تاند:( یکشنبه ، د حمل ۲۰ ) د غزني د ورزش امريت په همغږۍ په خواجه علي صاحب ورزشي لوبغالي کې د اتو لوبډلو په ګډون د واليبال رمضان جام سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل لوبه قلعه نو او سلطان محمود روضه لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د قلعه نو لوبډلې له ٣-١ پايلې سره خپل سيال ته ماتې ورکړه.
د ورزش سیمه ییزو چارواکو له دغو سیالیو د لیدنې پر مهال لوبغاړي هڅولي دي.
غزني له هغو ولایتونو څخه دی، چې اوږده موده د جګړو له امله له ورزشي فعالیتونو او نورو ډېرو تفریحي مسایلو لیرې پاتې و.