چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنې د کانونو سکتور سره د همکارۍ ژمنه وکړه

اروپايي ټولنې د کانونو سکتور سره د همکارۍ ژمنه وکړه

تاند:( چارشنبه، د عقرب پینځه ويشتمه) د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په کابل کې د اروپايي ټولنې له سفیرې مېرمن رافیلا سره په خپل کاري دفتر کې ليدلي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه کتنه کې شېخ دلاور اروپايي سفیرې ته د افغانستان د طبیعي زېرمو، فعالیتونو، عوايدو، روڼتیا، ملي حاکمیت، امنیت او په تېرو ۱۳ میاشتو کې د طالبانو د حکومت په هکله مالومات ورکړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د دوی حکومت هڅه کوي تر څو د کانونو په سکټور کې د پانګه والو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د سرچېنې په وینا، دواړو لور په دغې کتنه کې د یو شمېر نورو موضوعاتو تر څنګ په هېواد کې د روان وضعیت، ستونزو او حل لارو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیرې په کتنه کې د کانونو او پترولیم وزارت کړنې وستایلې او د هېواد په پرمختګ او اقتصادي وده کې يې د دغه وزارت رول مهم یاد کړ.

نوموړې د کانونو له سکټور سره د همکارۍ د ژمنې تر څنګ له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ډاډ هم ورکړ.

 تر دې وړاندې هم طالبانو په افغانستان کې د کانونو پر سکتور د یو شمېر بهرنيو پانګوالو د پانګونې د لېوالتیا خبر ورکړی و ، خو په عمل کې تر اوسه په دې اړه د پرمختګ څه نه دي ويل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب