پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهپاکستان د شهباز شريف کور ته د شکمن ورتګ په تور د...

پاکستان د شهباز شريف کور ته د شکمن ورتګ په تور د یوه افغان د نیولو خبر ورکړی

تاند: ( يکشنبه ، د حمل ۲۰ مه) پاکستاني چارواکو ويلي، چې يو افغان یې د خپل هېواد د لومړي وزير شهباز شريف کور ته د ننوتو په تور نیولی.

ويل شوي، چې دغه افغان وګړي په پټه له څو لارو څخه تر تېريدو وروسته ځان د شهباز شريف کور ته رسولی و.

پاکستان د نیول شوي کس په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او نه ېې دا ويلي، چې دغه کس مسلح و کنه؟

د طالبانو ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې ظاهرا ښې نه دي.

د پاکستان د ملي امنیت شورا د تېرې جمعې ورځې غونډه کې يو ځل بيا وويل، چې د افغانستان له خاورې ورته تروریستي خطرونه دي.

طالبانو دغه ادعاوې په پرله پسې ډول رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب