Homeخبرونهد بې پولې خبریالانو ټولنه؛ طالبانو په یوه کال کې ۱۲ رسنۍ...

د بې پولې خبریالانو ټولنه؛ طالبانو په یوه کال کې ۱۲ رسنۍ تړلي

تاند ( جمعه د لیندۍ/ قوس ۳۰مه) د بې پولې خبریالانو ټولنه RSF وایي،چې د طالبانو حګومت شاوخوا یوه کال کې ۱۲ رسنۍ تړلې دي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې د دې ترڅنګ طالبانو د آرزو ټلویزیون ۷ کارکونکي تر اوسه په کابل کې بندیان دي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې پرون پنجشنه (د لیندۍ ۲۹مه) پر خپله ایکس پاڼه له طالبانو غوښتي، چې د یاد ټلویزیون کارکوونکي خوشې کړي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې د جنوبي اسیا د څانګې مشرې، سیلین مرسیر ویلي، چې د رسنیو په وړاندې د طالبانو “ظالمانه” چلند په وروستیو میاشتو کې سخت شوی دی.

دې ټولنې د ټولو نیول شویو خبریالانو په بې قید او شرطه خوشې کولو ټینګار کړی او ټینګار یې کړی، چې رسنۍ حق لري افغانانو بې پرې معلومات ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...