جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد طالبانو لوی درستیز؛ افغانان ښځینه او نارینه ډاکترانو ته اړتیا لري

د طالبانو لوی درستیز؛ افغانان ښځینه او نارینه ډاکترانو ته اړتیا لري

تاند ( جمعه د لیندۍ/ قوس ۳۰مه) د طالبانو د حکومت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت وایي د یوه نظام لپاره طبي زده کړي فرض عین دي.

د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په طبي برخه کې د ښځینه وو او نارینه پر زده کړو ټینګار کړی دی.

یاد وزارت ویلي: « افغانستان ښځینه او نارینه ډاکترانو ته اړتیا لري، څو په لوړ همت د خپلو خلکو خدمت وکړي.»

فطرت دا خبرې د طبي علومو په علمی او مسلکی اکادمۍ کې کړې دي.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې کابو یوه میاشت کېږي د طالبانو حکومت د نجونو پر وړاندې یواځینۍ د طبي زده کړو دروازه هم بنده کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ وایي، طالبانو نجونې په څلورو دیوالونو کې ایسارې کړې دي چې دا پریکړې د ژورخپګان د اخته کیدو سبب شوې.

بنټ وړمه ورځ چهارشنبه “زده کړې په تمه نشي پاتې کېدی”په نوم نړیوال تعلیمي بنسټ ته وویل، “د طالبانو د ظلم او ستم سیستم د دې سبب شوی دی چې په خلکو کې ځان وژنې ته لیوالتیا زیاته شي”.

3 COMMENTS

  1. ورک شه فطرته،
    تاسې يو څه واياست او مشرتابه مو بل څه.
    شيرمحمد عباس ستانکزی هم ستا په شان ټغيږي، خو څوک يې خبره نه اوري.
    دلاور ملاور هم يو څه پرړې کړې وې، خو نن د چرګانو ټوغي وهلی او غږ يې ټپ دی. چا ويل چې له خپلې خبرې په شا شوی دی.
    تاسې ټول همدغسې يو ډول ناولی ذهنيت لرئ چې زده کړې درته له کفر کمې نه ښکاري.

  2. نن ورځ انسانان او حکومتونه حتی د حیواناتو د درملنی او ښه صحت لپاره حیوانی ډاکټران ، کلینیک او مجهزی شفاخانی لری او د انسان لپاره خو هیڅ سوال نه پیدا کیږی چي صحت ته یی توجه ونشی ځکه چي ( عقل سلیم در بدن سالم است)۰
    نو حکومتونه کوشش کوی چي ښه خدمات خپلو خلکو ته وړاندی او ملت یی روغ وی مګر هغه څوک چي یوه ورځ فاکولته تړی ،بله ورځ استادان شړی او د صحی خدماتو بیخ و بنیاد ورانوی ؛ اول دا انسان اهل ددی کار ندی یا منافق دښمن په استخباراتی لوبو افغان ملت تحقیر او دومره جاهل معرفی کوی چي د صحت او رفاه په میدان کی هیڅ نلری او یا باید پنجاب ته محتاج او د احتیاج د ذلت له بار نه دا ملت خلاص او خود کفایی نه تل محروم او ذلیل وی .
    اسلام او انسانیت دا ډول امرا او قیادت په خپل تاریخ کی نلری او دا موهوم آدرس د شر انګیزی له ځالې پرته بل حیثیت نلری .

  3. له ياده بايد ونه باسو که اافغان اولس غلي او پاسيف ناست دی خو حضرت ساحبان، پير ساحبا، اغاساحبان او دا نور هم نظره ساحبان روحانيو هم غلي ناست دي. ايا دا ساحبان دد بي وزله اولس په مقابل کوم مسوليت نه حس کوي ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...