جمعه, دسمبر 20, 2024
Homeخبرونهپوتین د اوکراین د جګړې پای لپاره ټرمپ سره خبرو ته چمتووالی...

پوتین د اوکراین د جګړې پای لپاره ټرمپ سره خبرو ته چمتووالی وښود

تاند (جمعه د لیندۍ/ قوس ۳۰مه) د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وایي، د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ سره د اوکراین جګړې پای‌ته رسولو په تړاو خبرو ته چمتو دی.

ټرمپ چې، ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې امریکا کې واک تر لاسه کړي، ژمنه یې کړې، چې د اوکراین جګړه به پای ته رسوي.

پوتین د روسیې خلکو ته د سوال او ځواب په کلنۍ غونډه کې ویلي، له ټرمپ سره کتنې ته چې په خبره یې، له کلونو راهیسې یې ورسره نه دي کتلي چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته د نوي حکومت جوړولو بهیر روان دی، د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي، چې یوازې د اوقیانوس بحر د سیمو ترمینځ اتحاد (ټرانس اېټلانټېک الاینس) په اوکراین کې جګړه درولای او سوله پر ځای کولای شي.

د نوموړي اشاره د امریکا او اروپا اتحاد ته وه، چې د اوقیانوس سمندر دواړو خواوو ته پراته دي.

په برسلز کې غونډه په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین ښارونه او بېخبنا په دوامداره توګه د روسیې د بې پیلوټکه الوتکو او توغندیو تر بریدونو لاندې دي او د دې ترڅنګ د وسلو او سرتېرو له کمښت سره مخامخ د اوکراین پوځ د هغه هېواد په ختیځ کې د روسیې د چټک پرمختګ د مخنیوې په ترڅ کې له زیاتېدونکو مشکلاتو سره مخامخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب