چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Home+د ژباړې په اړه لنډه یادونه/ عبدالعزیز نایبي

د ژباړې په اړه لنډه یادونه/ عبدالعزیز نایبي

د ویونکو ترمنځ د اړیکو یو پُل ویلی شو، بلکې د یوې ژبې په بډاینه او غوړېدنه کې هم مهمه ونډه لرلی شي. د ژباړو په وسیله کېدای شي چې د پرمختللو تمدنونو د وگړو پوهې او تجربې خپلو ټولنو ته راولېـږدوو، یا هغه پوهې او علوم چې ترې بې برخې یوو، د نورو د اثارو په ژباړلو سره، خپل کړو. دغه راز د ژباړو په وسیله ممکننه ده چې یو ملت خپل ملي او کلتوري ارزښتونه، تاریخي ویاړونه نړۍ ته وروپېژني. لوی استاد پوهاند عبدالحی حبیبي د ژباړې د ارزښت او اړتیا په اړه وایي:

«ژباړه د ملتونو د مدني او علمي ژوندانه یو له مهمو اړتیاوو څخه گنل کېـږي. کله چې یو ملت د ژوندانه له لومړنېو پـړاونو څخه تېریـږي او ټولنیز او عقلي تکامل پېلوي، بې له شکه چې د نورو له معلوماتو، پوهې او بصیرت څخه چې له دوي څخه پېشقدمه دي، گټه اوچتوي. دا مهم او ستونزمن پـړاو، د نورو د علمي اثارو او پوهې له زېرمو څخه د ژباړې په وسیله، تېروي. په دې اساس ژباړه د هر ملت لپاره د فکري او عقلي ارتقا یو پـړاو گڼل کېـږي.»(۱) 

د نړۍ له نورو ژبوو په تېره بیا له عربي څخه پښتو او دري ته، ډیر پخوا یو شمیر اثار د ابوریحان البیرونی، ابن سینا، ابو محمد هاشم سرواني او داسې نورو علماوو لخوا ژباړل شویدي. د پوهاند عبدالحی حبیبي د څېـړنو له مخې، له اروپايي ژبو څخه هم پښتو او دري ته ژباړې اوږده مخینه لري؛ هغه په دې اړه لیکلي دي:

«که څه هم ژباړه زموږ په خاوره کې له زرو کلونو څخه زیاته مخینه لري خو له اروپايي ژبو، په ځانگړي توگه له انگلیسي او فرانسوي، دغه راز له عربي او ترکي څخه، پښتو او دري ته ژباړې په افغانستان او ایران کې له ۱۲۵۰هجري کال څخه وروسته پېل شوې دي. تر کومه ځایه چې پوهېـږو د ۱۲۹۰هجري کال شاوخوا، د امیر شیرعليخان د واکمنۍ پرمهال و چې قاضي عبدالقادر، د عسکري قوا (اصطلاحات) له انگریزي څخه پښتو او دري ته راوژباړل او په کابل کې یې چاپ کړ. د ۱۳۰۰هجري کال په حدودو کې، د امیر عبدالرحمن خان په دوره کې له عربي او انگریزي څخه گڼشمېر ژباړې ترسره شوي دي؛ تر دې پورې چې په ۱۳۲۳قمري کال د مولوي عبدالرووف قندهاري په مدیریت چې د شاهي مدرسې مدرس و، د سراج الاخبار لومړنۍ گڼه په کابل کې چاپ او خپره شوه.»(۲)

وروسته بیا د محمود طرزي په څېر د مخکښو لیکوالانو او پوهانو ژباړې د خپل عصر غوره بېلگې یادولی شو. له بده مرغه زموږ لیکنیزو ژباړو ته د جگړو او کړکیچنو په دوروو کې زیان اوښتی دی. له انقلابونو او سیاسي بدلونونو سره غبرگ، ژباړې هم له خپلو هسکو او ژورو پـړاونو څخه تېرې شویدي.

پدې وروستیو څو کلونو کې پښتو ژبې ته د نړۍ له بېلابېلو ژبو څخه ډیر مهم اثار ژباړل شویدي، چې د کمیت او کیفیت له پلوه یې، تله درنه ده. د بېلگې په توگه به له نړیوالو ادبي شهکارونو څخه پښتو ژبې ته د داکتر لطیف بهاند دا ژباړې د نمونې په توگه یادې کړو:

– نااشنا لیک،

– قمارباز، د فیودور میخائیلویچ داستایوفسکي لیکنه،

– جگړه او سوله، د لیف تولستوی لیکنه،

– اناکارینینا، د لیف تولستوی لیکنه.

د ژباړې اړتیا، گټې او تاریخ مو لنډ له نظر څخه تېر کړ، اوس به دې ته تم شو چې زموږ ننۍ ژباړې څومره سمې او په اصولو برابرې دي. پدې پوهېـږو چې ژباړې د خپلو ځانگړتیاوو له مخې ټولې یو شان نه ترسره کېـږي؛ یعنې ژباړه تر ژباړې پورې فرق لري، مثلاً: د دیني، ادبي، علمي، عرفاني او فلسفي اثارو ژباړې؛ دغه راز هغه ژباړې چې د ورځینیو اړتیاوو له مخې (له شاهي ماڼۍ څخه نیولې بیا تر یوې کوچنۍ دولتي ادارې پورې) په لیکنیز او وینیز ډول تر سره کېـږي. هره ژباړه پر خپل ځای، خپل ارزښت لري، ځکه نو ژباړن ته په کار دی چې دا مهمه چاره په پوره دقت، مسوولیت او امانتدارۍ سره ترسره کړي. 

نېـږدې شل کاله وړاندې په کابل د یوې رادیو د خبرونو ویاند وم. کله، کله به د مخامخ خپرونو پرمهال، بېـړنی خبر راورسېد چې متن به یې په دري و، د موضوع د اهمیت له کبله باید خبر، پښتو خبري بولتن کې نیول شوی وای او بیا نطاق لوستلی. د خبرونو د متن ادیتر او لیکوال مو ښاغلي حیات حُرمت و. هغه په خپل کار کې استاد و، د ژوندیو نشراتو پرمهال به د پرودیسر په اجازه ستدیو ته ننوت، د نطاق ترڅنگ به کښیناست، په قلم کاغذ باندې به یې ډیر کم وخت کې خبر له دري څخه پښتو ته وژباړه؛ داسې سوتره او روانه ژباړه، ته وا د اول لاس متن دی، نه کومه ژباړه. 

د تخنیک پرمختگ نن سبا د ژباړو لپاره اسانتیاوې ډیرې کړي دي. په انترنیت کې د ژبو قاموسونو ته لاسرسی، د بېلابیلو موضوعاتو په اړه د معلوماتو پلټنه، دغه راز د نړۍ په گوټ – گوټ کې له پوهانو سره د اړیکو نیول، د بېلگو په ډول یادولی شو. خو له دغو اسانتیاوو سره، سره له بده مرغه ځینې ژباړې دومره ناقصې او له ستونزو ډکې وي، چې اصلاً لوستونکی د مضمون له لوستلو څخه مفهموم نه شي اخیستلی. کله، کله داسې خبرې اوروو یا یې لولو چې په هېڅ کتاب برابرې نه وي. په دې اړه به یوه بېلگه راوخلم: 

د هندي فلم «تورباز» په یوه صحنه کې لاندي انگلیسي عبارت، پښتو ته ژباړل شوی دی چې یو کم سواد لوستونکی هم له ورایه پرې پوهېدای شي چې ژباړه څومره ستونزه لري: 

The world will not find rest by just saying “peace”

ژباړه: نړۍ به د«سولې» په واسطه آرمۍ ونه پیژني

زه گمان نه کوم چې دا عبارت به د ژباړې کوم «اپلېکیشن» له انگلیسي څخه پښتو ته اړولی وي، ځکه «گوگل ترانسلېت» او «چټ جي پي ټي» ترې په کراتو، دا عبارت ښه ژباړي؛ لږ تر لږه د لوستونکی ذهن ته یو ناقص مفهموم نه لېـږدوي. له دې څخه ښکاري چې یاده ژباړه داسې یو کس کړې چې یا خو یې سواد کم او پر موضوع احاطه نه درلوده، یا یې عمداً د چا په لارښونه، دا بې توله او ناسم کار ترسره کړې دی. لوی استاد پوهاند عبدالحي حبیبي کلونه وړاندې د دې ډول ژباړو په اړه خپله اندېښنه داسې څرگنده کړې ده: 

«باید ووېل شي چې په ژباړو کې د فصاحت نشتوالی، پېچلتیا، ابهام او ناسم تعبیر، روزمره پر دواړوو ژبو باندې غلبه کوي، او که دې کار ته پاملرنه ونشي، پښتو او دري ژبې به فساد ته سوق کړي.»(۳)

ټول پوهان په دې سلا دي چې د یوې ښې ژباړې لپاره ضروري ده چې ژباړونکی د ژباړې پر موضوع باندې احاطه ولري، د مبدا او مقصد پر ژبو حاکم وي او کافي سواد ولري. ځینې خبرې او لیکنې داسې وي چې هغه د یوې ژبې د ویونکي په دود دستور، تاریخ، جغرافیه، ادب، دین او کلتور کې ژورې رېښې لري، د داسې خبرو او لیکنو ژباړل بلې ژبې ته ساده نه وي؛ ځکه نو د ژباړونکي علمي تبحر، معلومات، تجربه او مهارت د ژباړې لپاره اړین بلل کېـږي.

سرچینه:

۱- حبیبي، عبدالحی. «وسایل و شرایط ترجمه و تاریخچه آن» درباره ترجمه، نشر کرده اتحادیه نویسنده گان ج.د.ا. ص(۱) 

۲- همدا اثر، ص(۶،۷)

۳- همدا اثر، ص(۸)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب