پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخبرونهد ښځو خلاف د طالبانو د ظالمانه اقداماتو په غبرګون کې ناروې...

د ښځو خلاف د طالبانو د ظالمانه اقداماتو په غبرګون کې ناروې وايي، د افغانستان سفارت طالبانو ته نه سپاري

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۱۶ مه) د ناروې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند له امله به د دې ډلې استازی په اوسلو کې د افغانستان د سفیر په توګه ونه مني.

هغه وویل چې د خپل هیواد د اړیکو کچه به له طالبانو سره کمه کړي او د طالبانو غوښتنه به، چې غواړي په اوسلو کې د افغانستان د سفارت کنټرول ترلاسه کړي، ونه مني.

سره له دې، اسپن بارت ایده (Espen Barth Eide) د پنجشنبې په ورځ وویل چې هېواد به یې یوازې یو “افغان چارواکی” د قونسلي چارو، ویزو او نورو عاجلو مسایلو لپاره ومني.

هغه ونه ویل چې دا چارواکی به د طالبانو په ادارې پورې اړه ولري که د قونسلي چارو مسوولیت به د پخواني حکومت یوه ډیپلومات ته وسپاري.

تر دې مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې ناروې غواړي د افغانستان سفارت د طالبانو یوه استازي ته وسپاري.

ناروې د طالبانو په غوښتنه د سپتمبر په ۱۲مه په اوسلو کې د افغانستان سفارت تړلی و. له تېرو درېیو کلونو راهیسې، د افغانستان سفارت د پخواني حکومت د وفادارو دیپلوماتانو لخوا اداره کېده.

د سفارت له تړل کېدو وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې ناروې غواړي د سفارت اداره طالبانو ته وسپاري.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایده وویل: “موږ طالبانو ته په زغرده ویلي چې که د دوی هدف دا وي چې موږ د افغانستان نوی سفیر په اوسلو کې ومنو، دا ممکنه نه ده.”

هغه زیاته کړه: “په دې وروستیو کې په افغانستان کې داسې نوي محدودیتونه لګول شوي چې په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر ژوند اغیزه کوي.”

د طالبانو مشر د سې شنبې له ورځې د خصوصي او دولتي طبي انستیتوتونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې. طبي انستیتوتونه یوازیني ځایونه وو چې ښځو په کې د قابلګۍ او نرسۍ په برخو کې زده کړو ته دوام ورکاوه.

ناروې له هغو ګوته په شمېر اروپایي هېوادونو څخه دی چې له پیل څخه یې له طالبانو سره اړیکې او همکاري لرلې. خو د طالبانو پراخ محدودیتونه چې د ښځو پر وړاندې یې لګولي دي، د دې لامل شوي چې ناروې هم په خپلو اړیکو بیاکتنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب