چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونهروزا اتونبایوا امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په خپل راپور...

روزا اتونبایوا امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په خپل راپور کې وضعیت مخ په خرابیدو بللی

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۲ مه) د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزوا اتونبایوا نن (پنجشنبه) د امنیت شورا غونډې ته وویل، د هغې دندې پر اساس چې امنیت شورا د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي ملاتړ لپاره ورسپارلې، دوی هڅه کړې چې د میلیونونو ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو لپاره ژوند ژغورونکي بشري مرستې برابرې کړي.

دې په عین حال کې وویل، ملګرو ملتونو سږ کال په افغانستان کې شاوخوا ۱۵.۳ میلیون کسانو ته مرسته رسولې ده.

د سرمنشي ځانګړې استازې په ملي او نړیوالو غیر دولتي سازمانونو او د ملګرو ملتونو په موسسو کې د افغان ښځو د کار پر وړاندې د طالب چارواکو محدودیتونه یو لوی خنډ وباله، چې د دې په وینا قوي ملاتړ او د ستونزو کمولو لپاره همغږه اقدامات غواړي.

دې د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«موږ هڅه کړې چې د افغانستان د سولې او ثبات د ملاتړ لپاره یو رغنده ډیالوګ رامنځته کړو، په داسې حال کې چې هغه نړیوال اصول تعقیبوو چې موږ یې د ملاتړ لپاره ټاکل شوي یوو. هدف دا دی چې افغانستان بیا په نړیواله ټولنه کې ورګډ شي او خپل نړیوال مسوولیتونه پر ځای کړي».

اوتونبایوا، خپل تېر راپور ته په اشارې، چې په سپټمبر میاشت کې یې امنیت شورا ته وړاندې کړی و، وویل چې له هماغه وخته طالب چارواکو په خپل ځانګړي تفسیر، چې له افغاني کلتور او اسلام څخه یې لري، د ښځو او نجونو پر وړاندې بې ساري محدودیتونو ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو مرستنیدوی پلاوي دفتر “یوناما” خپل وروستۍ راپور د سپټمبر ۱۸ (وږي ۲۸) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړی و.

دې زیاته کړه، نژدې ۱۲۰۰ ورځې کیږي چې نجونې له شپږم ټولګي پورته له رسمي زده کړو منع دي، او ښځې او نجونې له نژدې ټولو برخو څخه په تدریجي ډول ایستل کیږي. د دسمبر په پیل کې، طالب چارواکو اعلان وکړ چې ښځینه زده کوونکي به د طب د زده کړو انستیتوتونو او د لوړو زده کړو ټولګیو ته له تګ څخه منع شي. که دا په بشپړ ډول عملي شي، نو دا به په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، او ټول هېواد لپاره وژونکې پایلې ولري – ځکه معنا به یې دا وي چې افغانان له روغتیايي سیستم څخه محرومېږي.

د سرمنشي ځانګړې استازي د امنیت شورا د غونډې برخوالو ته وویل:«زموږ وروستي راپورونه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د تطبیق په اړه ښيي چې د ټولو افغانانو حقونه په دوامداره توګه تر پښو لاندې کیږي. د دې قانون تطبیق د ښځو د ګرځېدو آزادي او د عامه خدماتو لاسرسی نور هم محدود کړی دی.»

د یوناما مشرې امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل تېر راپور کې ویلي و، په داسې حال کې چې نړۍ د طالبانو له حکومت سره د تعامل هڅه کوي، د طالبانو حکومت پرېکړې او په خاص ډول د “امر بالمعروف او نهي عن المنکر” د قانون انفاذ د “واقعي تعامل په اړه” منفي پیغام لري او دا قانون له پامه نه شي‌ غورځول کېدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب