تاند ( یکشنبه د لیندۍ/ قوس ۱۸مه) د پاکستان مرکزي بانک خبر ورکړی، چې د روان کال د جولای او اکتوبر میاشتو ترمنځ یې افغانستان ته ۲۹۱ میلیون ډالره صادارت درلودل.
یاد بانک زیاته کړې، چې تېر کال په همدې موده کې یې افغانستان ته د صادراتو اندازه څه باندې ۱۸۲ میلیون ډالره و، چې سږنی کال یې صادرات زیات شوي دي.
د پاکستان مرکزي بانک وايي، د افغانستان په ګډون د سیمې اووه هېوادونو(چین، بنګله دیش، سریلانکا، هند، نیپال او مالدیپ ) ته د دغه هېواد صادرات څلور سلنه ډېر شوي دي.
پاکستان داسې مهال افغانستان ته د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکوي، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د ټیټېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي ويلي وو، چې پخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر ۲ میلیارډ ډالر رسېده؛ خو اوس ۷۰۰ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.
افغان سوداګر هم د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان له چلنده ناراضه دي.
دوی وایي د پاکستان له لوري په یوه او بله بهانه یې وخت ناوخته مالونه ځنډول کېږي،چې له امله یې دوی ملیونونه زیان ویني.
افغان سوداګر هیله مندي ښيي، چې پاکستان به د افغان سوداګرو د مالونو په لېږد را لېږد کې له بې ځایه خنډ جوړونې لاس واخلي.
زموږ د حکومت چارواکي له نړۍ څخه د داسې تامل غوښتنه کوي لکه دوئ چې له پاکستان سره کړی دی.
۱- د پاکستان هر څه به زموږ خواته له مالیی پرته راځي.
۲- په کنړ – خوست او آن چې په وزیر اکبرخان کې به د دوئ طیارې زموږ میلمانه په نښه کوي.
۳- په لکونو مهاجرین به په ژمي کې را باسي او شتمنې به یې ضبط وي
۴- فضل الرحمن به هم دا حق لري چې ووايي په فلسطین کې څه حال دی تاسې د نجونو مکتبونه غواړۍ
۵- په زرګونو افغانان به بندیان وي
۶- زموږ ټول ملت به منیر جان تر یوه پاکستاني قربانوي.
په مقابل کې به زموږ د میوو په سوداګرو بندیز وي. خو د ډبرو سکاره به د ټولې دنیا تر نرخ ارزانه ورځي
د شپې په مهال به د نیول شویو امریکايي ټانکونو برخه هم ور روانه وي
او په نورو برخو باندې به د غبرګون ښودلو حق نه لرو. بلکې خوشحالي به ښيوو، نو خود به واردات له پاکستانه ډیر وي او زموږ صادرات به کم دا حق به هم نه لرو چې ورته ووایو پاکستانه دا ته تر تاجکستان – اوزبیکستانه پورې ولی زما په سینه تیریږي.