دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپښتونخوا کې ۸ پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي

پښتونخوا کې ۸ پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي

تاند:( چارشنبه، د عقرب پینځه ويشتمه) د پښتونخوا په لکي مروت، باجوړ او ټانک ضلعو کې دوه وسله وال بريدونه او يوه چاودنه شوې، چې پکې شپږ پاکستاني پوليس او د اېف سي په نوم امنيتي ځواک دوه عسکر وژل شوي .

د پاکستاني چارواکو په وينا، سربېره پر دې په مختلفو پېښو کې نن د اېف سي د يوه عسکر په ګډون د امن کمېټۍ څلور غړي ژوبل شوي دي.

د پاکستان د طالبانو تحریک TTP د دغو بريدونو مسووليت پر غاړه اخیستی.

په ورته وخت کې، پاکستاني چارواکو د پاکستاني طالبانو په ځپلو ټینګار کړی.

د پښتنو ملتپالې ډلې او په خاص ډول پښتون ژغورنې غورځنګ، چې د پښتنو خلاف د پاکستان د پوځ او استخباراتو د دسيسو پر وړاندې رامنځته شوی، پاکستان د طالبانو د رامنځته کولو او لوبولو دواړو په برخو کې په مرموزو لوبو تورنوي.

دوی زیاتوي، چې پاکستان د TTP ډله حمایه کوي، د پښتنو سیمې پرې نا امنه کوي او بيا ېې د ځپلو په نوم عملياتو کې پښتانه ملتپال ځپي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب