دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهکندهار کې ط-انو د ملکي ادارو د تصفيې بهیر پیل کړ

کندهار کې ط-انو د ملکي ادارو د تصفيې بهیر پیل کړ

تاند:( چار شنبه، د قوس دويمه) ‏د‌ کندهار لپاره د طالبانو د مرستيال والي مولوي حيات الله مبارک په مشرۍ د دوی د ليکو د تصفيې کميسيون په ملکي ادارو کې د تصفيې د پيل خبر ورکړی.

د کندهار ولايت لپاره د طالبانو مطبوعاتي دفتر د ملا مبارک له قوله لیکلي:« صفونو ته پوره پاملرنه کول زموږ له مهمو دندو څخه ده؛ ځکه دا صف په ډېرو قربانیو سره راغلی، که مو صف وساتئ نو نظام مو وساتئ، که مو صف پاک کړ نظام مو پاک کړ، نو تاسې خپلو صفونو ته پوره پاملرنه ولرئ؛ ځکه که غلط کسان پر دندو وي، نو د ټول نظام رنګ په بدیږي.”

د‌ طالبانو دغه چارواکي په نظامي برخه کې د خپلو صفونو له تصفيې خوښي ښودلې او په ملکي برخه کې ېې پر تصفيې ټینګار کړی.

طالبانو نه دي ويلي، چې له ملکي ادارو څخه څومره او د جمهوري نظام کوم پاتې شوي منسوبین غواړي وباسي.

مخکې طالب چارواکو ویل، چې يوازې د ادارو له رهبرۍ ېې پخواني چارواکي ايسته کړي او خپل کسان ېې ګمارلي، خو په وروستيو کې له ټیټ پوړو دندو څخه په مختلفو پلمو د پخوانيو منسوبینو د ايسته کولو شکایتونه زيات شوي.

د سره صليب نړيوالې ادارې په يوه وروستي راپور کې ویلي، چې د طالبانو له بيا واکمنيدو سره شاوخوا ۷۰۰ زره افغانان بې کاره شوي.

معلومه نه ده، چې په دغو کسانو کې له حکومتي دندو څخه څومره لیرې شوي کسان شامل دي.

د افغانستان پرزول شوي جمهوري نظام يوازې شاوخوا ۴۰۰ زره امنيتي او دفاعي ځواکونه لرل.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي تر څو مياشتې مخکې پورې د بهرنيو سفرونو پر مهال ويل، چې د جمهوري نظام شاوخوا ۵ سوه زره مامورين دوی پر دندو ورسره ساتلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب