جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهمسکو کې پر افغانستان خبرې؛روسیه، هند او ايران پر ګډ دریځ لرلو...

مسکو کې پر افغانستان خبرې؛روسیه، هند او ايران پر ګډ دریځ لرلو خبرې کوي

 تاند:( چارشنبه، د عقرب پینځه ويشتمه) د روسیې پلازمېنه مسکو کې نن د افغانستان په اړه د روسیې فارمټ په نوم د سیمه ییزو هېوادونو ځانګړې غونډه په داسې مهال پیل شوې، چې ځينو رسنيو د غونډې په څنډه کې د روسیې، ایران او هندوستان تر منځ د افغانستان په اړه د ګډ دریځ لرلو په اړه د مذاکراتو خبر ورکړی.

د ایران او هند يو شمېر رسنیو ویلي، چې روسیه د افغانستان په روان وضعیت کې د پاکستان له نقش څخه ناراضه ښکاري.

د‌ مسکو له غونډې مخکې هم د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت او نننۍ پیل شوې غونډې خبرې کړې وې او طالبان یې ټول شموله حکومت جوړولو ته بللي وو.

د طالبانو د ادارې استازي نننۍ غونډې ته نه دي بلل شوي.

طالبانو له همدې امله د غونډې د بې نتیجې والي خبر ورکړی او د افغانستان په اړه ټولو غونډو کې ېې خپل حضور ضرور ګڼلی.

ويل کيږي، چې روسیه، ایران او هندوستان له امریکا سره د پاکستان په وساطت د طالبانو د اړیکو په بیرته ښه کیدو ناراضه ښکاري او خطر ورڅخه محسوسوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له طالبانو سره د خپلو اړیکو په دوام ټينګار کړی.

روسيه په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو له دوام څخه انديښمنه ده او امریکا یې تر شا په لاس لرلو او منځنۍ اسيا ته د نا امنۍ رسولو په هڅو تورنوي، خو امريکا دا تورونه بې اساسه ګڼلي دي.

1 COMMENT

  1. اوس ټوله نړی پدی پوه شوی چی پدی ۴۵ کلن او ۲۰ بحران کی د پنجاب در قومنده لاندی د پاکستان مرتد پوځ او استخباراتو لاس دی چی سیمه او ټوله نړی ترینه اندیښنه لری نو موږ افغانان باید نړی ته ووایو کچیری تاسی له تروریزم یا داعش څخه ویره لری باید دا موضوع ایران او هند مخامخ له پاکستان سره شریکه کړی باید هر موضوع په افغانستان باندی ونه تپی ځکه دا ټولو هیوادونو لپاره سیاسی مداخله ګڼل کیږی نو باید روسیه ایران او هند په خپل مینځ کی د پاکستان وړاندی متحد شی کچیری نشی نو امکان شته چی راتلوونکی ایران او هند ته ستونزی وزیږوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب