جمعه, اپریل 19, 2024
Home+روژه په امریکا کې/روشنا وردګ

روژه په امریکا کې/روشنا وردګ

 له نوروزه مخکې یکشنبې ورځ خورا سړه وه، روژې ته څو ورځی پاتی وې، لپټاپ مې :راواخیست، تر ټولو تازه ایمل مې کښیکاږه چی د ښوونځي د مدیرې له خوا و

؛ راتلونکی اونی روژه ده، کوم زدکوونکي چې روژه نیسي هغوی دې د غرمنی ډوډۍ خوړلو وخت کې کفېټریا کې نه کینی، ځکه هلته نور زدکوونکي ډوډی خوري د دوی هم بیا ورته زړه کیږي، دوی کولی شي هغه مهال د مطالعې خونه کې کینې او یا هغه ښوونکي دې له ما سره اړيکه ونيسي چی غواړي دوی ته ټولګي خلاص پریږدي. روژه تي شاګردان کولای شي په ټولګیو کې خپل درسونه ولولي. همدارنګه دوی د ماسپښين لمونځ د مطالعې په لویه خونه کې ادا کولی شي.؛

له نويو پرمختګونو، لېږدېدنو او سفرونو له آسانتياوو سره اوس د مځکې تناوونه لنډ شوي دی او نړۍ د يوه کلي بڼه غوره کړې ده. په دې کلي کې ګڼ خلک له بېلابېلو عقيدو، نظريو او فکرونو سره يو ځای اوسيږي. دلته د قانون حاکميت، توپيرونو ته درناوی، زغم او د يو بل اندونو ته احترام د يوې متمدنې ټولنې مثال وړاندې کوي.

پوهه او تعلیم د ټولنې په هوساینه، ټيکاو او ثبات کې ډېر مهم رول لري. دوی څومره هوسا او بې غمه دي چې نه د چا له دین او مذهب سره کار لري، نه يې له سياسي تمايلاتو، فکرونو او اندونو سره غرض لري. په تعليمي ادارو او دفترونو کې هر چا ته د خپلو مذهبي او کلتوري ارزښتونو د پاللو او پر ځای کولو آسانتياوې او سهولتونه برابروي خو د زده کړې او تعلیم سلسله روانه او جاري ساتي.

د پنجشنبې ورځ سهار د ښوونځي سترې دروازې سره مرستیاله مدیره (اسسټنټ پرنسپل) چی عمومآ موږ ښوونکی درېږو خو نن دا ولاړه وه، په ورین تندی او موسکا یی مسلمانو زدکونکو ته ویل: رمضان مبارک، هېپی رمضان!

وروسته یوه ښوونکې په مخه راغله راته کړل یې رمضان مبارک! کولی شم له تا یوه پوښتنه وکړم، زما ټولګي کی ځینی مسلمان زدکوونکي وروسته له درس نه کله نا کله د کارډونو لوبې کوو، ایا دوی په رمضان کې دا لوبه کولی شي؟ ځکه موږ نه غواړو چې د چا مذهبي ارزښتونو ته بې احترامي وشي.

د ساینس ښوونکې تکړه زدکوونکو ته د درس پر مهال د دوی د تشويق لپاره څه شۍ لکه شرینی يا چاکلیټ ورکوي، ترڅو دوی نور هم وهڅیږي، دا وایي روژه تي زده کوونکو ته

وایم، هه دا واخله خو پام چی تر ماښامه او لمر لوېدو مخکی یې ونه خوری تاسو باید دا وساتی چې لمر ولویږي بیا یی وخورۍ او له دې خبرې سره له خندا شنه وي.

ماسپښین لمونځ

کله چی د ځینو ټولګیو درسي وخت ختمېږی او د نورو پیل کیږي دې وخت کې ډلې ډلې ماشومان د هر ټولګي مخي ته ولاړ وی، د ساینس ټولګي مخامخ د تاریخ ښوونکي په ډیره خوشالۍ نجونو او هلکانو ته وویل څوک چی غواړي لمونځ وکړي کولی شۍ لاړ شۍ لمانځه ته! د ښوونکي د خوښۍ نه په ډکه لهجه او مینه د زدکوونکو لمانځه ته لیږلو حیرانه کړم، سم نیمایی نجونې او هلکان د هر ټولګي له دروازو لمانځه ته وروګرځېدل. د مطالعی په لویه خونه کې جاینمازونه او د نجونو ټیکري ایښي اوهر ماسپښین په لسګونو زده کوونکي لمونځ کوي.

سږ کال روژه ښه تيريږي، ورځې هم اوږدې نه دي او موسم هم يخ دی. شنبه یکشنبه زه هم له خپلو ماشومانو سره جومات ته ځم، کله چی لومړی ورځ د جومات دهلیز ته ورسېدم، د ښوونځي ځینی زدکوونکي مې هلته ولیدل، خوشاله شول او سلام کلام یی وکړ.

د اووم ټولګی یو عرب زدکوونکی چی سبق کی صفر او پوره وران دی، ټول ښوونکي ورسره په غم اخته دي، روژه یې وه، بیا به نیغ نیغ کېده چې ناروغ یم دا دي او ها دي. دی یوازی نه پریږدو ځکه له نورو ماشومانو سره جنګ و جدل کوي. ځینی ماشومان بيا د چا خبره روغ لیونی دي سبق نه وایی، ټول ښوونکی ورسره په کړاو وي، خو بیا هم ورسره تر اخری اندازی هڅه کوي، چې درسونه ووایی، که ډیره ناړامي کا بیا یی د زدکوونکو خدمتونو خونې ته لیږی او هلته ورته په ډېره حوصله او مینه نصیحت او لارښوونه کوی، سبق ته یی هڅوي، څو شیبی وروسته یی بیرته ټولګي ته لیږي او که بار بار ګستاخي کا بیا یې د جزا خونې ته لېږي، دا خونه له عمومي دفتر سره نږدی ده، چی دفتر ته یې یو ور هم ختلی دی، تاسو به فکر کوۍ چې څنګه جزا به وي؟ دلته وهل ټکول نشته، یوازې همدا جزا ده، چی دوی به لکه نور زدکوونکی ازادی نه لري هغه هم د لږې مودې لپاره. د جرم يا ناغېړۍ مطابق يې یوه یا دوی درۍ ورځې دې کوټه کې ساتي په نوبت ورسره یوه ښوونکی ناسته وي، سبق او کورنی کار پرې کوي، غرمنۍ ډوډۍ هم دلته ورکوي تشناب به د دفتر استعمالوي، بس دا یې سزا ده. کله نا کله که دلته هم نه قابو کېږي بیا یې نو مور پلار ته ټیلیفون کوي او د څو ورځو لپاره یې کور ته لېږي. کله چې بیا بېرته ښوونځي ته راشي ټول ورسره دومره مینه کوي لکه د یوه ښه کار نه چې راستون شوی وی.

خو له دې ټولو کړاوونو سره دوی د هېچا پر مخ د تعلیم علم، پوهې او ښوونځي دروازي نه بندوي، ځکه خو يې د ستوريو تسخير ته ملا تړلې ده او موږ چې د علم، پوهې او مکتب دروازې تړلې دي د دوی خيرات ته سترګې نيولې دي.

اپریل ۷ /۲۰۲۳

6 COMMENTS

  1. پورته یوه معلوماتی او ذوقی لیکنه ده. مننه
    البته
    د پورته لیکنی محتویات د سکی یو مخ دی د سکی د بل مخ د رؤیت استعداد او جرئت ئی هر څوک نلری.
    په هره توګه،
    په اروپا کی د امنیتی او قضائی مرکزونو د څرګندونو پر بنسټ هر کال د روژی په میاشت کی د غربی او شمالی اروپا په سطحه د جرم او جنایت ګِراف د نورو یوولسو میاشتو په نسبت ۵۰ – ۶۰ % ټیټ وی. دا هم یوه حیرانوونکی منظره ده.

  2. سلامونه
    امريکایان که دومره اسلام او مسلمانانو ته احترام لري نو بيا ولې ې په مليونونو په افغانستان او عربي نړی او بالقاناتو کې ووژل?!
    دا څو ورځې مخکې ې د ازراييل ښکاره تېری په مسجد اقصا لمونځ کوونکو وليده بيا هم پر هغه یو پوچک شلخي راکټ چې حزب اله پر اسراېېل وار کړ له غضبه سور او شين شو۔ د غزې شهيدان خو لا څه کوئ۔
    دا هسې سایکالوژېکي اکټونه دي چې جامعه کې ې کوي۔کوي د ديوس بوش خبرې در یادې کړئ ۔
    دوی صرف غواړي د مسلمانانو راتلونکی نسل هم غیر مستقيم خپل برده ګان وګرځوي۔ په خوله خندا مګر زړونو کې کرکه او نفرت!!

  3. ساپی صاحب
    څه چې په اسراییل یا فلسطین کې کیږي او یا څه چې په افغانستان کې وشول، دا د امریکا د حکومت کارونه دي. د امریکا خپل اصلي خلک تقریباً پرې خبر هم نه دي. نو باید په دې فرق مو سر خلاص کړئ. بل خپل نوم سم لیکئ. کله چې ف په پ بدلوئ، بیا نو ص ته ځای نه پاتې کیږي. یا صافی ولیکئ او یا ساپی. ښه دا ده چې تاسو اصلاحات له خپل نوم نه پیل کړئ.
    مننه

  4. سلام دردمن صاحب۔
    مننه له نيوکو مو۔ صافی او ساپی دو پانزده یک سي ده۔ او څو کاله پخوا چې ما د تاند سره کمنټاتوري پیلوله یو فکر راته پیدا شو چې زما قوم په شمالي کې صافي او په مشرقي کې ساپي تخلص کوي راځه لکه د الماني آپفل یا مڼه ېې په دواړو وليکم۔ دا دومره مهمه نه ده
    راغلو اصلي موضوع ته۔حکومت له خلکو بېل نه وي۔ همدا د خلکو بچيان دي چې ماليه او ټکس ورکوي او د ګوندونو یا نظامي زور او یا د خارج په جاسوسیو قدرت ته رسېږي۔
    ایډيالوژئ او فکرونه ې له اول نه مکتبونو او ټولنو کې بنياد ګذاري کېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب