دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+دقبرعذاب/زبیر افغان

دقبرعذاب/زبیر افغان

دغه موضوع یو څه جنجالي پاته شوې ده، یا د خلکو د کم فهم له امله شخړې پکې پيدا شوې دي او یا هم د ځینو روایاتو او تفاسیرو له امله ورته شخړو لار موندلې ده.

د عذاب قبر په اړه اراء سره مختلف دي، د ګڼو نظریاتو مطالعه ښايي لوستونکي خسته کړي، زه د خلکو د نظریاتو تر را وړلو تېرېږم، را ځم دې ته چې د قران کریم او حدیثونو له مخې دا موضوع تر کومه ځایه سهي ده.

له ديني زاويې انسانان درې ډوله دي: یو پاک صفا مومن مسلمان دی، بل سوچه او سوکر کافر دی او درېيم يې ګډوډ اعمال لري، چې هم د سزا وړي دي او هم د ثواب او بدلې ور کولو.

هغه څوک چې یوازې د ښې بدلې ور کولو وړ وي، د هغوی یوې برخې کسانو ته د ژوند له پای ته رسولو وروسته سمدستي نیکه بدله ور کول پيلېږي، دا چې کیفیت څنګه دی، نو زموږ تر علمي سطحې لوړ دی، له دې امله بحث ور باندې نه کېږي، قران کریم وايي:

{وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ} [آل عمران: 169].

او د هغه چا په اړه چې الهي لار کې ووژل شي، د مړو ګومان مه کوه، بلکې هغوی د خپل رب په خوا کې ژوندي دي، روزي ور کوي.

په دې اړه قران کریم سوره بقره کې یادونه کړې ده چې تاسو يې د ژوند او روزي ور کولو په کیفیت نه پوهېږئ، نو خدای پاک هم لازمه نه ده بللې چې پر همدې موضوع رڼا واچوي.

{ النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ} [غافر: 46].

سهار او ماښام دوی اور ته وړاندې کېږي او کله چې د قیامت ورځ شي، نو (وبه ویل شي) د فرعون ملګري ټول د سخت عذاب (ځای) ته داخل کړئ.

دلته یادونه شوې ده چې د فرعون په شان کافران چې حساب و کتاب يې په دې نړس کې تصفیه شوی وي، هغوی ته په قبر یا عالم برزخ کې عذاب ور کول کېږي، ځکه دوی نور د حساب و کتاب مجال نه لري، پر هغوی د نبي د اتمام حجت له امله د حساب خبره تصفیه شوې ده، نور حساب ته اړتیا نه لري، د هغوی ټول کارونه د جرمونو دي، له دوی سره داسې څه نه شته چې ورته د ښې بدلې هیله ولري، له دې امله ورته د عذاب فیصله شوې ده، دغه کسان چې الله تعالی په دنیا کې د عذاب مستحق وګڼل، نو همدا د عذاب سلسله يې تر مرګ وروسته هم پسې غزېږي، دا چې څنګه عذاب ور کول کېږي، د دې په کیفیت بیا هم موږ نه پوهېږو، له دې امله نو زیات پکې تلل ګټه نه لري، یوازې په خواهشاتو پسې تګ دی.

درېيمه ډله هغه کسان دي چې قران کریم وايي:

{وَآخَرُونَ اعْتَرَفُوا بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُوا عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا} [التوبة: 102].

او نور بیا هغه دي چې د خپلو خطاګانو اعتراف يې کړی، ښه عمل او بد دواړه يې ګډوډ سره کړي دي.

د دوی په اړه څه رایه ده؟ قران کریم وايي:

{ قَالُوا يَا وَيْلَنَا مَنْ بَعَثَنَا مِنْ مَرْقَدِنَا هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ} [يس: 52].

دوی به په حیرانتیا وايي: وای زموږ بدبختي! موږ د خوب له ځایونو چا را وپاڅولو؟ دغه وعده رحمن کړې وه او رسولانو رښتیا ویلي و.

دلته یادونه شوې ده چې عمومن مړه کسان دا خبره کوي چې موږ له خپل ارامګاه یا خوبځي څخه چا را پورته کړو؟ که په دې ځای کې د هغوی لپاره عذاب وای، بیا يې د ارامګاه یا خوبځي نوم نه ور کاوه، دا چې ارامځی دی، له دې ښکاري چې عمومن دخلکو لپاره پکې عذاب هم نه شته، نو درېيمه طبقه تر هغو له عذاب او تکلیف څخه خلاصه ده چې حساب و کتاب ورسره شوی نه وي او حساب يې د قیامت په ورځ کېږي، د دې یادونه قران کریم ګڼ ځایونه کړې ده، نو دلته يې ریفریسنو ته اړتیا نه شته، پر دې ټول مسلمانان سره یوه خوله دي، لهذا دغه طبقه چې خورا ډېره برخه کسان تشکیلوي، تر قیامته انتظار کوي او سمدستي تر مرګ وروسته په قبر کې د هغوی لپاره عذابونه نه شته.

راځم هغو روایاتو ته چې په دې اړه عمومن ویل کېږي، تر دې وړاندې چې د حدیثو برخه را واخلم، لومړی باید دا اصل په یاد ولرئ چې د دین په مسایلو کې یوازې هغه روایات د منلو وړ دي چې له قران کریم سره موافق وي، کوم روایات چې د الله له کتاب سره په تعارض کې واقع شي، هغه نه د دین برخه دي او نه په دین کې مسایل په ثابتېږي، د زیات تفصیل لپاره زما کتاب «روایت او درایت ته نوی نظر» وګورئ.

په یوه حدیث کې دا یادونه کېږي چې هر مړی په قبر کې تر ښودلو وروسته ژوندی کېږي او د تلونکو کسانو د پایزارو ټک ټک اوري:

عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” العَبْدُ إِذَا وُضِعَ فِي قَبْرِهِ، وَتُوُلِّيَ وَذَهَبَ أَصْحَابُهُ حَتَّى إِنَّهُ لَيَسْمَعُ قَرْعَ نِعَالِهِمْ، أَتَاهُ مَلَكَانِ، فَأَقْعَدَاهُ، فَيَقُولاَنِ لَهُ: مَا كُنْتَ تَقُولُ فِي هَذَا الرَّجُلِ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟.( بخاري، کتاب الجنائز، باب المیت یسمع خلق النعال ح: ۱۳۳۸.)

رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل: مړی چې کله په قبر کې کښېښودل شي، خلک ترې مخ واړوي او ملګري يې ولاړ شي، نو دی د هغوی د پایزارو ټک ټک اوري، دوې فرشتې ورته راځي، را پورته کوي يې، ورته وايي: د دغه سړي محمد ص په اړه څه وايې؟

دلته ویل شوي دي چې هر مړی په قبر کې ژوندی کېږي، پوښتنه ځنې کېږي او دوی ان د خلکو د پښو ټکهاری اوري، دا خبره څومره معقوله او له قران کریم سره څومره سمون لري؟

زما په نظر دغه حدیث نه معقوله خبره کړې ده او نه له قران کریم سره سمون لري. په قران کریم کې د عمومي انسانانو د دوه ځله مرګ او دوه ځله ژوند یادونه راغلې ده.(البقره: ۲۸).

که په قبر کې هر څوک بیا ځلي را ژوندی شي، نو تر دوه ځله د زیات مرګ او ژوند خبره راځي چې له قران کریم سره اړخ نه لګوي، دویمه خبره دا ده چې قران کریم د حساب او کتاب ورځ قیامت بولې، نو دلته حساب کول، پوښتنې کول، بیا عذاب ور کول، له دې عمومي قانون سره ټکر عمل دی.

په قبر کې يې را کېنول، اوکیسجن ور کول، تر دومره ډېرو خاورو لاندې د خلکو د پښو ټکهاری اورېدل ټولې غیر معقولې خبرې دي، لهذا دا روایت د عذاب قبر په اړه یا د مړو د ژوند او حساب و کتاب په اړه ناسم دی.

د نبوي احادیثو په ذخیره کې له هغو ایاتونو سره موافق روایات هم ډېر دي چې موږ د دې موضوع په پيل کې ذکر کړو، بخاري کې روایت دی:

قَالَتْ: إِنَّمَا مَرَّ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى يَهُودِيَّةٍ يَبْكِي عَلَيْهَا أَهْلُهَا، فَقَالَ: «إِنَّهُمْ لَيَبْكُونَ عَلَيْهَا وَإِنَّهَا لَتُعَذَّبُ فِي قَبْرِهَا».( بخاري، کتاب الجنائز، باب قول النبي ص: المیت یعذب ببکاء اهله علیه… ح: ۱۲۸۹.)

عائشې رض ویل: رسول الله ص د یوې یهودي پر جنازه تېر شو، پر هغې يې کورنیانو ژړل، ده ویل: دوی پر ژاړي او هغې ته په قبر کې عذاب ور کول کېږي.

د رسول الله ص په وخت کې اهل کتاب هغه څوک وو چې د رسول الله ص دعوت ته يې منفي ځواب ور کړ، دوی ته قران کریم دا سزا ور کړې ده چې په دنیا کې به جزیه ور کوي او اخرت کې به عذاب ور کول کېږي، یو مثال يې په همدې حدیث کې ذکر شوی دی.

یو بل مثال يې د بدر په جګړه کې د وژل شویو مشرکانو دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يې تر مرګ وروسته په اړه وویل:

«يَا فُلاَنُ بْنَ فُلاَنٍ، وَيَا فُلاَنُ بْنَ فُلاَنٍ، أَيَسُرُّكُمْ أَنَّكُمْ أَطَعْتُمُ اللَّهَ وَرَسُولَهُ، فَإِنَّا قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا، فَهَلْ وَجَدْتُمْ مَا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا؟» قَالَ: فَقَالَ عُمَرُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا تُكَلِّمُ مِنْ أَجْسَادٍ لاَ أَرْوَاحَ لَهَا؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، مَا أَنْتُمْ بِأَسْمَعَ لِمَا أَقُولُ مِنْهُمْ».( بخاري، کتاب المغازي، باب قتل ابي جهل، ح: ۳۹۷۶.)

رسول الله ص وویل: اې پلانی د پلاني زویه، اې پلانی د پلاني زویه، ایا دا مو خوښېږي چې د الله او د هغه د رسول خبر مو منلې وای؟ حقیقت دادی چې له موږ سره د خپل رب شوې وعده پوره شوه، نو ایا له تاسو سره مو د خپل رب شوې وعده پوره شوه؟ راوي ویل: عمر رض وویل: د الله رسوله! ته له بې روحه بدنونو سره خبرې کوې؟ ده وویل: په هغه ذات قسم چې د محمد نفس يې په واک کې دی، تر تاسو زما په خبرو دوی اوس ډېر ښه پوه شوي دي.

دغه روایت د هغو مشرکانو په اړه د عذاب وضاحت کوي چې د رسول مقابلې ته راغلي وو، ۱۳ کاله يې په مکه کې ورته دعوت کړی و، بیا له مکې د بدر تر میدان د هغه په وژلو پسې راغلل، تر دې اتمام حجت وروسته نو دوی د الهي قانون له مخې مفسدین دي، یو څوک حتا خپلې عقیدې او ایمان ته نه ایله کوي، دوی چې کله فساد پيل کړ، پر خلکو يې د خپل قانون تپل شروع کړل، نو الله تبارک وتعالی د رسول په ژبه هغوی له دې کاره منعه کړل، مګر منعه نه شول، نو د همدې رسول په لاس عذاب ور کړل شو، او دا سلسله تر مرګ وروسته هم جاري ده، تر هغو به جاري وي چې دالله تعالی خوښه وي.

په روایاتو کې یوه بله خبره دا هم راغلې ده چې څوک پر مړي وژاړي، نو مړي ته د خپلو کورنیانو د ژړا سزا ور کول کېږي، دا روایت هغو کسانو له ځانه جوړ کړی دی چې غواړي خلک په خرافاتو اخته کړي، د هغه دین چې شپه يې د ورځې په شان روښانه ده او پيروان يې د ورځې پر ځای په شپه کې د شیانو معلومول غواړي، ډېره د افسوس وړ خبره ده. د روایت منلو لپاره معیار قران کریم دی، د انسان لپاره د سزا وړ هغه عمل کېږي چې خپله يې کړی وي، د بل کس د عمل مسوولیت د هغه پر غاړه نه ور لوېږي، قران کریم وايي: {أَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى () وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى} [النجم: 38، 39].

خبره دا ده چې یو بوج پورته کوونکی د بل د ګنا مسوولیت نه اوچتوي او دا چې د انسان لپاره یوازې خپل عمل دی.

د قران کریم قانون دادی چې هر څوک په خپل عمل پړ بلل کېږي، که یو څوک د بل تر مرګ وروسته ور پسې ژاړي، نو دا عمل د هغه چا دی چې ژاړي، نه د هغه چا چې مړ دی، باید سزا يې هغه څوک وګالي چې دغه عمل ترسره کوي. په دې اړه د راغلي روایت الفاظ داسې دي:

«إِنَّ المَيِّتَ لَيُعَذَّبُ بِبُكَاءِ أَهْلِهِ عَلَيْهِ».( بخاري، کتاب الجنائز، باب قول النبي ص: المیت یعذب ببکاء اهله علیه… ح: ۱۲۸۶.)

بېشکه مړي ته پر هغه د کورنۍ د ژړا له امله عذاب ور کول کېږي.

دا روایت له څو وجو ناسم دی، یوه وجه يې ما لوړه بیان کړه، له دې پاسني ایت سره ټکر لري، دویمه وجه يې دا هم ده چې له هر مړي سره په قبر کې حساب او کتاب نه شته، د عذاب پرېکړه تر حساب وروسته کېږي، کله چې حساب نه دی شوی، نو عذاب ولې ور کول کېږي؟ د دنیا په یوه محکمه کې تر ننه داسې شوي دي چې یو متهم کس تر پړ پېژندلو وړاندې سزا ليدلې وي؟ که د انسان په قانون کې دغه ډول عدالت پلی کېږي، نو د خدای په قانو کې باید تر دې په ډېره ښه طریقه عملي شي.

قبر دلته د خاورو غار ته نه وايي، بلکې تر ژوند وروسته چې انسان له کوم حالت سره مخېږي، همدغه حالت په قبر تعبیر شوی دی، ځکه عمومن انسانان په قبرونو کې ښودل کېږي، نو عربي کې چې کوم شی زیات کارېږي، هغه ته د کارونو نسبت هم کېږي، لکه د واک یا کار لپاره لاسونه ذکر کول، له دې سره چې ټول کارونه یوازې په لاسونو هم نه کېږي، مګر دا چې زیات وخت په حرکت کې وي، له دې امله د زیاتو شیانو نسبت هم ورته کېږي.

په دې اړه راغلي روایات که د قران کریم له هغو درو برخو ایاتونو سره موافق وي، چې موږ د بحث په سر کې ذکر کړل، نو هغه روایات د همدې درو کټګوریو د ایاتونو تشریح ده او که له دې یوه سره نه لګېدل، نو بیا ناسم دي، په دې باره کې ښه ډېر روایات د روایاتو په کتابونو کې نقل شوي دي، چې زموږ د منبر واعظان يې هر وخت د خلکو د ډارولو لپاره ذکر کوي، مګر زموږ واعظان د حدیث منلو په معیارونو نه پوهېږي، هغوی ته هره عربي جمله حدیث ښکاري او داسې فکر کوي چې سل سلنه رښتیا دي، دوی نه د حدیث صحت او سقامت ګوري، نه معقولیت ته پام کوي او نه د قران کریم په رڼا کې د رویاتو د تحلیل وړتیا لري، له دې امله، نو د هغوی پر خبرو باور نه دی په کار، د روایاتو په برخه کې دغه ډول تګلاره د ټولو محدثینو متفق دریځ و، له بده مرغه چې زموږ منبروال بیخي ډېر ترې ناخبره دي.

۲۰۲۳/۴/۹

6 COMMENTS

  1. ای احمقو چارپایانو د قبرعذاب یانې څه ؟؟ کله چې سړی مړ شي بیا نور هیڅ شی نه حس کوي مړ مړ دی که یې سوځوې او که یې مالیده کوې ! په همدغه ډار او وهم یې تاسې کلک بندیان ساتلي یاست او دا ټول مذخرفات دي ! د اسلام دین دزور او ظلم دین دی هغه په و هم او ډار مخته تللی او انسانان یې په روحي مرض ککړ ساتلي دي . د اسلام دین د عربي عنعناتو پالنه ده چې زمونږ ټولنه ورسره په غزب ککړه ده . اسلام دین له دې کبله له مکتبی علم سره حساسیت لرې او د نجونو ښوونځي نه پرېږدي ! نالت په داسې دین چې په هغه کې ډار وهم او غلامي وي !!

  2. السلام علیکم
    مونږ خو له پخوا تر اوسه د قبر عذاب سره د (نکیر او منکر!!)په نوم د ۲ ملایکو؟؟،سوال او جواب تړلی اوریدلی. من ربکم، من دینکم، من نبیکم…؟؟؟. او که ځواب دې ور نه کړ ، په ګرزونو به دې سر پښو سره او ښۍ پښتۍ به دې کیڼې کې ڼنباسي !! .
    خبره دا ده، لکه افغان زبیر ساب چې پورته ویلي، په منبرونو باندې شیخانو هیڅوخت خلکو ته دا په پښتو نه دی واضح کړی او نه په آیت او حدیث سره..؛
    عظیم الشاءن قران کریم کښې هره موضوع په الاهي حکمت او علم سره بیان شوې ده ،لاکن ،فکر کوم حتی خپله عربان علمآء ېې له ټول تفسیر اوتشریح څخه عاجز دي ؛
    .(و یساءلونک عن الروح، قل الروح من امر ربي؛ و ما اوتیتم من العلم الا قلیلا.)الایه
    ژ.:او ستا څخه د روح په باره کې پوښتنه کوي،ووایه چې روح د پروردګار له امر جملې څخه دی.
    او تاسو ته له پوهې یا علم نه ډیر لږ درکړل شوی .
    بروکسل/ ۱۸ رمضان= ۹اپریل ۲۰۲۳=۲۰ وری ۱۴۰۲

  3. ولی باید د هغه څه په اړه بحث وکړو چی مو علم ورباندی نه رسییږی؟
    ټول پدی پوهیږو چی د نیکی سزانیکی او د بدی سزا هم عذاب ده ، حتی د نورو مذاهبو پیروان هم په جنت او دوزخ باور لری.
    انسان له دومره پرمختګ سره تر اوسه د همدی ځمکی پر سر د یاجوج او ماجوج څرک نده لګولی، دا خو لا څه کوی چی له خپل وجوده هم ناخبره دی، د ډیرو مرضونو له عواملو اودرملنی عاجز دی، نو بیا به څنګه د قبر له حاله خبر شی؟
    د بحث کولو پر ځای باید هغه حالت ته چمتو والی ونیسو او له مهربانه رب څخه مغفرت وغواړو ، د الله جل جلاله له عذابه څخه وویریږو .
    هغه خالق چی له هیڅ نه یی هر څه پیدا کړل بیاهم د هر څه کولو واک لری.
    که زما منی عاجزی اختیار کړی الله تعالی به مو په هغه څه خبر کړی چی نور به تری ناخبره وی.

  4. معذرت غواړم تاسو ټول ړانده او کاڼه یاست او په مزخرفاتو کې تړلي یاست ! دا ټوله د کوچنیوالې تربیه ډار او پسیخولوګي ده بلڅه نه ، انسان چې نه پوهیږي بیا یوه لاره او یا یو نوم ورته ټاکي تر څو چه ارام شي او قناعت یې حاصل شي !!

  5. لوپره ښه ده چی لا هم د سړی توب یو څه فیصدی لری او بښنه غواړی.
    زه به یی په آسانه درته ووایم.
    که ستا خبره ومنو چی هیڅ خبره نشته او زموږ ویره بیځایه ده او موږ ژوند په ویره کی تیر کړ نو زموږ ګټه دا شوه چی یوڅه مو ځانونه له ګناه کولو یا غلطو کارونو وساتل او که مو ګناه وکړه نو ورباندی پښیمانه شوو او له خپل خالق نه مو د بښنی غوښتنه وکړه خو تاوان مو ندی کړی.
    خو که زموږ خبره ریښتیا شوه او عذاب شتون درلود نو بیابه ته څه کوی؟
    دانسان د جوړښت اساسی عناصر چی روح او نفس دی تر ننه موږ ندی لیدلی خو شتون لری او څوک یی له مینځه هم نشی وړلی.
    که مرګ د جسم حرکت نکول وای نو اوس به یی ټولو مړو ته مصنوعی زړونه ور اچول او بیرته به یی ژوندی کول .
    هر څه تر یوی مودی وروسته خپل اصل ته ور ګرځی.
    جسم د نطفی له حالته تر مرګه پوری له همدی خاوری تغذیه کیږی او بیرته همدغو خاوروته ور ګرځی.

  6. عبدالله ته کلیوال سړی یې په چا وېیلو عقیده لرې !
    روح یانې څه؟ داخو ددې ټکې لپاره یوه‌ جاهله کلمه او خبره ده ، چې په هغه وخت کې طبعي علوم نه وو!
    کله چې دزړه ټکان ودریږي بیا وینه مزغو ته نه ځي او اکسیجن بند شي نو بیا ژوند اخر ته ځي او انسان هم مړ شي ‌! ای وروسته پاتې د حجري طالب ګله! مصنوعي زړونه هم شته خو هغه د زړه له باندې له شرائنو سره تړلې وي تر هغه وخته پورې چې مریض ته بل زړه پیدا شوي نه وي، د مصنوعی زړه په واسته انسان ژوند کولی شي خو تر اوسه یې ټوله ساتنه تکلیف غواړي ! د خنځیر زړه او د انسان زړه ډیر مشابهت لري د زړه څلور پلکونه چې خراب شي ترټولو ښه پلکونه د خنځیر دي چې بې له تکلیفه خپله دنده اجراکوي لکه: Aortenklappe, Pulmonalklappe, Mitralklappe and Trikuspidalklappe.
    هو داخو د کائناتو طبعي قانون دی چې عناصر بیرته عناصرو ته ځي اما دا تر دیني مذخرفاتوپورې چې اوس یې سیاسي قدرت په لاس کې دی هیڅ رابطه
    نلري ! دین يو وخت وو په زور او ظلم خپور شوی خو په خپل وخت کې یې ښه کارونه هم کړي دي اما اوس یې وخت تیرشوی دی او تحمیلول یې جنایت او بی عدالتي ده، ! تاسو طبعی علومو ته ضرورت لرۍ چې اقتصاد مو په مخ لاړ شي او پخپله د تخنیکي زدکړو په زریعه تولیدات وکړۍ او له پردې سواله او ګدایې څخه خلاص شۍ تر ادمه تر دې دمه ستاسو رزق په سوال او ګدایې پيدا کړی دی او پردې لاسونه ځای در پکښې لري ! هره مرداري لکه قامي ، ژبني تبعضونه د شخصی ګټو لپاره ستا سو په ټولنه کې ځای لري ! ښځې چې په سپک لاسي او فابریکوي تولیداتو کې مهم رول لري ،د ملا هیبت الله په نامه نامعلومې پټې څېرې له تحصیله او زدکړو منعه کړې دی ، همدغه عمل د افغانستان د دښمنانو هدف دی چې ملا هیبتو ځناور یې کوي ، نو ماته هیبت الله پردی جاسوس مالومیږي چې له یوې خوایې مخ پټ او له بلې خوا دعلم مخه نیسي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب