پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهخلک نندارې ته بلل شوي؛ لوګر کې پر تورنو کسانو نن«شرعي حدود»...

خلک نندارې ته بلل شوي؛ لوګر کې پر تورنو کسانو نن«شرعي حدود» تطبيقېږي

تاند:( چار شنبه، د قوس دويمه) ‏د لوګر طالب چارواکو نن د يوې اعلاميې له خپرولو سره خلک پر يو شمېر تورنو کسانو د « شرعي حدودو» د تطبيق نندارې ته بللي دي.

 د لوګر لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ليکلي:« استیناف محکمه په پام کې لري، چې يو شمېر مجرمينو ته تعزیري سزا په عام محضر کې ورکړي، نو له کبله تاسو ټولو قدرمنو علماوو، مجاهدينو، قومي مشرانو، سپين ږيرو، ځوانانو او ‏عام ولسونو څخه په ډېر درنښت هيله کېږي، چې په ټاکلي وخت د لوګر سپورټي لوبغالي (فټ بال سټیډیوم) ته تشريف يوسي!»

سرچينې د مجازات کيدونکو کسانو شمېر او ورباندې لګول شوي تورونه نه دي په ډاګه کړي.

پرون د اروپايي ټولنې د پارلمان مشرې روبرتا متسولا انديښنه وښوده، چې افغانستان به بيا د تېرو شلو کلونو مخکې په شان د طالبانو له لوري د شرعي حدودو د تطبيق په پلمه د ښځو او نورو خلکو د اعدام، سنګسار، په درو وهلو او د وجود د‌ غړو د پرې کیدو د پېښو شاهد وي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، د‌ دوی امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده څه موده مخکې بيا د دغو سزاوو د تطبيق امر کړی او له مختلفو ولايتونو څخه ېې د عملي کیدو راپورونه ورکړل شوي.

د‌ پکتيا پخوانی والي حليم فدايي وايي، چې د شرعي حدودو په نوم عملي کيدونکې سزاوې د حضرت محمد (ص) او خلفای راشدینو پر مهال هم په ډېر استثنایي ډول عملي کيدې.

د هغه په وينا، ډېر ځله هغه کسان، چې خپله یې په سختو جرمونو اعتراف کاوه د اسلام ستر پيغمبر او خلفای راشدینو وخت ورکاوه، چې که پر خپل اعتراف پښېمانه شي او حدود پرې عملي نه شي.

د‌ طالبانو منتقدین له دوی پوښتنه کوي، چې که امیرالمؤمنین یې ځان ريښتيا د مسلمانانو رهبر بولي، د ۹۰ سلنه وږو افغانانو د مړولو لپاره ېې څه کړي، چې د غلا او نورو جرمونو په پلمه یې په خپلو جنګياليو مجازات کوي؟

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې دوی د شرعي حدودو په تطبيق کې ډېره بېړه د دې لپاره نه ده کړې، چې شرعي حساسيتونه په پام کې ولري.

3 COMMENTS

  1. دا متحجرین غواړي ولسونه ووېروي ، بشریت ته توهین وکړي او په دې توګه خپل جهالت ته ادامه ورکړي .
    د دوی د دې کرغېړنو اعمالو په نتیجه کې به یوه ورځ راشي چې ملا به له کوره نه شي راوتلي او په خپل نوم به شرمیږي .

  2. په اولس د نالت وي اولس د هم غل او بوسلمان دی نه د اولس دسړي زوی دی او نه جاهل طالب ! دخرر سزا د خر لغته ده، هغه خره اولس ته چې هر چا دالر ورکړه خپلې ښځې پرې خرڅوي ! نالت پر دې ټولو جاهلانو د بشریت د سرطان دانه !!

  3. زه خپله هم له عقیدتی او هم له انسانی – عاطفی نظره د قاتل او وسله وال غله او د مسلمان پر عنف او عزت متجاز ( جنسی تجاوز ) کس د اعدام سخت طرفدار یم.
    امّا
    د شریعی حدودو اِعمال ځانته خپل معیارونه او شرائط لری چی د طالب حمّاری او غاصب حکومت نه د شریعی حدودو د اِعمال اهلیت لری او نه صلاحیت ضمناً د غله د لاس غوڅېده یوه پېچلې او مغلقه مسئله ده چی د مربوطه آیتونو شأنِ نزول او همدارنګه زمانی – مکانی شرائطو ته په کتو سره د پوره تدقیق وړ ده.
    په اسلام کی د غلا او رشوت د مذّمت شدت یو ډول دئ ( او حتی رشوت د یوې متمدنی ټولنی حکومتی بنیاد او ریښه د تباهی سره مخامخ کولای سی خو غلا یو فردی جرم دئ چی البته غلا هم یو مذموم او کرغېړن عمل دئ ) بناً طالب او ملا ډراکولا اخوند که د غله د مجازات په لټه کی وی نو لومړی باید رشوت خور هم مجازات سی ضمناً د قرآن هر حکم د پاملرنی وړ دئ ( کار اهل ته سپارل ) همدارنګه د زنا په جرم د یو چا سنګسار خو فقط یوه تئوریکی توصیه ده او د ِاِعمال شرائط ئې د عدم تمکین تر سرحد پوری دی ( د زنا د جرم مجازات عملاً ناممکن دی اِلّا دا چی امیرالمؤمنین او درې نور انډیوالان ئې د زناکارانو څنګ ته ناست وی او د زنا ننداره ئې کړې وی چی پدې صورت کی به دا څلور واړه شاهدان خپله هم تحریک او سپاره سی ).
    په هر حال، د غله د لاس غوڅېده او د زانی رجم ( هغه هم د یو جاهل او غیر متخصص قاضی د حکم په اساس ) به یو ظالمانه بدعت وی.
    امّا صلی خبره:
    طالبی حمارت عام وولس ته د حدود د جاری کېدو د نندارې بلنه ور کړېده
    خو
    له بلی خوا
    یهودو او انګریزانو او د اسلام لویو دښمنانو ټولو نړیوالو ته د طالب د متحجرانه او نوکرانه اسلام د نندارې بلنه ور کړېده ( استعمارګرانو د طالب او داعش او القاعدې د پټ ملاتړ او تحریک پواسطه د رښتینی اسلام د بدناموَلو او تحقیر په لټه کی دی ضمناً استعمارګران نوری سیاسی – اقتصادی پروژې هم د طالب د حاکمیت په سیوری کی پلی کوی).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب