جمعه, فبروري 6, 2026
Home+نړېواله فرضيه (نړۍ د امریکا په خوښه!) / شننه: م.ش

نړېواله فرضيه (نړۍ د امریکا په خوښه!) / شننه: م.ش

مريکا پورتنۍ فرضيه په مفکوره بدلول غواړي او د اوږدې مودې ستراتيژۍ له لارې په مختلفو تکتيکونو هغې ته ځان رسوي، چې پدې برخه کې يې په تخميني ډول ۷۰٪ مزل طی کړی او پاتې هغه يې د روسيې، چين، شمالي کوريا او ايران هېوادونو په ټغرې وهلو ټکنی شوی دی.
پخوا به انګرېزان د نړۍ هوښياره او چلاک خلک ښودل کيدل، خو په حقيقت کې د امريکايانو غوندې پاليسي جوړونکي او خپلو موخو ته رسیدونکي وګړي نړۍ کې شتون نلري.
ښه بېلګه يې د دواړو نړېوالو جګړو څخه بريالي راوتل او د دښمن هېوادونو ځپل یادولی شو. دوی له هماغه وخته خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر د ځان په ګټه په مختلفو لويو وچو کې سازمانونه، هېوادونه، نهادونه، ګوندونه او نفوذي ډلې جوړې کړې او تر ننه يې حمايه کوي او ترې کار اخلي او سړه جګړه کې له ټولو مخکښ دي.
هغه هېوادونه چې سترګه يې ترې کيږي، په يو نه يو ډول يې په مستقيم او غېرې مستقيم ډول له پښو غورځوي او يا ورته داسې پلان سازي کوي، چې پرمختګ و نه کړي لکه:
– د ازادۍ ترلاسه کولو په نوم داخلي خوځښتونه
– د بيان ازادي
– د بشر حقونو نقض
– د کيمياوي وسلو استعمال
هغه هېوادونه چې سترګه به يې ترې کيده او يا يې ورته غاړه نه کېښوده، ويې ځپل لکه شوراوي يې دړې وړې کړ، افغانستان، عراق، ليبيا، مصر، تونس، سوريه … کې يې مستحکم نظامونه ختم او ډلې يې پکې بارز رول ته راوستې.
په اوس وخت کې يې روسيې ته اوکراین او پولېنډ جوړ کړي، چين ته يې تايوان، شمالي کوريا ته يې جنوبي کوريا سنګر ګرځولي، ايران، منځني ختيځ او عربي نړۍ يې په اسراییلو محاصره کړي او د افغانستان دپاره پاکستان د بدلون اساسي رول لوبوي.
د دې هېواد پاليسي دومره پېچلې ده، چې هېڅ دوست او دښمن هېواد يې نشي درک کولی، له يوې خوا په روانو جګړو کې وسلې پلوري، ځکه د وسلو معتبرې کارخونې د دوی دي او له بلې لورې بشري مرستې ترسره کوي.
دوی ټوله نړۍ په خپلو رسنيو پوښلې او داسې نشرات پرې کوي، چې د دوی په ګټه تبلیغات او د بل حقيقت پټول پکې شامل دي لکه بي بي سي، امريکا غږ آشنا، آمريکا غږ وي او اې، ازادي، سي ان ان، نيويارک ټايمز، واشنګټن پوسټ، اسوشييټېډ پرېس…
امريکا اوس د ناټو غړو هېوادونو څخه په ګټنه يرغلونه ترسره کوي او بيا خپله قانوني ماهيت ورکوي، اروپايي هېوادونه يې محتاجه ساتلي او د وسلو زیاته اندازه په دوی پلوري او په اسراییلو يې پدې وروستيو کې نسل وژنې ترسره کړې.
اوس وخت کې يې د روسيې په مشرۍ د څو هېوادونو اتحاد چې بريکس يې رامنځته کړی، ستره ويره ده او په وړاندې يې راتلونکي ولسمشر سخت اخطار ورکړی، خو و به ليدل شي، چې د روسيې، چين، هندوستان، برازيل، جنوبي کوریا، ترکيې…
هېوادونو دا اتحاد به څومره موثر او د پاېښت وړ وي.
که په خلص ډول ووايو، اوس دوی د خپلو پاليسيو ۷۰٪ سلنه تطبيق کړې او پاتې هغه يې تر کار لاندې ده، خو ستر ځواکمن هغه څه کولی شي، چې د غريب ولس اوښکې نورې بندې او جابران د خپل عمل په سزا ورسوي.
والسلا

1 COMMENT

  1. ټرمپ به له روسیې سره چې د دغه هیواد تاریخي نظامي رقیب دی د امریکا د اړیکو و ښه کېدو هڅه وکړي، خو ممکن دا کار ډېره پایله ورنکړې. ځکه روسیه اوس د تېرو کلونو په پرتله ځان په سیمه کې برلاسی ویني او په دې پوهېږي چې امریکا د هرې ورځې په تېرېدو په خپلو کور دننه سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ستوزو کې راښکېلېږي او نړۍ د سمبالولو پخوانۍ انرژي او اثر نه دي ورته پاته. پر اوکراین د روسیې د نظامي برید او له دوه نیمو کلونو څخه د زیات وخت لپاره د دغې جګړې د جاري ساتلو، پرمختګ او لاسته راوڼو قضیه د زړه ورتیا د دغه تفکر ښه بېلګه ګڼلای شو. ځکه په دې جګړه کې نه یوازي امریکا د روسیې د مقابل لورې (اوکراین) ترشا ولاړه ده بلکې اروپا او د ناټو غړي هیوادونه هم له اوکراین سره مالي او نظامي مرستې کوي.

    خو له دې هر څه سره سره روسیې وکولای شو چې هم جګړه جاري وساتي هم په سیمه او نړۍ کې د امریکا له رقیبو هیوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې ټینګې او پراخې کړي. له ایران سره یې تازه بانکي اړیکې اغیزناکې کړې، او د بریکس (برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا) چې ایران، مصر، ایتوپیا او متحده عربي امارات هم وروسته ورشامل شول او دا لیست لا د پراختیا په حال کې دی، په چوکاټ کې یې د نوي متحدې کرنسۍ مدیریت او حمایت له چین سره په ملګرتیا په جدیت وکړ.

    د یادې کرنسۍ له چاپ سره به نه یوازي د امریکايي ډالر ارزښت په نړیوال مالي بازار کې خپل ارزښت په تدریج وبایلي، بلکې پر یورو چې د ډالر په پرتله وار له مخې کمزورې ده، هم ناړوه اغېز وکړي. دغه دواړه لږ تر لږه د غربي نړۍ د اقتصادي راکړې ورکړې وسیلې دې او د غرب د اقتصادي وجود په رګونو کې د وینې حیثیت لري. دا چې په راتلونکو کلونو کې د نړۍ د بانکونو او کرنسیو د ډجيټل کېدو په اړه څه راروان دي، بېل بحث ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...