تاند ( یکشنبه د لیندۍ/ قوس ۱۸مه) د خیبر پښتونخوا په کورمه سیمه کې د وسله والو کسانو پر امنيتي پوسته د بريد له امله ۱۳ پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.
پاکستاني رسنۍ وایي، په دې برید کې ۶ پولیس وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.
په کوزه کورمه کې د پوليسو يو چارواکي له رسنیو سره په خبرو کې د نوم له خپراوي پرته ویلي،چې دا پېښه د کورمې په خپيانګه سیمه کې په خرسین پوسته وړمه شپه شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې تر برید وروسته نښته شوې،چې تر سهاره یې دوام کړی دی.
سرچینې دا هم ويلي، چې په بريد کې ژوبل شوي سرتېري د ټل پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دې برید مسوولیت تر اوسه چا نه ده منلی.
په کورمه کې وخت په وخت پر امنیتي سرتېرو بریدونه کېږي،خو په دې وروستیو کې سخت زور اخیستی دی.
د کورمې په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې له دوو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې، چې خلک یې اندېښمن کړي دي.