شنبه, دسمبر 21, 2024
Home+احمدحسین الشرح ( ابو محمد الجولاني) ته لیک/ پاکیزه آرزو

احمدحسین الشرح ( ابو محمد الجولاني) ته لیک/ پاکیزه آرزو

ښاغلی الجولاني السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

هیله ده تاسو او ستاسې ښایستې سوریې به اوس د هوساینې سا اخیستې وي، اوسني او راتلونکي نسلونه به مو د جابر فرعوني حاکمانو له وحشته په امان وي.

ښاغلی الجولاني! زه یوه افغانه ښځه، یعنې یوه افغانه لور، یوه افغانه خور او افغانه مېرمنه یم. زه تاسو ته له افغانستان څخه نه له کاناډا څخه دا لیک لیکم. ښایي تاسو به دا ووایاست ولې لیک له کاناډا څخه لیکې، ته خو افغانه یې او باید په افغانستان کې وای؟ هو؛ زه افغانه یم خو په افغانستان کې نه یم ځکه په افغانستان کې چې اسلامي امارت حاکم شو او د اسلامي حاکمیت سرتېري مجاهدین راغلل، زه د ماستري دورې د لومړي کال محصله وم او زه هم لکه میلیونونه افغانان او سوریایان د جابر حاکمیت له ډاره له هېواده ووتم او له دې وتلو سره درې کاله کېږي چې زما افغانې نجونې بې تعلیمه په کور کې بندې او د کار حق ترې اخیستل شوی دی. ما او لکونو افغانانو د طالبانو له ډاره هجرت وکړ خو د اسلامي مجاهدینو په وینا وتښتېدم ځکه وتښتېدم چې په افغانه ټولنه کې ما ته نور ځای نه و او په دې تاسو بهتره پوهېږئ چې ولې ځای نه و ځکه تاسو په خپلې وروستۍ مرکې کې د افغانستان مثال ورکړ او ومو ویل چې « سوریه به هېڅکله افغانستان غوندې نه شي او نه به داسې حکومت ولري لکه د طالبانو ځکه د سوریې او افغانستان د خلکو تر منځ ډېر توپیر دی. د سوریې د خلکو فکر، فرهنګ او حکومت د سوریې په تاریخ پورې تړلی او افغانستان یوه قبیلوي ټولنه لري او داسې ګومان نه کوو چې سوریه دې د افغانستان غوندې نظام ولري.»

دا چې ته هم یو اسلامي مجاهد یې او د القاعده مشهورې ډلې غړیتوب دې لرل/لرې او القاعده هغه ډله وه چې مشر یې اسامه بن الادن په افغانستان کې مېشت و او د ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټه یې د امریکا د متحده ایالتونو تجارتي برجونه په وحشت ناک ډول په نښه کړل او زرګونه بې ګناه امریکایان یې ووژل. هغې حملې امریکا ته دا موقع ورکړه چې په افغانستان کې د جهاد په نوم شل کلن وحشت ته لاره جوړه کړي نورو جزیاتو باندې تاسو خپله بهتره پوهېږئ… 

زه خوشاله په دې یم چې د یوې سخت دریځې جهادي ډلې غړیتوب لرې خو په فکري لحاظ دېر متمدن ښکاري او دا روڼ اندي او متمدنتوب هم ستا په ظاهر او هم ستا په باطن کې ښکاري. زه درته خوشاله یم چې حداقل طالبانو غوندې نه یې له سخت دریځي سره عصري تمدن هم منې او تر ټولو ښه دا چې د عربي ټولنې د پخوانیو رواجونو برخلاف چې نجونۍ به یې ژوندۍ خښولې او اوسنۍ ټولنه چې ښځې د حجاب په نوم قیدې دي ته هغه رواجونه مردود ګڼې، ښځو ته درناوی کوي او د ښځو تعلیم حلال درته ښکاري. ستا له دې ښه فکر او نېکو احساساتو څخه د یوې ښځې په توګه زه مننه کوم او تاسو ته درناوی وړاندې کوم. 

تاسو په وروستۍ مرکې کې وویل: « نه غواړئ سوریه لکه افغانستان داسې شي.» ښایي زه ستا خبرې کټ مت نه راخلم او یوازې مفهوم یې بیانوم ځکه ساده ژبه د تفاهم ښه مرجع ده. کله چې په همدې مرکې له تاسو د افغانستان او د سوریې د مقایسې پوښتنه کېږي او خبریال له تاسو پوښتنه کوي: « دې سوریې په فرهنګ کې د ښځو تعلیم، کار او ان د شرابو څښل درته د منلو وړ دي؟» 

تاسو ځواب کې وویل: « هو، زه د ښځو د تعلیم پلوی یم او بیا مو د سوریې د یوه پوهنتون مثال ورکړ چې ۸ کاله کېږي هلته نجونې زده کړې کوي او د نجونو د ګډون برخه تر ۶۰ سلنه لوړه ده.»

دا هم د خوشالۍ خبر دی چې د سوریې په وحشي حاکمیت کې پوهنتون او ښوونځي تړلې نه و او د هلکانو تر څنګ نجونو هم تعلیم کاوه. زه د نړۍ په هر ګوټ کې د نجونو او ښځو په ښه ژوند خوشالېږم ځکه موږ افغانې ښځې او نارینه ۴۶ کاله کېږي د اسلامي جهاد په نوم د قدرت طلبي د وحشي جګړو ښکار یو او دا جهاد لکه ستاسو د سوریې جهاد په رحمت نه په عذاب باندې اوښتی دی او په ځانګړي ډول ښځې د دې جهاد سخت دریځي له ژونده زړه تورې کړي دي. 

تاسو پوهېږئ؟ ۴۶ کاله پخوا د پخواني شوروي اتحاد په خلاف د جهاد پیل له پوهنتون څخه وشو او د هغه وخت اسلامي مجاهدینو چې د امریکې او ټولې نړۍ مالي او معنوي ملاتړ یې لرل خپل جهاد یې د نجونو پر مخ په تیزاب شیندلو پیل کړ ځکه د دوی په باور د ښځو تعلیم په اسلام کې حرام دی خو جالبه دا ده چې تاسو د یوه عرب په توګه چې قرآنکریم هم په عربي ژبه او عربي پیغمبر نازل شوی د ښځو تعلیم حلال ګڼئ؟ زه مسلمانه یم او ښه دینداره مسلمانه یم اما تر اوسه په دې نه یم پوه شوې چې د عربو مجاهدینو ته د ښځو تعلیم حلال ښکاري او د افغانستان مجاهدینو ته ولې مباح او حرام ښکاري؟ زه هېڅ نه پوهېږم دا څرنګه دین دی چې عربو ته هر څه پکې حلال دي او افغانانو ته هر څه پکې حرام دي؟

زه پوهېږم، زما په دې پوښتنه به ته وخاندې، ښایي ملنډې درته ښکاري شي. ښایي طالبان د کفر فتوا ورکړي او زما د مرګ جواز صادر کړي خو ایا زما پوښتنه ناسمه ده؟

ته به ووایې هو، ناسمه ده. ځکه د اسلام په مبارک دین کې د ښځو تعلیم مباح او حرام نه دی. الله (ج) په لومړنۍ سورې کې د تعلیم ارزښت بیان کړی او پیغمبر (ص) په خپل حدیث کې فرمایلي: « تعلیم  په نر او ښځې فرض دی.» 

ښایي ستا ځواب به ماته دا وي چې دا د اسلام یا د عربو رواج نه دی چې ښځې دې تعلیم نه کوي، دا د افغانستان د قبیلوي ټولنې ستونزه ده. هو؛ رښتیا ستاسو له قبیلوي مقایسې رایاده شوه. تاسو په خپلې مرکې کې وویل: « افغانستان یوه قبیلوي تولنه لري.» په دې برخه کې نه یوازې زه بلکې ۴۰ میلیونه افغانان درڅخه خفه شول او هم درته په قهر دي ځکه تا یوه داسې ډله چې په نه په اسلام او نه په افغانیت باور لري د ټول افغانستان له وګړو او تاریخ سره دې مقایسه کړل، سوریه دې لوړه او افغانستان دې په نړیواله کچه توهین کړ.

 زه غواړم تاته یوه مشوره درکړم، لومړۍ خو افغانستان په اوس مهال کې قبیلوي ټولنه نه لري ځکه افغانستان جمهوریتي نظامونه تجربه کړي دي او په میلیونونه افغانان تعلیم یافته دي نو افغانستان قبیلوي ټولنه نه ده. دا چې طالبان قبیلوي چلند کوي دا قبیلوي چلند دوی ته هدایت شوی او دا هدایت د هغه چا لخوا ورته شوی چې دوی یې په ۱۵ ورځو کې قدرت ته ورسول. 

زه غواړم تاسو ته ووایم، ټول افغانستان طالبان نه دي، افغانستان ۵۰۰۰ کلن تاریخ لرې. د آریانا نوم به دې حتمن اورېدلی، آریانا یعنې لرغونی افغانستان چې پلازمینه یې« بخدي» اوسنۍ بلخ و. په اریانا کې « ویدي» او د «اوستا» تمدن د بشر له لومړنیو پرمختللي تمدنونو څخه و چې په بشري تاریخ کې یې پرتله د روم او یونان له تمدنونو سره کېږي.

زه نه غواړم تاته ۵۰۰۰ کلن تاریخ تشریح کړم خو تاسو ته د یوې افغانې په صفت مشوره درکوم چې بل ځل چې د افغانستان په هکله خبرې کوې زموږ تاریخ، فرهنګ او خلکو ته توهین مه کوه او دا په یاد ولره چې ټول افغانان طالبان نه دي. 

کله چې د افغانستان په هکله غږېږې، لږ مطالعه کوه، ډېر لرې مه ځه، لڼد ۱۰۴ کاله وړاندې د افغانستان تاریخ ولوله. پوهېږې؟ سل کاله وړاندې افغانستان له انګریزي ښکېلاک څخه خپله آزادي واخیسته، یو ځوان او روڼ اندی پاچا غازي امان الله خان د افغانستان پاچا شو. د پاچا ښکلې او روڼ اندې ملکه ثریا نومېده. پوهېږې! ثریا څوک وه او چېرته زېږېدلې وه، چېرته یې تعلیم کړی و، نېکه یې څوک و؟ پوهېږم په دې برخه کې معلومات نه لرې.

د افغانستان د پخوانۍ ملکې ثریا مور اسماء رسمیه نومېده چې د سوریې د حلب اوسېدونکې وه. د ثریا نېکه شيخ محمد صالح الفتال نومېده چې دمشق د اموي جومات مؤذن (اذان کوونکی) و. ملکه ثریا چې یوه عصري او روڼ اندي افغانه ښځه وه په دمشق کې زېږېدلې او همالته لویه شوې وه. 

ملکه ثریا مې ځکه درته یاده کړه چې ملکې ثریا په افغانستان کې په لومړي ځل د نجونو ښوونځي پرانېستل، د جبري حجاب په خلاف یې مبارزه پیل کړه او په لومړي ځل یې په تاریخ کې ۱۰۰ کاله وړاندې افغانې نجونې ترکیې ته د طبي زده کړو د حاصلولو لپاره ولېږلې او افغانستان یې له قبیلوي سیستم څخه وایسته. 

پوهېږې! له ملکې ثریا سره څه وشول؟ هغه ثریا چې د سوریې په اسلامي ټولنه کې لویه شوې وه او نیکه یې موذن و، د اسلامي شریعت په نوم، یوه تیاره فکره ډله ملایان راولاړل شول او په پاچا او ملکې یې د کفر فتوا ورکړه ځکه هغوی د عصري افغانستان د جوړولو بنسټ کېښود. همدې تیاره فکرې ډلې روڼ اندي ملکه ثریا او باچا غازي امان الله خان له هېواده وشړل او په ځای سې یو نالوستی، معیوب ملا چې په «بچه سقاو» مشهور و د اسلامي حکومت په نوم په افغانستان کې حاکم کړ. 

بچه سقاو چې پاچا شو، لومړني فرمان یې د نجونو د ښوونځیو د بندو په اړه صادر کړ او ښځې یې لکه نن چې طالبانو د شریعت او اسلام په نوم په کور کې زندانې کړي دي، کټ مت هغسې بچه سقاو هم  بندیانې کړې او ښځې یې د اسلامي شریعت په نوم له ټولنې محوه کړې.

د دې لنډو تاریخي توضیحاتو څخه مې موخه دا وه چې تا په ډېرو لنډو ټکو کې د یوه ستر هېواد په هکله قضاوت وکړ. افغانستان لا ۱۰۰ کاله وړاندې تعلیم یافته نجونې لرلې، افغانستان ښوونځی او پوهنتونونه لرل، افغانستان نړیوال وقار لرل. د افغانستان حیثیت په ټوله اسلامي نړۍ کې د یوه متمدن او ازاد هېواد په توګه په رسمیت پېژندل کېده او افغانستان د آریانا د ویدي او اوستایي تمدن په ګام روان و خو جهادي ډلو د اسلامي شریعت په نوم زموږ آریایي تمدن محوه کړ او نن یې نتیجه تاسې هم ګورې چې د اسلامي شریعت په نوم کوم  ظلم او ناروا نه ده چې نه کېږي. نه یوازې افغانستان، تاسې په سوریه کې د اسد رژیم او د اسلامي جهاد په نوم ‎، القاعده، داعش، طالبان او سلو نورو جهادي ډلو د شریعت په نوم کوم ظلمونه دي چې کړي یې نه دي. انسانان یې په تارونو حلال کړل، ژوندي یې خښ کړل، ژوندي یې وسوځول او اندامونه یې ټوټې ټوټې کړل. دا ټول قتلونه د اسلامي او عربي قوانینو په نوم شوي دي چې په دې وحشت کې د افغانستان فرهنګ او قبیلوي سیستم هېڅ رول نه لري. موخه مې دا ده هغه حکومت یعنې د طالبانو په شان حکومت چې ته یې په سوریه کې غواړې د افغانستان د قبیلوي سیستم زېږنده نه دی، د عربي فرهنګ او د اسلامي شریعت زېږنده دی چې حتی د ښځو انساني حیثت هم مباح شوي، فرض علم هم مباح شوی او مباح عربي کلیمه ده، افغاني کلیمه نه ده. 

ښاغلی الجولاني! طالبان چې هر جبر کوي د شرعي احدایثو او ایتونو په حواله یې کوي او په عربي ژبه یې بیانوي. د افغانستان له فرهنګ سره تړوا نه لري ځکه په افغاني فرهنګ کې ښځه ځان ته حیثت لري چې تاریخ پرې ګواه دی. په افغاني فرهنګ کې د ښځې حیثیت دا و چې ښځو په یوې « پلو نیونه» لویې لویې جګړې درولې ځکه د ښځې ټیکري په افغاني فرهنګي کې تقدس منل کېده.

همداسې زرګونه نور مثالونه هم دي چې له آریایي تمدن څخه پیل و او په اوسني افغانستان کې هم پلي کېده خو د عربي رواجونو په نوم افغان فرهنک محوه شو او ښځې لکه د عربي جهالت دوره ژوندۍ په کور کې بندې دي یعنې په ګور کې بندي دي. 

زه غوام تاسو دا ووایم چې ستاسو مطالعه ډېره کمه ده چې د افغانستان ټول تاریخ او فرهنګ په یوې طالباني ډلې خلاصه کوئ او مخامخ توهین هم کوئ. 

تاسو لکه د پاکستان ناخبره پخواني صدراعظم عمران خان خپل فکر په افغانستان تحمیلوئ. عمران خان چې اوس یو بې وسه زنداني دی، د طالبانو په راتګ یې خوله خوږه کړې وه او د ښځو د تعلیم بندیز یې د افغاني فرهنګ زېږنده بللې وه خو دی خبر نه و چې سل کاله وړاندې چې پاکستان اصلا وجود نه لرل، افغانو نجونو طب لوسته، انجنیري یې لوسته، پیلوټي یې کوله او سندرې یې ویلې. خو تاسو او عمران خان ته طالبان د افغانستان فرهنګ ښکاري. ستاسو د معلوماتو لپاره باید ووایم چې طالبان ځان د عربي فرهنګ استازي ګڼي او هره ناروا د شریعت په نوم کوي. په دې ناروا کې د افغاني فرهنګ هېڅ رول نه شته ځکه « د ښځو تعلیم مباح دی» او مباح عربي کلیمه ده.

ښاغلی الجولاني! زه له تاسو څخه هیله کوم چې که ستاسو په ټولنه کې حرام شراب حلال دي، نو زما په ټولنه کې حلال تعلیم ولې د شریعت په نوم مباح دي؟ تاسو کولای شې پوښتنه وکړې چې طالبانو د ښځو تعلیم د افغاني فرهنګ یا قبیلوي سیستم په نوم بند کړی که یې د شریعت په نوم؟ 

راتلونکې کې چې مرکې کوئ د یوه هېواد له تاریخ څخه ځان خبروه او هغه کتابونه مه لوله چې انګریزانو لیکلې ځکه انګریزانو روڼ اندی امان الله خان رنګ کړ او نالوستی معیوب بچه سقاو یې د غچ په دود حاکم کړ، کټ مت داسې لکه درې کاله وړاندې چې یو روښانه جمهوریت رنګ شو او طالبان حاکم شول. هم سقاو او هم طالبان هر څه چې کوي د شریعت په نوم یې کوي، د افغاني دروند فرهنګ او د افغانستان د تاریخ هېڅ رول پکې نه شته. 

افغانستان ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري او شریعت ۱۴۰۰ سوه کاله تاریخ لري، نو زما د هېواد تاریخ هم د سوریې او هم دې شریعت تر تاریخ ډېر زیات عمر لري.

خبرې لنډوم ځکه تر ما ته په هر څه بهتره پوهېږې. په اخر کې یوه هیله درنه کوم، ستاسې په فتحې زموږ د هېواد طالبان ډېر خوښ و، جشنونه یې جوړ کړل او خولې یې سره خوږې کړې نو دا چې ستا مشر اسامه بن الادن هم په افغانستان کې طالبان خپل اتل مني او ستاسې اسلامي او جهادي مشترکات او د فتحې مرجعه هم یوه ده نو هیله مې دا ده چې تاسو خپل جهادي یارانو (طالبان) ته ووایاست چې زما په هېواد کې، زما تر رهبري لاندې شریعت نافذ دی خو حرام نایت کلپ او شراب پکې حلال دي او ستاسې په افغانه ټولنه کې شریعت نافذ دی خو د ښځو حلال تعلیم پکې مباح دی ولې؟ له خپلو جهادي یارانو هیله وکړه چې حلال شیان دې نه مباح کوي او بیا تعلیم خو فرض عین دی باید حلال وي. 

زه دا هیله له تا ځکه کوم چې موږ افغانې ښځې او نجونې د الله ج له درباره څخه هم نعوذ باالله د ناهیلۍ احساس کوو ځکه زموږ وکداران او مالکان طالبان دي. زموږ ښځو هر واک دوی سره دی، ان د لباس انتخاب هم دوی کوي او هر یو څلور ښځې په کور لري. موږ افغانې ښځې او نجونې نا امیده یو او له خپلو یارانو یعنې ځمکني خدایانو طالبانو څخه هیله وکړه چې موږ ښځو ته حداقل د انسان په سترګه وګوري، موږ د الله ( ج) بندګانې یو، هغه خلق کړي او پیدا کړي یو، نو ښځه انسان یو! د انساني حق او اشرفیت راکړئ، باقي حقونه به خپله واخلو. 

بیا وایم، زه ځکه دا هیله له تاسو څخه کوم چې په اسلامي امارتي ټولنه کې حاکم مجاهدین خدایان دي، تاسو او طالبان د جهاد ګډ تار لرئ، نو خپلو جهادي یارانو او ځکمني خدایانو څخه هیله وکړه چې ښځو ته انساني حقونه ورکړي.

یوه جالبه درته وکړم؟ اسلامي جهادونو زموږ ادبیات هم تغیر کړي، زموږ په ادبیاتو کې یوه شعر دی او دا شعر یوه صوفي شاعر رحمن بابا ویلی و:

چې الله درسره مل نه وي رحمانه

که لښکرې درسره وي یک تنها یې

خو اوس دا شعر ځمکني خدایانو ته دا ډول اوښتی:

چې امریکا درسره مل نه وي جانانه

د کابل او د دمشق نیول مشکل دي

نو ځکه له تا هیله کوم چې خپلو جهادي یارانو طالبانو ته ووایه چې د افغانستان په ښځینه قشر رحم وکړئ، زموږ ځمکني خدایانو! او بل ځل د افغانستان توهین هم مه کوه ځکه افغانستان ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري او ټول افغانستان طالبان نه دي.

درنښت

د اسلامي نړۍ یوه مسلمانه خو له تعلیم او انساني حق څخه محرومه ښځه انسان، افغانه ښځه!

کاناډا، ۲۰۲۴/۱۲/۱۹

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب