شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبان: عوايد مو تېر کال ۳۷ سلنه زيات شوي

طالبان: عوايد مو تېر کال ۳۷ سلنه زيات شوي

تاند: ( يکشنبه ، د حمل ۲۰ مه) د طالبانو د رژيم د مالیې وزارت مسوولینو، نن یکشنبه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

د ګمرکونو لپاره د طالبانو عمومي رییس، مفتي عبدالمتین سعید وویل: په ۱۴۰۱ مالي کال کې په ټولیز ډول ۱۹۳ میلیارډه او ۹۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي، چې د تېر کال پرتله، ۳۷ سلنه زیاتوالی ښیي.

د نوموړي په خبره، په ۱۴۰۱ مالي کال کې د ګمرکونو عمومي ریاست ته ۹۶ میلیارډه افغانۍ هدف ټاکل شوی وو، چې له نېکه مرغه یاد ریاست له ټاکل شوي هدف څخه ۱۱۱.۵۳ میلیارډ افغانۍ زیات عواید راټول کړي دي.

طالب چارواکي زیاتوي، له ۱۶ ساعتونو څخه ۲۴ ساعتونو ته د کاري وختونو زیاتول، د ترانزیتي تضمین د طی مراحلو پروسې ساده کول، د ۱۹۸ اقلامو سوداګریزو توکو د تعرفې فیصدۍ د زیاتولو او کمولو په اړه د اړینو پرېکړو تر سره کول، د ملي کوډونو رامنځته کول او د ټولو مالیاتي جرایمو معافیت؛ د سوداګرۍ او ترانزیت برخه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره د دغه وزارت له مهمو اجرااتو څخه دي.

د ماليې وزارت واکمنان وایي، د طالبانو د رهبرۍ په لارښوونه د ۳۲۶ اقلامو لومړنیو توکو لکه غنمو، اوړو، غوړیو، وریژو، بورې او … په قېمت او ګمرکي محصول کې له ۵۰ نه تر ۷۰ سلنې تخفیف په پام کې نیول شوی، څو له دې لارې په بازارونو کې د لومړنیو توکو نرخونه کنترول شي، خلک یادو توکه ته لاسرسي پیدا کړي او دغه راز سوادګرو ته هم اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

د دوی په خبره، په وروستي یوه کال کې د ۱۷۰.۴۳ افغانیو په ټولیز ارزښت، ۱۸۹۰۸۸ محمولې صادرات شوي چې ۵ میلیارډه او ۲۳۶ میلیونه او ۵۹۵ ټنه سوداګریز توکي پکې وو، همدارنګه د ۵۹۹.۲۲ میلیارډه افغانیو په ټولیز ارزښت، ۵۸۸۳۰۸ محمولې واردات شوي، چې ۱۵ میلیارډه او ۹۵۸ میلیونه او ۴۷۵ ټنه سوداګریز توکي پکې وو.

د ماليې وزارت واکمنان زیاتوي، په سیستم کې د اجناسو د قېمتونو معیاري کول، په ګمرکونو کې د توکو د دقیق وزن معلومولو لپاره د ۱۹ ساده او ډیجیټلي تَلو ترمیم او نصبول او له اسیکوډا الکترونیکي سیستم سره د هېواد د ټولو ګمرکونو نښلول؛ له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې د دغه وزارت له مهمو اقداماتو څخه دي.

د طالب چارواکو په خبره، په ۱۴۰۱ مالي کال کې د ۴۴.۲۴ میلیارډه افغانیو په ټولیز ارزښت، ۳ میلیارډه او ۱۶۲ میلیونه او ۶۳۲ ټنه د ډبرو سکاره (۹۴۸۲۳ محمولې) صادر شوي، چې له دې لارې څخه ۱۴.۶۰ میلیارډه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۴۰۱ مالي کال کې د مالیې وزارت عادي او پراختیایي بودجه، ۲۳۹ میلیارډه او ۰۳۷ میلیونه او ۳۱۴ زره او ۷۴۹ افغانۍ وه، چې ۸۱.۶۸ سلنه یې لګول شوې او دغه وزارت د سپما اصل په مراعتولو، د بې ځایه لګښتونو مخنیوي او له فساد سره د مبارزې پایله کې د ۴۳ میلیارډه او ۷۸۹ میلیونه او ۱۵۵ زره او ۵۷۵ افغانۍ کسر مخنیوی کړی دی.

طالب چارواکو په ننني خبري کنفرانس کې د ماليې وزارت له بوديجې د طالبانو د مشر ملا هبت الله لپاره د لښکر جوړولو او د عوايدو په سر د نوموړي او نورو طالب چارواکو د اختلافاتو د ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. څومره ښه خبر دۍ.
    کور مو ودان. د وطن او ملت په خدمت کی درته لا ډیر بریالیتوبونه غواړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب