تاند (دوشنبه/ د قوس ۲۶مه) — نن د ډسمبر ۱۶مه د بنګله دېش د شخړې په سر د هندوستان او پاکستان تر منځ د ۱۳ ورځني جنګ په نتیجه کې د پاکستان د ۹۳ زرو پوځیانو د تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول.
د ۱۹۷۱ د ډسمبر په میاشت کې له یادې تسلیمۍ څخه وروسته له یو شمېر پاکستاني پوځیانو څخه پتلونونه هم و اېستل شول، او ویل کیږي چې دا کار یې له دې امله ورسره وکړ چې د پاکستان پوځ د بنګله دېش په خاوره د یرغل په ترڅ کې په سلګونو زرو بنګالیو ښځو باندې جنسي تېري کړي وو.
د ۱۹۷۱ د ډسمبر په ۱۶مه د پاکستان د پوځ تسلیمي د تاریخ تر ټولو لویه پوځي تسلیمي بلل کیږي چې په ترڅ کې یې ۹۳ زرو عسکرو خپلې وسلې پر ځمکه کېښودلې او په ټیټو سترګو یې ماته ومنله.
د تسلیمۍ مراسم د هندوستان د پوځ او بنګله دېشي ځواکونو د مشر تورن جنرال جګجیت سنګ اروره تر هدایت لاندې د پاکستان د پوځ مشر تورن جنرال امیر عبدالله خان نیازي (جنرال نیازي) له خوا د بنګله دېش په پلازمېنه ډهاکه کې د تسلیمۍ د سند په لاسلیکولو سره پیل شول.
په دغو مراسمو کې د بنګله دېشي ځواکونو د لوی درستېز مرستیال او د بنګله دېش د حکومت استازي مارشال عبدالکریم خندکر او دغه راز د پاکستان له خوا د دغه هېواد د سمندري ځواک قوماندان محمد شریف او د پاکستان د هوایي ځواک قوماندان پاترېک ډیسمونډ کالاګهان (انګرېز) هم برخه لرله او هغوی هم د تسلیمۍ په سند لاسلیکونه وکړل.
د پاکستان د پوځ د تسلیمۍ په سند کې راغلي، چې د پاکستان ختیځه قومانداني توافق کوي چې په بنګله دېش کې موجود ټول پاکستاني وسله وال ځواکونه د هندوستان او بنګله دېش د ځواکونو قوماندان تورن جنرال جګجیت سنګ اروره ته تسلیمیږي.
سند وایي، په دې تسلیمۍ کې د پاکستان ځمکني، هوایي او سمندري ځواکونه، نیمه پوځي او ملکي وسله وال ځواکونه ټول شامل دي.
د پاکستان د تسلیمۍ په سند کې راځي چې، د پاکستان ختیځه قومانداني به د سند له لاسلیکولو څخه سملاسي وروسته د تورن جنرال جګجیت سنګ اروره تر قوماندې لاندې راځي او که چا ناوړه حرکت وکړ سزا به ورکول کیږي.
په ۱۹۴۷ کې له سیمې څخه د برتانیا له وتلو وروسته لوی هندوستان په دوو برخو ووېشل شو چې یو اوسنی هندوستان بل پاکستان او پاکستان له دوو ټوټو څخه تشکیل شوی و چې یوه ټوټه یې لوېدیځ پاکستان او بله یې ختیځ پاکستان (بنګله دېش) وو، خو کله چې د ۱۹۷۰ د ډسمبر د ۷مې په انتخاباتو کې د ختیځ پاکستان یا بنګله دېش کاندید شیخ مجیب الرحمان اکثریت سیټونه وګټل، د اوسني پاکستان مشر یحی خان د واک له ورسپارلو څخه انکار وکړ.
نتیجه دا شوه چې بنګله دېش مدني سرغړونو ته مخه کړه او دغه سرغړونې ورو ورو په پاڅونونو او وسله وال مقاومت باندې واوښتلې.
آج 11 دسمبر ہے اور پاکستانی فوج کی بنگال میں رسم پتلون اترائی کی 53 ویں سالگرہ قریب آرہی ہے اور اگرچہ اس واقعے کو بھولانے کو سانحہ APS پشاور کروایا گیا تھا لیکن ہم ان پتلون چھوڑ کر بھاگنے والوں کو نہیں بھولنے دیں گے اور اب سونے ک دعا پڑھ لیں
یہ جو دھشتگردی ہے
اسکے پیچھے وردی ہے pic.twitter.com/5abvd9NuRr— Shafiq Ahmad Adv (@ShafiqAhmadAdv3) December 11, 2024
د پاکستان واکمن یحی خان د ۱۹۷۱ د مارچ په ۲۵مه په بنګله دېش کې د سرچ لایټ اپرېشن په نامه عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې د بنګالیانو نسل وژنه شروع کړه، تر درې میلیونو پورې بنګالیان یې ووژل او تر څلورو لکو پورې ښځو باندې یې جنسي تېري وکړل.
پاکستاني امامانو خپلو پوځیانو ته فتوا ورکړه چې د بنګالیانو او په ځانګړې توګه د بنګالي هندوانو ښځې وینځې دي او هغوی کولی شي چې د جنسي عمل لپاره ترې استفاده وکړي.
په بنګله دېش کې د پاکستاني پوځ له خوا د ځایي خلکو پر وړاندې د څو میاشتو بې رحمانه چلند او وژنو د هندوستان لومړۍ وزیره اندیرا ګاندي مجبوره کړه چې لاس په کار شي او د ۱۹۷۱ د ډسمبر په ۳مه یې خپل پوځ ته د مقابلې امر وکړ.
بالاخره د ۱۹۷۱ د ډسمبر په ۱۶مه یعنې د هندوستان – پاکستان د جنګ په ۱۳مه ورځ پاکستاني ځواکونو د تسلیمۍ سر ښکته کړ، وسلې یې په ځمکه کېښودلې او وروسته ترې د خپل شرموونکي عمل د عکس العمل په توګه پتلونونه هم واېستل شول چې اوس یې نه یوازې هندیان او بنګالیان بلکې بلوچان او پښتانه هم د پېغور په توګه ور یادوي.
سړی هلته خپه شي چې بيا همدې جبون پوځ د پنځه زره کلن تاريخ له مدعیانو شنه سپين تور خډلان جوړ کړي او نيمه پيړۍ شوه چې ددين په نوم يوبل پرې داړي، او اوس د ژوند مدنيت وانسانيت وروستۍ نښي هم پرې توږي…