تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۸ مه) د بشاراسد مخالفو وسله والو ځواکونو اعلان وکړ چې سوریه “آزاده” شوې او د دې هېواد “ظالم” ولسمشر بشار اسد تښتېدلی دی.
د هیئت تحریر الشام ډلې، چې له تېرو لسو ورځو راهیسي یې د بشار اسد رژیم د نسکورولو لپاره هلې ځلې پیل کړې وې، په ټیلیګرام کې لیکلي چې یوه توره دوره پای ته رسیدلې او نوی عصر پیل شو.
یاغیانو ویلي چې هغه خلک چې د اسد د رژیم په نیمه پېړۍ کې بې کوره یا زنداني شوي وو، اوس کولای شي خپلو کورونو ته ستانه شي.
هیئت تحریر الشام زیاته کړې چې په “نوې سوریه” کې به ټول خلک په سوله کې ژوند کوي او عدالت به واکمن وي.
نړیوالو اژانسونو هم تایید کړه چې د اسد رژیم پرزېدلی
بېلابېلو نړیوالو رسنیو هم تایید کړې چې دمشق نیولی دی او نوموړی له سوریې وتلی دی..
اسوشیېټیډ پرېس خبري آژانس لیکلي دي: “داسې ښکاري چې د اسد کورنۍ ۵۰ کلن حکومت په سوریه کې پای ته ورسېد.”
رویټرز هم د یوه سوری افسر له قوله راپور ورکړی چې د سوریې پوځ قوماندانۍ خپلو ځواکونو ته ویلي چې د بشار اسد ۲۴ کلن حکومت پای ته ورسېد.
د هیئت تحریر الشام تر مشرۍ لاندې د یاغیانو ناڅاپي بریدونه د لیندۍ میاشتې په اوومه د سوریې په شمال لویدیځ کې پیل شول، او یاغیانو په چټکۍ سره د دې هېواد مهم ښارونه لکه حلب، حماه او حمص ونیول.
د متحده ایالاتو حکومت له ۲۰۱۸ کال راهیسې د هیئت تحریر الشام ډله د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړې ده؛ اروپایي اتحادیه او یو شمېر نور هېوادونه هم دا ډله ترهګره ګڼي.