د نړۍ جغرافيايي سياسي وضعيت ورځ تر بلې پېچلی کېږي، د شخړو او جنګونو لمنې پکې غځېږي او د ځينو هېوادونو تجارتي پروټېکشنيزم او ځانځانيو بیا د نړیوال پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ او محدودیتونه راپورته کړي، چې له امله یې د نړۍ ورخلاصون مخ په سختېدو او خرابېدو دی او د ډېرو هېوادونو اقتصادونه ځپل شوي دي. بل لوري ته بیا د نړۍ د نفوس چټک زیاتوالي او د تولیدي توکو د ماشينیزه کېدو پروسې د ډېرو هېوادونو پر ټولنیزو او اقتصادي چارو بد سیوری غوړولی دی.
د نړی ټول هېوادونه د خپلو اقتصادي بنسټونو د پياوړتيا لپاره هڅې کوي او د پرمختګ لپاره یې بېلا بېلې لارې کاروي او ډېری یې بیا سیلاني د نورو اقتصادي هڅو په پرتله ګټور صنعت او بوختیا بولي او هڅې یې هم د نورو اقتصادي هڅو په پرتله پر سیلانیزو چارو ورټولې وي.
د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې سیلاني خورا په چټکۍ وده کوي او اقتصادي چارې یې ورسره غوړېدلې دي.
چين په دې وروستيو کلونو کې سیلانيزو چارو ته پاملرنه اړولې او د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره یې له ویزې پرته د وګړو د تګ راتګ تړونونه لاسلیک کړي دي.
د چين د مهاجرت ملي ادارې څو ورځې مخکې له وېزې پرته له دغه هېواد څخه د تېرېدو يا ترانزېټ نوې تګلاره اعلان کړې، چې له مخې يې د روسيې، برازیل، بريتانيې، امريکې او کاناډا په ګډون د ۵۴ هېوادونو وګړي د ترانزېټ پرمهال په چين کې د ۲۴۰ ساعتونو (لس ورځې) لپاره پاتې کېدای شي. بر سېره پردې، د بهرنيو سېلانيانو لپاره یې نور ۲۱ بندرونه پرانیستلي، چې په دې سره یې د پرانېستو بندرونو شمېر ۶۰ ته رسیدلی او د هغو سيمو شمېر يې هم زیات کړی، چې بهرني سېلانيان پکې پاتې کېدلی شي.
د چين په دغې چارې سره به د ډېرو هېوادونو سوداګر او سیلانیان دغه هېواد ته ورمات شي، چې پر مټ به یې د دغه هېواد سیلانيزې، سوداګریزې او اقتصادي چارې نورې هم ورسره وغوړېږي.
سیلاني له اره کومه اقتصادي بوختيا نه ده، بلکې دا د بشر د هيلو يوه ټولګه بللی شو، چې يو کس په خپلو امکاناتو له یوې سیمې لیدنه کوي او دغه لیدنه یې د خلکو اقتصاد په خوځښت راواستلی شي.
د سیلانيزو سیمو اوسیدونکو ته د سیلانيانو سفرونه ګټور تمامېږي، ټرانسپورټ، هوټلونه او رسټورانټونه یې ورسره بوختېږي او د خلکو روزګار او اقتصاد ورسره غوړېږي.
کله چې يو کس په خپلو شخصي امکاناتو بل ځای ته سفر کوي، نو اړ دی، چې په همغې سیمې کې خوراک، څښاک او د ژوند نور اړين توکي واخلي او ویې کاروي.
د چين د مهاجرت ملي ادارې د ډسمبر په ١٧مې نېټې ويلي، چې د روان کال په تېرو ۱۱ مياشتو کې ۲۹ ميليونو او ۲۱۸ زرو بهرنيو وګړيو له دغه هېواد څخه ليدنه کړې، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۸۶.۲ زياتوالی ښيي او په دې جملې کې د هغو بهرنيانو شمېر ۱۷ ميليونه او ۴۴۶ زره ښودل شوی، چې له وېزې پرته يې چين ته سفرونه کړي او دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۱۲۳.۳ زياتوالی ښيي.
د نړۍ د ۵۴ هېوادونو وګړي که غواړي د چين له لارې درېيم هېواد او سيمې ته ولاړ شي، نو له ویزې پرته د دغه هېواد د ټاکلو سيمو په حدودو کې د ۲۴۰ ساعتونو لپاره پاتې کېدای شي.
بهرنيان کولی شي، چې د چين د سیلانۍ د نوې تګلارې په رڼا کې په اسانۍ دغه هېواد ته ولاړ شي، له سیلانيزو سیمو یې لیدنه وکړي او هم سوداګريزې چارې ترسره کړي.
چين ته د بهرنيو وګړيو په ورتګ سره به د دغه هېواد سيلانيز صنعت لا ډېر سوداګريز فرصتونه ومومي او اقتصادي پرمختګ ته به يې نوی خوځند ځواک برابر کړي.
چین د تېر ۲۰۲۳م کال له جولای راهيسې د سفر او ترانزېټ لپاره اسانتياوې برابروي او خپلې تګلارې کې بدلونونه راوالي او د ګڼو هېوادونو اتباعو لپاره یې د تګ ـ راتګ اسانتياوې برابرې کړې دي.
چين تراوسه له ۲۶ هېوادونو سره له وېزې پرته د وګړو د متقابل تګ راتګ تګلاره پلې کړې، د ۳۸ هېوادونو اتباعو ته يې په يو اړخيز ډول له وېزې پرته د سفر اسانتياوې برابرې کړي، له ۱۵۷ هېوادونو او سيمو سره يې له وېزې پرته د خلکو د متقابل تګ راتګ تړونونه لاسليک کړي او اوس یې د ۵۴ هېوادونو د وګړيو لپاره له ټرانزيټي وېزې پرته په دغه هېواد کې د پاتې کېدو تګلاره اعلان کړې ده.
افغانستان ډېرې لرغونې او تاريخي سیمې لري او طبیعي منظرې يې زړه راښکونکې دي، نو اوسنيو واکدرانو ته يې بویه چې په کوردننه نرمې او اسانې تګلارې غوره کړي، څو بهرنۍ نړۍ ته یې ښه تصوير وړاندې او سیلانيان ورمات شي.