه له لومړۍ دورې ثابت شول چې بنسټ یې همدا مالي محاسبې دې. ځکه یې نو و پتېیله چې امریکا باید له نړۍ خپله لمن تر ممکنه بریده راټوله کړي او هلته و او دلته باید په جګړو کې د پخوا په څېر لتاړه نشي، ځکه دا هرڅه سترو مالي امکاناتو او مصارفو ته اړتیا لري. په افغانستان کې یې د خپل شل کلن نظامي حضور پایته رسېدو پرېکړه وکړه او د تالیبانو په نوم یې له یو داسي ډلې سره هوکړه وکړه او معامله لاسلیک کړه چې دا هرڅه په ډېر کم مالي لګښت ورته ترسره کوي. خو له نوموړي په ورته وخت هغه سیاسي او ستراتیژیکه محاسبه هېره وه چې له دې سره به په نړیواله کچه د امریکا اعتبار او حثیت ته څومره زیان اوړي او په سیمه او نړۍ کې به یې رقیب هیوادونه څومره زړه ور او د روحیې خاوندان کېږي.

خو د ټرمپ تر بیا ټاکل کېدو وروسته د نړۍ اکثره هیوادونه ولې او له څه شي اندېښنه لري؟ د عامو لوستوکو د پوهاوي لپاره به غوره وي چې له اوږدو او پېچلو تشریحاتو تېرشو او د نړۍ اړوند هیوادونه پر غرب او شرق ډلو ووېشو.

الف – غربي نړۍ (اروپا)

د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې ټرمپ د اروپا په اړه دوې تر ټولو د اندېښنې وړ او غیر معمولي یادونې کړي. لومړی دا چې د ناټو له جوړښته به وځي، دویم دا چې امریکا ته پر اروپايي وارداتو به تعرفې لوړوي. دغو دواړو موضوعاتو په ټول کې د ټولو اروپايي هیوادونو، په ځانګړې توګه د هغه هیوادونو مشران اندېښمن کړي چې ددغو ادعاوو له عملي کېدو سره ډېر زیان لیدلا شي. ممکن د ناټو د وتولو خبره د نوموړي د نورو پخوانیو ادعاوو په څېر د ټاکنیز کمپاین تر هوا محدوه پاته شي او عملا تعقیب نه کړای شي، خو د هغه د مالي محاسبې ځانګړتیا ته په کتو سره یې دویمه ادعا ځکه حقیقي ده چې نوموړي د خپل واک په لومړی دوره کې دا کار تر یو ځایه کړی و چې له امله یې امریکا ته سترو اروپايي صادرونکو هیوادونو لکه جرمني، ایټالیا، ایرلنډ او داسي نورو په بیلینونو یورو زیان لیدلی و. د اروپايي کمیسیون د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې امریکا ته د اروپايي اتحادیې د هیوادونو د صادراتو مجموعي ارزښت لږ تر لږه ۵۰۲ بیلیونه یورو، و. ماشین الات، موټر او کیمیاوي توکي د دغو صادرېدونکو توکو درې عمده قلمونه دي.

اوس ټرمپ ګواښ کړی چې پر ټولو اروپايي صادراتو به ۱۰ سلنه تعرفه لوړوي چې دا خبر د اروپايي اتحادیې د اندېښنې لامل شوی ځکه دا ګام د یادې اتحادیې د هیوادونو د سوداګرۍ د موازینې د خرابېدو لامل کېږي او ستر اقتصادي زیان ویني. که اروپا اړه شي اروپا ته د امریکا د وارداتو په ځانګړې توګه تېلو او طبعي ګاز پر وړاندي ورته اقدام وکړي یا په اوږد یا لنډ مهال کې نوي اقتصادي ملګري ولټوي دا کار به په آر کې د دغو دووغربي قطبونو ترمنځ تازه اقتصادي او سیاسي ناندرۍ وزېږوي. ځکه په ۲۰۲۲ کال کې د اوکراین تر جګړې سمدستي وروسته اروپايي اتحادیې له روسیې څخه د انرژۍ، په ځانګړې توګه ګاز پر وارداتو محدودیتونه ولګول او دا کار امریکا ته فرصت ورکړ چې اروپا ته په بېساري ډول د تېلو او ګاز صادرات ډېر کړي او دا شمېره د هر کال په تېرېدو سره لا لوړه شي. د دغه حالت یو مهم تعبیر دا کېدای شي چې د اوکراین له جګړې امریکا اقتصادي ګټه کړې. د دغې جګړې له هر کال اوږدېدو سره دا ګټه وټه نوره هم زیاتېږي او د اروپا مهم هیوادونه پر امریکا متکي کېږي. وروستۍ شمېرنې ښيي چې صرف هالنډ ته په ۲۰۲۳ کال کې د ۲۰۲۲ کال په پرتله په یادو دوو برخو کې له امریکا څخه واردات تر پنځوس سلنې هم زیات ډېر شوي چې مجموعي ارزښت یې څه نه څه ۱۲ بیلیونه یورو ښودل شوی.

د دې ترڅنګ اقلیم د بدلون موضوع  چې تل د اروپايي اتحادیې د سیاست په سر کې پاته شوې، ټرمپ له دې موضوع سره نسبتا ډېر سطحي چلند کوي او تر ډېره د یوې لوېدلې موضوع په سترګه ورته ګوري. همدا لامل و چې د خپل واک د لومړۍ دورې په  ترڅ کې د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس له تړونه چې د نړۍ د نږدې دوه سوه هیوادونو له خوا منل شوې، ووت، او اوس یو ځل بیا دغه اندېښنه زیاته شوې ده.

ب – شرقي نړۍ: د آسیا جنجالي مثلث (افغانستان، چین او روسیه) +  منځنی ختیځ

آیا ټرمپ به افغانستان ته د تګ او د بګرام هوايي اډې بیرته ترلاسه کولو پرېکړه وکړي؟ له دې پوښتنې سره مهمه ده پوه شو چې آیا د یادې اډې ترلاسه کول امریکا ته کوم ستراتیژیک ارزښت لري؟ آیا د دې اډې ترلاسه کول او ساتل له مالي پلوه اسانه دي؟  او بالاخره د یادې اډې ترلاسه کولو ته اړتیا شته؟

ټرمپ د ددغې اډې د ترلاسه کولو خبره کړې او دا د هغه انتخاباتي رقیب جوبایډن د ځپلو لپاره ښه او پام اړونکې موضوع وه. خو په عمل کې داسي نه ښکاري چې ترمپ دي په رښتیا دا کار وکړي. ځکه دا د پنتګان او په ټول کې د امریکا د دولت د هغه پلان او پروګرام خلاف ګام ګڼل کېږي چې له مخې یې غواړي د امریکا د نظامي حضور لمنه نه یوازي له افغانستانه بلکې د نړۍ له ګڼو هیوادنو راټوله کړي او د دغه حضور ځای قوي استخباراتي هغه او د اړوندو هیوادونو له دولتونو یا د تالیبانو په څېر تندلارو مذهبي ډلو سره د غیرحضوري ګډ کار هغه ته پرېږدي. دا پلان تر بل هر ولسمشر خپله ټرمپ په خپله لومړۍ دوره کې ښه او عملا پیل کړ.

پر دې برسېره افغانستان امریکا ته دم ګړی دومره ستراتیژیک ارزښت نه لري لکه تر دوه زرم کال وروسته چې یې درلود. که یې لري همدومره دی چې فضا یې په واک کې وي، تالیبان داستخباراتي همکاري ورسره پالي، او په دغه هیواد کې د چین د اقتصادي پراختیا او د روسیې د سیاسي نفوذ مخه ونیسي. پر دغو درو ټکو سربېره د ټرمپ له راتګ او د هغه د مالي محاسبې ځانګړتیا ته په کتو سره دا امکان هم شته چې له افغانستان سره د بشري مرستو په نوم، چې ځیني کورني او بهرني منتقدین یې د ملا هبت الله او هغه ته د نږدې کسانو بدل اعاشه ګڼي، اوونیزې ډالري کڅوڼې کمې کړل شي.

دا کار به د دې لامل شي چې د تالیب په مقابل کې داعش ډله پیاوړې شي او د پخوانیو افغان ملي امنیتي ځواکونو د سرتېرو تر څنګ چې په افغانستان کې بند پاته دي خپله د تالیب جنګیالي له داعش سره یو ځای کېدو ته زړه ښه کړي. د یادونې وړ ده چې دا لړۍ همدا اوس جریان لري ځکه نو تالیبانو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې پخوانیو افغان سرتېرو ته یې د معاش ورکولو پروګرام پیل کړی. د دې ترڅنګ یې د خپلو جنګیالیو د خوشاله او راضي ساتلو لپاره یو لړ نور سختګیرانه تصمیمونه اعلان کړي، لکه د ژونديو ژویو تصویر اخیستلو ممنوعیت او داسي نور. خو له دې هر څه سره سره به داعش د افغانستان په شمالي ولایتوکې پیاوړی (کړل) شي او په دې توګه به د منځنی آسیا هیوادونه چې د افغانستان او روسیې ترمنځ پراته دي له امنیتي پلوه وننګول شي.

همدا لامل دی چې یادو هیوادونو د ټرمپ تر بریا څو ورځې سمدسي اعلان وکړ چې غواړي له افغانستان سره پر خپلو پولو یو ستر امنیتي کمربند جوړ کړي. تر پولې او کمربند ورهاخوا د پخواني شوروي اتحاد په دغو هیوادونو کې د نوي یمو کلونو افغانستان په څېر د جهاد او سیاسي اسلام څرکونه او په ورته وخت کې یې پر وړاندي د یو ډول مصنوعي مقاومت څرکونه ترسترګو کېږي چې مهندسان یې هماغه د افغانستان د هغه په څېر دي. له شک پرته دغه نوي جریانونه په اوږدمهال کې د روسیې پر وړاندي په جدي سرخوږي بدلېدای شي.

اوس په افغانستان کې د تالیب په نوم یوه داسي اداره د واک پر ګدۍ ناسته ده چې نه یوازي پر ځمکه د امریکا له استخباراتو سره همکاره ده، بلکې د یاد هیواد فضايي حریم یې هم په بشپړ واک کې ورکړی. د کابل ښار په معتبره او ارګ ته په خورا نږدې سیمه (شیرپور) کې د القاعده شبکې  د دویم مشر ایمن الظواهري له هوا په نښه کول او وژل کېدل د دغې همکارۍ او حضور تر ټولو غوره ثبوت او مثال دی. البته د تالیب او امریکا ترمنځ دغه ډول همکاري تصادفي نشي کېدای او په قوي احتمال دا د دوحې د تړون د پټو ضمایمو یوه برخه ده. داسي ویل کېږي چې په یادو ضمایمو کې د افغانستان په څلورو زونونو کې امریکا ته د څلورو نظامي اډو د ورکړې یادونه هم شوې، خو په دې شرط چې لومړی به امریکا د تالیبانو اداره په رسمیت پېژني. همدا لامل دی چې تالیب مشران د رسمیت پېژندنې اړوند بحثونو کې تل پر امریکا د دوحې له تړونه د سرغړاوي تور لګوي.

همداشان د ټرمپ تر بریا سمدستي وروسته د دوحې د تړون د ایجاد په برخه کې د امریکا استازي زلمي خلیلزاد په وار وار د رسنیو له لارې دواړو غاړو ته دا پیغام ورکړ چې د ټرمپ دغه دوره د دوحې د تړون بشپړ پلي کېدو لپاره غوره فرصت دی. که څه هم ظاهره هغه د دغه “بشپړ پلي کېدو” مانا د افغاني ډایلاګ پیل او وروسته د ټول شموله حکومت جوړول ښيي، خو دا خبره ځکه منطق نه لري چې دوی پوهېږي چې تالیب په ریښه کې د ټول شموله حکومت مفهوم ردوي او دې کار ته د خپلې خوښيي دیني توجیهات وړاندي کوي. بله دا چې که امریکا واقعا د افغانانو ترمنځ خبرو او د هغوی مثبتې پایلې ته لېواله وای نو تالیب به یې د جمهوریت بدیل نه ګرځاوه. هغه دولتي چوکاټ چې د ټولو نیمګړتیاوو سره سره د تالیب د حاکم رژیم په پرتله په مراتبو ټولشموله او ولسي و.

امریکا د تالیبانو د راپرځولو لپاره له یاد تړونه د سرغړاوي په څېر وار له مخې ګڼ نامانوسه دلیلونه او بانې ایجاد کړي او که د دغه هیواد او متحدینو ګټې غوښتنه وکړي نو کولای شي د وروستي غوراوي په توګه د دوه زره یو کال په څېر د څو ورځو په ترڅ تالیب یو ځل بیا له واکه محوه کړي. په دغه برخه کې ځینې تحلیلونه دا هم څرګندوي چې ممکن دا ځل تالیب مشر ملا هیبت الله (تش په نوم) د عملیاتو په ترڅ کې ونیول او یا ووژل شي، او دا چې خلکو ته د هغه د څېرې د نه ښکاره کولو یو راز همدا کېدای شي.

په پایله کې ویلای شو چې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ د دویم ځل له ورتګ سره داسي نه ښکاري چې د افغانستان په حالت کې کوم مثبت بدلون راشي، بلکې روانو نړیوالو جریانونو او سیاستونو ته په کتو سره ممکن نور هم خراب شي، خصوصا د اقتصادي حالت د غوراوي او د ولس د ورځني ژوندانه د ښه کېدو، فردي (بشري) احترام او درناوي بدلون چې ټول افغانان یې تمه لري او د ټولو حق دی.

ډونالډ ټرمپ به په خپله دغه دوره کې ډېر تمرکز د امریکا د ستر اقتصادي رقیب (چین) پر ځپلو او کمزوره کولو وساتي او د افغانستان په شمول به په سیمه او نړۍ کې د یاد هیواد د هغو سترو اقتصادي پروژو د سبوتاژولو هڅه وکړي چې د یاد هیواد له اقتصادي هیجموني او پراختیا سره مرسته کوي. دا کار به بیا هم د تېر په څېر د نیابتي او استخباراتي جګړو په شکل دوام وکړي. پاکستان پخوا دغه پړاو ته ننوتی دی. د یاد هیواد نظامي او استخباراتي ادارې د خپل همېشني مهارت په کارولو له متخاصمو غاړو سیاسي او مالي امتیازات ترلاسه کوي، خو ډېر امکان لري چې دا ځل په دغه “خپل رنګ کې هم کوټ وخوري”؛ نه یوازي د خپل هیواد ورځ ښه نشي کړای بلکې له هند سره د نښتې او جګړې په څېر په نورو پېچلو جالونو کې ښکېل شي او په کور دننه کې لار ډېر سرخوږي او مخالفتونه ورته پیدا شي.

ټرمپ به له روسیې سره چې د دغه هیواد تاریخي نظامي رقیب دی د امریکا د اړیکو و ښه کېدو هڅه وکړي، خو ممکن دا کار ډېره پایله ورنکړې. ځکه روسیه اوس د تېرو کلونو په پرتله ځان په سیمه کې برلاسی ویني او په دې پوهېږي چې امریکا د هرې ورځې په تېرېدو په خپلو کور دننه سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ستوزو کې راښکېلېږي او نړۍ د سمبالولو پخوانۍ انرژي او اثر نه دي ورته پاته. پر اوکراین د روسیې د نظامي برید او له دوه نیمو کلونو څخه د زیات وخت لپاره د دغې جګړې د جاري ساتلو، پرمختګ او لاسته راوڼو قضیه د زړه ورتیا د دغه تفکر ښه بېلګه ګڼلای شو. ځکه په دې جګړه کې نه یوازي امریکا د روسیې د مقابل لورې (اوکراین) ترشا ولاړه ده بلکې اروپا او د ناټو غړي هیوادونه هم له اوکراین سره مالي او نظامي مرستې کوي.

خو له دې هر څه سره سره روسیې وکولای شو چې هم جګړه جاري وساتي هم په سیمه او نړۍ کې د امریکا له رقیبو هیوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې ټینګې او پراخې کړي. له ایران سره یې تازه بانکي اړیکې اغیزناکې کړې، او د بریکس (برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا) چې ایران، مصر، ایتوپیا او متحده عربي امارات هم وروسته ورشامل شول او دا لیست لا د پراختیا په حال کې دی، په چوکاټ کې یې د نوي متحدې کرنسۍ مدیریت او حمایت له چین سره په ملګرتیا په جدیت وکړ.

د یادې کرنسۍ له چاپ سره به نه یوازي د امریکايي ډالر ارزښت په نړیوال مالي بازار کې خپل ارزښت په تدریج وبایلي، بلکې پر یورو چې د ډالر په پرتله وار له مخې کمزورې ده، هم ناړوه اغېز وکړي. دغه دواړه لږ تر لږه د غربي نړۍ د اقتصادي راکړې ورکړې وسیلې دې او د غرب د اقتصادي وجود په رګونو کې د وینې حیثیت لري. دا چې په راتلونکو کلونو کې د نړۍ د بانکونو او کرنسیو د ډجيټل کېدو په اړه څه راروان دي، بېل بحث ته اړتیا لري.

په منځني ختیځ کې د امریکا ښکېلتیا لومړی اقتصادي، وروسته نظامي ارزښت لري. په بله وینا یاد هیواد غواړي په منځني ختیځ د خپل نفوذ له لارې نړۍ ته د انرژۍ (تېل او ګاز) رسونه تامین او مصؤنه وساتي. که څه هم یاد هیواد په دې وروستیو کې د بهرنیو هیوادونو پر انرژي لږ متکي شوی دی او هڅه کوي چې په دغه برخه کې کورني تولیدات ډېر کړي، خو بیا هم منځنی ختیځ ځانګړی ارزښت لري او هلته له هر ناسنجول شوی بدلون او د امریکا د رقیبو هیوادونو له لاس برۍ سره نه یوازي د امریکا بلکې د ټولې نړۍ د انرژي په بازارنو کې بیې لوړېدای شي او د نړۍ پر اقتصاد ناوړه اثر اچولی شي. په دغه برخه کې هرموز تنګی ځانګړی ارزښت لري او یاد تنګی په آر کې د نړۍ د تېلو رسونې مرکز دی او په نړیواله کچه د تېلو د نړیوالو بندرونو د وصل ټکی ګڼل کېږي. د دې ترڅنګ د منځني ختیځ هیوادونه د امریکا د وسله پلورنې او وسلو د صادراتو مهم بازار دی او هلته د سعودي عرب، مصر او قطر په څېر هیوادونو سره امنیتي تړونونه لري. په دویم قدم کې امریکا په منځني ختیځ کې د خپل مهم ملګري اسرایل د خوندیتوب او ایران، روس او چین د نفوذ د پراختیا د مخنیوي په خاطر ځانګړې او دوامداره علاقه لري. د اقتصادي جغرافیې ځیني کارپوهان دا هم وايي چې پر منځني ختیځ ولکه د نړۍ د ولکې مانا لري.

دغو ټکو ته پام سره ډېر امکان لري ټرمپ دا ځل هڅه وکړي چې په منځني ختیځ کې خپل دوه ستر رقیبان (روسیه او چین) له سختو ننګونو سره مخ کړي او په دې توګه په دغه سیمه کې د یادو هیوادونو د نفوذ او اقتصادي پراختیا مخه ونیسي او په دې توګه اجازه ورنه کړي چې د انرژۍ دغه ښارګ له ستونزو یا بندښت سره مخ شي. په دې لوبه کې به د ایران د مذهبي پراختیا یا شعیه یزم وده او پر مختګ ډېر ټکنی او ورو ورو به یې لمن بیرته تر هغه هیواده ورټوله شي. ایران به په سیمه کې په دغه مذهبي تار پېیلي خپل سیاسي مرۍ (متحدین) او نیابتي تندلارې ډلې تر ډېره له لاسه ورکړي او منزوي به کړل شي. له دې انزوا سره سم کېدای شي د منځني ختیځ د هیوادونو لکه سوریې او لبنان د جګړې د اور بڅرکي د تهران تر لمنې ورسېږي او په یو ډول نه یو ډول له ورته برخلیک سره مخ شي.

که غواړو چې د دې ټولو جریانونو د ستر دلیل کُلي تصویر وګورو هغه به دا وي چې امریکا به د ټرمپ په مشرۍ دا هرڅه له معمول سره سم د خپلو دوو سترو رقیبانو (چین او روسیې) د ځپلو او کمزوره کولو لپاره کوي، خو دا چې یاد هیوادونه به يې پر وړاندي څه غبرګون ښيي او په اوږدمهال کې به نوی نړیوال نظم کومه بیه او شکل ولري، وخت به یې وښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب