Homeخبرونهم.م، اروپايي اتحادیې او څو نورو هیوادونو پر خلیل الرحمان حقاني انتحاري...

م.م، اروپايي اتحادیې او څو نورو هیوادونو پر خلیل الرحمان حقاني انتحاري برید وغانده

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۲ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت هغه برید وغانده چې په له کبله یې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدو سرپرست وزیر او یو شمېر نور کسان وژل شوي دي.

ترهګرې ډلې، داعش د دې برید مسوولیت منلی دی.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندوی ماموریت (یوناما) د پنجشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: “د ثبات په لټه کې ترهګرۍ ته هېڅ ځای نه شي ورکول کېدای.” یوناما د قربانیانو کورنیو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو وزیر، خلیل الرحمن حقاني، د چهارشنبې په ماسپښین په پلازمېنه کابل کې د خپل وزارت په انګړ کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو.

اروپايي اتحادیې، د اسلامي همکاریو سازمان، قطر، سعودي عربستان، پاکستان او ایران هم دا برید غندلی دی.

داعش د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره خبرپاڼه کې د دې برید مسوولیت پر غاړه واخیست او ویې ویل چې حقاني د برید اصلي هدف و.

1 COMMENT

  1. مکوه په چا وبشي په تا
    همدوی ځانمرګي روزل او عام افغانان یې پرې وژل ویل کیږي چې دې کورنۍ د چنګیز نه زیات افغانان په ځانمرګو شهیدان کړي. دوی ورته استشهادیان وایي او اوس د ته شهید وایي، سوال دادی چې اوس استشهادي شهید دی که خلیل حقاني؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...