شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د اوکراين د جګړې حقايق

د اوکراين د جګړې حقايق

ليکوال: نوراحمد خالدي

ژباړه: حميدالله بسيا

په لومړي سر کې وايم دا ليکنه له روسيې څخه د طرفداري په معنا قطعا نه ده. نو که د امريکا، ناټو او برتانيا خواخوږي ياست او معلومات مو له غربي رسنيو ترلاسه کوئ دا ليکنه مه لولئ ځکه کېدای شي شوک شئ! خو که د اوکراين د خلکو طرفدار ياست د سولې طرفدار ياست او غواړئ چې د درواغو پرځای، د بې ځايه هيلو پرځای، په ترخو او درنو حقيقتونو پوه شئ دا ليکنه حتمآ ولولئ. دا هغه ترخه حقيقتونه دي چې غربي رسنۍ یې نه نشروي، خو بايد خبر شئ چې اوکرايني ملت د امريکا او برتانيا د قدرت طلبي ښکار شوی دی، هيڅ ځواکمن هېواد د خپلې دروازې به خوله کې خپل دښمن نه شي تحمل کولای.

په ناټو کې د اوکراين ورګډېدل د روسيې لپاره د حيات او ممات مسئله ده. دا خبره تېر شل کاله متواتر روسانو غرب ته رسولې ده او ګوتڅنډه یې ورته کړې ده چې له دې کاره لاس واخلئ ،خو امريکا او برتانيا  د روسيې خبرې بابېزه ګڼلې او د روسيې پرخوا د ناټو له پراخولو څخه نه دي کېناستلي.

د ۲۰۰۸ کال په فبروري کې د امريکا د استخباراتو (سي ای اې) اوسني رييس ويليم برنز چې هغه وخت په ماسکو کې د امريکا سفير و، يو ياداښت د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ته ولېږه چې عنوان یې وو (نېت د نېت په مانا  دی) ، په دې معنی چې په روسي ژبه کې (نه) ته نېت ویل کېږي نو روسان په ناټو کې د اوکراين شموليت ته (نېت) يا نه وايي او زياته یې کړه چې که اوکراین په ناټو کې شمولیت اختيار کړ ، روسان به اوکراین حمله وکړي نو بناء د ټولو لپاره دا واضح وه چې روسان په ناټو کې د اوکرآین ورګډېدل په هيڅ حال نه تحمل نه کوي او لکه څنګه چې نړۍ شاهده ده د ويليام برنز دا خبرداری دادی په واقعيت بدل شو.

تمه وه چې دا جګړه به په لومړيو مياشتو کې د استانبول د توافق بر اساس ختمه شي او پای ته به ورسېږي، خو امريکا د برتانيا صدراعظم (بوريس جانسن) کييف ته ولېږه او د سولې ټولې هڅې یې له خاورو سره خاورې کړې ،ځکه امريکا او ناټو اعلام کړی و چې هدف یې د روسيې ستراتيژيکه ماتې او د روسيې د اقتصاد له منځه وړل دي.

د ۲۰۲۲ په فبروري کې کله چې روسي ځواکونو په اوکراين حمله وکړه ، د اوکرآین مسلح ځواک ۴۰۰ زره فعاله اردو، ۲۰۰ زره د احتياط قوه لرله، چې له ۲۰۱۴ را وروسته د ناټو لخوا تجهيز او تعليم ورکړل شوی وو، خو تر دې اوس مهاله د اوکراين اردو دوه ځلې چې له ۲۰۱۴ را وروسته د ناټو لخوا تجهيز شوې وه له منځه تللې ده. همدا اوسني عسکر د اوکراين درېيمه اردو ده چې عمدتآ د اوکراين په ګاونډيو هېوادونو کې د ناټو د افسرانو لخوا تربيه کېږي او د ناټو په وسله مجهز د جګړې په ميدان کې جنګېږي.

لکه څنګه چې ليدل کېږي د روسانو ستراتيژي د جګړې په لومړۍ کرښه چې دوه زره کيلومتره پراخوالی لري( په تدريج سره اعظمي فشار دی. روسان بيړه نه لري، يو اوږد او پراخ دهلېز یې له شرق څخه تر جنوب پورې د اوکرآين په خاوره کې جوړ کړی دی.  کريميا یې پر روسيې پورې ونښلوله، او هغه سيمې چې د دفاع قابل نه وې او د چريکي تهاجم سره مخامخ وې ژر ترې راووتل، لکه د کييف شاوخوا، خارکيف، د دنيپر سيند شمالي سيمې او خرسون. د دنيپر سیند په جنوبي خوا کې یې کلک دفاعي خط جوړ کړی دی او همدارنګه پلي ځواکونو ته تلفاتو د نه رسېدلو له امله ډېر تمرکز په توپچي او راکټي بريدونو او ډرون الوتکو باندې کوي.

نظامي کارپوهان په دې حيران دي چې د روسيې هوايي ځواک لکه څنګه چې بايد په جګړه کې یې حضور درلودلی په هغومره تعداد کې نشته، خو د معلوماتو له مخې روسانو هوايي ځواک له ناټو هېوادونو سره د مستقيم احتمالي مقابلې لپاره تيارسئ حالت کې درولی دی.

اوکراين د نويو سرتېرو د جلب و جذب له مشکل سره مخ دی، څوک پاتې نه دي چې عسکري ته یې را جلب کړي، ۱۴، ۱۵ کلن  کوچني هلکان یې په زور له اوديسه غوندې ښارونو څخه راټولوي او له دری ورځو نظامي تعليم وروسته یې جنګ لومړۍ کرښې ته لېږي.

د اوکراين د اردو تلفات تر اوسه پورې ۳۲۰ زره نفر دی ، د هرو ۱۰۰ روسي سرتېرو په مقابل کې ۸۰۰ اوکرايني سرتېري وژل شوي دي، که پرتلنه وشي په دويم نړيوال جنګ کې د امریکا تلفات په اروپا او د جاپان په مقابله کې تر دې ډېر کم وو.  د امريکايي متقاعد جنرال (سکاټ رايټر) له قوله يوازې د بخموت او سوليدار په جنګي جبهه کې د اوکرایني سرتېرو تلفات د ۷۰ زرو په شاوخوا کې وو.

تر اوسه يوازې امريکا د ۵۸ ميليارده ډالرو نظامي تجهيزات اوکراين ته لېږلي دي، (د امريکا د دولت راپور). دا اندازه پيسې د استراليا، پاکستان، اندونيزيا، او ان پولېنډ او ايټآليا له نظامي کلنۍ بوديجې زياتې پيسې دي.

روسان په ورځني ډول يو میليون د توپونو او هوانونو مرمۍ د اوږده ۲ زره کيلومتره جنګي کرښې په اوږدو کې د اوکراين د سل زره کسيزه ځواک باندې ور توغوي، چې د اوکرآیني د فيرونو په مقابل کې ۱۲ چنده ډېر دی.

د douglas macgregor توضيحاتو ته چې دامريکا د دفاع وزير لومړی مشاور او جنرال Scott Ritter چې په عراق کې د امريکا د زرهدارو ځواکونو قوماندان او په عراق کې د امريکا د وسلو د پلټنې د ډلې مشر وو غوږ ونیسئ په حقايقو به پوه شئ.

نو په هر حال دا اټکل کول ډیر وختي دي چې اوسنۍ کیسه او جګړه به څنګه پای ته ورسیږي امريکا او ناټو په هرحال غواړي چې روسيه کمزوری کړی خو تر منځ یې اوکراین د همدې  زيلينسکي په ولسمشري کې لوټې لوټې کړ ، په ميليونو خلک کډوال شول ، د اور لمبې جګېږي، نړۍ په خورا بد حالت کې قرار لري، د امريکا او ناټو په لوبو کې راګيره ده. او ورځ تر بلې حالت د لا خرابېدلو او ويجاړئ پرخوا روانه.

4 COMMENTS

  1. ښه دي چي دوي په خپلو کې سره د يو بل په وژلو مصروف وي، که يو بل نه وژنې، نو مونږه به وژني. دوي ټولو ته مونږه هسې هم د يوه سره وحشيان ښکارو، نو د يو لحاظه ښه دي شي په همدي حالت کې واوسی

  2. د ساړه جنګ په ادبياتوکې دپخوا څخه دغه مقوله عامه چي امپرياليزم بي دوښمن نه ژوند نشي کولۍ! دشوروي اتحاد يرغل په افغانستان باندي غرب ته هغه چانس چي دوي له خداي نه په آسمان غوښتو په ځمکه ورته پيداشو، د پخواني شوروي اتحاد د ماتولو لپاره يي د ټولي نړۍ اجير جګړه ماران د مجاهدينو پنامه راټول کړل او پايله يى د شوروي اتحاد ماته ديو نيم ميليون افغانانو په مرګ ميسره شوه، زموږ ټول ټولنيز بنسټونه ونړيدل او تر اوسه د هماغه اور په خوګلن کي سوځو. دشوروى له دړي وړي کيدو وروسته نړۍ يو قطبى شوه او ناتو يرغليزه بڼه خپله کړه، به عراق باندي دوى جګړي د درواغو استخباراتي معلوماتو په اساس، په افغانستان يرغل، د عربو د پسرلي پنامه د مراکش نه نيولي بىا تر عراق او سوريى پوري دا تول د ناتو اوپه سرکي يى امريکا د يرغلګرى روحيي بيلګي دي، يو ځلې ديک چينې( د امريکا دفاع وزارت پخواني مرستېال) وېلي وو جګړه بهترين بزنس دۍ، همدا جنګونه دي چې د دوي فابريکي ورباندي چالاني دي. زما افسوس د اوکراين په عام اولس راځي چى دخپل برديپال، ټوکمار( کارمل مانندي) اومزدوړ اولسمشر دغلط سياست قرباني دى. په پاي کي هغه پښتومتل د زلينسکي په اړه مناسب دي چي وايى: چي ډم يي وى رهبر….. کار يى نه ترچا بر

  3. په پورته لیکنه کی د اوکراین د جنګ د حقائقو بیان د حقائقو یوه وړوکی برخه ده مانا دا چی ددی جګړی شا ته نور درانه درانه او احیاناً ویرانوونکی نکات او اهداف نغښتی دی.
    د امریکائی امپریالیزم هدف نه یوازی د مسکو تضعیف او انزواء ده بلکه غربی اروپا خصوصاً المان او فرانسی ته ئی هم یوه ستره اقتصادی توطئه جوړه کړیده ( غواړی د المان او فرانسی د درنو او نفیسو صنایعو فابریکی امریکی ته په مهاجرت اړی سی څو د اروپا صنعت او اقتصاد کمزوری او امریکائی اقتصاد غښتلی کړی ) .
    روسیه هم یو اټومی قدرت دی او ماته ئی آسانه خبره نه ده او ناټو هم دومره شهامت او قدرت نلری چی د مسکو سره د اټومی جګړی تر سرحد پوری مخته ولاړه سی او احتمالاً د اوکراین د ماتی او اشغال په صورت به د روسئی غښتلتیا اروپا دیته اړ باسی چی د امریکی د مرئیتوب د ځنځیر څخه د ځان ژغورنی هڅه پیل کړی.
    بله خبره دا ده:
    د هر هغه چا د عقل سلامتیا په شک کی ده کوم چی د شوروی په وړاندی د افغانانو او غربی نړی د مقاومت په هکله منفی بافی کوی. د شوروی د یرغل او پرمختګ مخه په هره بیه چی وای باید نیول سوی وای ( لکه څنګه چی ونیول سوه) . راسی یوه شیبه دا تصور وکړو چی:
    که د شوروی د نفوذ مخه نه وای نیول سوی نو نن ورځ به زموږ د هیواد او سیمی او حتی نړی هر اړخیزی نقشی کومه بڼه درلودای؟
    پدی خو کی خو شک نسته چی د شوروی په وړاندی مبارزی د ” جهاد ” نوم واخیست او پدی جهاد کی تر افغان او عرب مسلمان، غربی کافر لویه ونډه او لوی رول درلود خو سره لدی د شوروی او کمونیزم د ” کلاه ” چپه کیده نور ناخوښوونکی عوارض هم درلوده چی البته دا عوارض او ستونزی اجتناب نه منونکی او غالباً طبیعی وی. د شوروی د یرغل په وړاندی بریالی مبارزه ځکه منحرفه سوه چی غرب خصوصاً امریکی نور حریصانه اهداف تعقیب کړه چی نتیجتاً د شوروی په نسبت ئی افغان وولس ته ډیره صدمه ورسوله.
    په هر حال، د شوروی د یرغل په وړاندی که پاڅون هم نه وای تر سره سوی او ټول افغانستان مسکو ته تسلیم سوی هم وای نو بیا به ئی هم وضعیت تر نن ورځی بهتر نه وای ( بله فضاء او بل فرهنګ او بله ایډیولوژی او بل ډول شرائط به حاکم وای ) .

  4. امریکا په خپلو پلانونو کی چی روسیه ضعیفه او منزوي کړی او په نړۍ کی يی د خلکو په نظر کی لیوان او وحشیان معرفی کړی بی له شکه کامیابه ده.
    ۱- امریکا پرته له مخامخ جګړی د اکراین په لاس او قربانیو د روسي لپاره ډیر مشکلات جوړکړی دی.

    ۲- اروپايی ټولنه چی غوښتل يی په نړی کی ازاد او مستقل سیاست ولوبوی همدی جګړی د امریکا په غیږ کی ورواچول.

    ۳- یوازی جرمنی د فاع لپاره د سلو بیلینو نه زیاته کلنیزه بودیجه اعلان کړی او همداراز د امریکا د وسلو پلورلو بازار په ډیره چټکی ددې جګړی له برکته په مخ روان دی.همدغه راز جاپان اوس د خپلی دفاع لپاره غواړی کاروکړی چی ګټه يی امریکا او زیان يی چین او روسی ته رسیږی.

    ۴- په نړۍ کی يی د روسی برم او دبدبه راښکته کړه او روسیه اوس د چین د مرستو محتاجه او چین ورباندی ځان بر لاسی ګڼی

    ۵- د روسی نږدی ګاونډی هیوادونه يی په روسی بی باوره

    ۶- دروسانو فوځی رازونه يی افشا کړل.

    په لڼډو ټکو کی روسان او تالبان د یوه کاروان ملګری دی چی بل هیڅ دښمن ته ضرورت نه لری
    په پاکستان کی د نواز شزیف په هکله یو متل مشهور دی چی وايی:
    نواز شریف همیشه په خپله اوږه تبر ګرځوی خو دا تبر د بل چا لپاره نه بلکه د خپلو خپو د وهلو لپاره يی ګرځوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب