دا ناروغي د یو ډول ویروس په واسطه مینځ ته راځي چې په لومړی ځل په ۱۳۳۴ زیږدیز لمریز کال کې وپیژندل شوه.
دا ویروس د کال په نورو وختونو په پرتله د ژمي او پسرلي په موسم کې زیاته وي او یوازینی کوربه یې هم د انسان بدن دی.
دا ویروس په اسانی سره د ناروغ د ټوخي، پرنجي، لاړو او مستقیم تماس په واسطه بل روغ کس ته سرایت کولای شي چې زیاتره پرې له پنځو تر پنځه لس کلنی عمر ماشومان اخته کیږي.
کله چې ویروس د انسان بدن ته داخل شي د څوارلسو ورځو او ان کله کله تر څلرویشتو ورځو پورې یې نښئ (اعراض) نه څرګندېږي خو د دې مودې له تیریدو وروسته معمولا د ناروغ یو طرف مخ یا کله هم دوه طرفه مخ د غوږ لاندې برخه کې پړسیږي چې په تماس سره ډیر حساس او دردناک وي.
د دې سربیره ناروغ ته سردردي، تبه، د ځان عمومي سستوالی، د عضلاتو درد اوبې اشتهایي پیدا کیږي.
د غوږ درد د خولې وچوالی او د ژامې د شخوالي له امله په ژولو او تیرولو کې ستونزه یې نور اعراض دي.
د ناروغ د مخ پړسوب د پاروټیډ په نوم د لاړو د افراز د یوې غدې د التهاب له وجې وي خو ویروس کولای شي چې د لاړو نورې غدې او د بدن نور غړي لکه زړه، ینه، بندونه، دماغ او د دماغو پردې هم ونیسي.
د دماغو یا د دماغو د دپردو د مصاب کیدو کچه یې د لسو سلنو نه ښکته ده چې یوه اونۍ به دوام کوي او د مړینې اندازه یې هم تر دوه فیصدو هم ټیټه اټکل شوي ده خو بیا هم دا یو جدي حالت دی او ناروغ په کې ښې څارنې او درملنې ته اړتیا لري.
کله هم دا ویروس د اوریدو د عصب د مصاب کیدو له امله کوڼوالی هم پیښولای شي.
همدارنګه په نارینه و کې د (خصیو) او د بلوغ نه پورته عمر جیناکیانو کې د تخمدانونو د منتن کیدو له امله (په دی صورت کې ناروغ ته زړه بدوالی، قی، او د نس درد پیدا کیږي) په نادر ډول د شنډتوب یا داولاد راوړلو د قدرت د نشتوالی ستونزه رامینځ ته کوي.
د ډډ غمبوری ناروغ د انسان د معافیتي مقاومت په پایله کې لږ تر لږه د دوه اونیو په موده کې په خپله ښه کیږي.
یوازې د درد او تبې لپاره درمل ورکول کیږي، د پړسنې ساحې ګرم ټکور او د خولې دلارې اوبلن مایعات که د ناروغ د ناروغۍ په لنډون کې دومره رول نه لري خو په ناروغ کې د ناروغۍ داختلاطاتو په کموالي کې ګټه رسوي.
د ۱۹۷۷ زیږدیز لمریز کال راهیسې ددې ویروس په مقابل کې موثر واکسین شته چې په کوچنیوالی کې ماشوم ته د دولس میاشتنی نه تر پنځه لس میاشتنی عمر کې او بیا ځل د څلورو نه تر شپږو کالونو عمرونو کې ورکول کیږي.
هغه ماشومان چې واکسین شوي وي په ډیره کمه اندازه په دې ویروس اخته کیږي اویا هم پرې اسانه تیریږی.
د واکسین د موثریت اندازه %۸۸ سلنه ده .
د ناروغۍ د سرایت د مخنیوي لپاره ناروغ کس ته باید په جدا لوښو کې خواړه ورکړل شي، د ټوخي په وخت کي ماسک وکاروي او یا هم د نورو ماشومانو نه په کافی اندازه لرې وساتل شي.
دا ناروغي د اعراضو د پیدا کیدو نه پنځه ورځې مخکې او د اعراضو او علایمو له ختمیدو وروسته تر اتو ورځو پورې نورو ته انتقالیدای شي.