Homeخبرونهمخالفانو د بشار اسد د حکومت د نسکوریدو اعلان له دولتي تلویزیونه...

مخالفانو د بشار اسد د حکومت د نسکوریدو اعلان له دولتي تلویزیونه وکړ

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۸ مه) وسله والو سوري ياغيانو د يکشنبې په ورځ په دمشق ښار کې د سوریې د دولتي راډیو او تلوېزیون له نیولو وروسته په ژوندۍ بڼه د بشار اسد د حکومت د سقوط اعلان وکړ.

د سوریې صدراعظم محمد الجلالي د یکشنبې په ورځ وویل چې په سوریه کې باید آزاد انتخابات وشي ترڅو د دې هېواد خلک خپل مشر په خپله وټاکي.

محمد الجلالي له العربیه شبکې سره په خبرو کې تایید کړه چې د یاغیانو له مشر ابو محمد الجولاني سره په تماس کې دی چې د اوسني انتقالي پړاو د مدیریت په اړه خبرې وکړي. دا ګام د سوریې د سیاسي راتلونکي د جوړولو په هڅو کې یو مهم پرمختګ بلل شوی دی.

د سوریې د مخابراتو وزیر هم ویلي چې له یاغیانو سره په تماس کې دی.

محمد الجلالي زیاته کړه چې د بشار اسد او د سوریې د دفاع وزیر په اړه هیڅ معلومات نه لري. عیني شاهدانو ویلي چې نن سهار یاغیان د دمشق په ښار کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته داخل شوي او د “الله اکبر” شعارونه یې ورکول.

دې شاهدانو د جرمني خبري آژانس ته ویلي: موږ ولیدل چې وسله وال کسان ماڼۍ دننه کېدل او الله اکبر نارې یې وهلې.

دا ماڼۍ چې د “ملت ماڼۍ” په نوم پیژندل کیږي، د دمشق د لویدیځې برخې په مزه سیمه کې موقعیت لري.

په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم یاغیان په ماڼۍ کې دننه او د دروازو مخې ته ښودل شوي دي.

سرچینې وايي چې د سوریې ولسمشر بشار اسد لږ مخکې له دې پیښې له دمشق څخه تښتېدلی و.

داسې ښکاري چې یاغیان بې له کوم مقاومت څخه د ماڼۍ انګړ ته ننوتي دي. راپورونه وايي چې د ماڼۍ دننه دولتي کارکوونکي او امنیتي ځواکونه مخکې تر دې چې  یاغیان هلته ورشي، وتلي وو.

په بریتانیا کې دېره، د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ مشر رامي عبدالرحمن اسوشېټېډ پریس خبري ته ویلي، چې اسد نن سهار له دمشق څخه په یوه الوتکه کې ووت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...