جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد معروف–ارغستان د ٥٠ کیلومتره سړک د اساسي رغونې کار پیل شو

د معروف–ارغستان د ٥٠ کیلومتره سړک د اساسي رغونې کار پیل شو

تاند:( چار شنبه، د قوس دويمه) ‏د ټولګټو وزارت له لوري، د کندهار ولایت د معروف – ارغستان ولسوالیو سړک د اساسي رغونې کار پیل شو.

دا سړک، د معروف او ارغستان ولسوالیو تر منځ د ۵۰ کیلومترو په اوږدوالي سره غځېدلی، چې اوس مهال یې د جوړلو کار د ټولګټو وزارت لخوا له دوو جېوي خصوصي ودانیزو شرکتونو (یونیورسل او ZKB) سره قرارداد شویاو د ټولګټو وزارت لخو تمویلیږي.

د ټولګټو وزارت د خبرپاڼې له مخې ، د یاد سړک د جوړېدو پرمهال به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د کار له بشپړېدو سره به یې د معروف او ارغستان ولسوالیو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې حل او له کندهار ښار سره به ونښلي.

کندهار د افغانستان له ډېرو جګړه ځپلو ولایتونو څخه دی او د تېر نظام خلاف د طالبانو د شل کلنې جګړې پر مهال سخت زيانمن شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب