جمعه, اپریل 26, 2024
Home+په لومړي وار مصنوعي وینه انسان ته ورکړل شوه

په لومړي وار مصنوعي وینه انسان ته ورکړل شوه

تاند- په بریتانیا کې ساینسيوهانو په لابراتوار کې جوړه کړې وینه په لومړي وار انسان ته ورکړه.

د بي بي سي د نړیوال سرویس د راپور له مخې، ساینسپوهانو د څو کاچوغو په اندازه وینه د دې لپاره چې د انسان په بدن کې دا جوړه شوې وینه وازمويي، تزریق کړه.

دوی وايي، که د انسان بدن یې په وړاندې حساسیت ونه ښود او کار یې ورکړ، دا به په ځانګړي ډول د هغو انسانانو لپاره چې د وینې ګروپ یې په اسانه نه موندل کېږي یعني ډېر کم دی، یوه ستره بریا وي.

د بریتانیا د بریستول پوهنتون د استاد اشلي توی په وینا، د وینې ځینې ګروپونه دومره کم او نادر دي چې ښايي په ټوله بریتانیا کې یې ۱۰ تنه ولري.

همداراز به مصنوعي وینه له هغو کسانو سره ډېره مرسته وکړي چې د کم خونۍ په خاصو ناروغیو اخته دي او پر له پسې وینو ته اړتیا لري.

دا څېړنه د بریستول، کمبریج، لندن د څېړونکو او د بریتانیا د ملي روغتیا د ادارې د وینې د څانګې د متخصصانو په همکارۍ شوې ده.

په کومه طریقه چې دوی مصنوعي وینه جوړوي، درې اوونۍ وخت غواړي. هغو رضاکارانو چې په لومړي ځل لږ وینه ورکړل شوې، د ډاکترانو په وینا تراوسه ښه دي او رضایت لري.

څېړونکي غواړي چې په لابراتوار کې جوړه کړې وینه یا مصنوعي وینه لږترلږه پر ۱۰۰ رضاکارانو وازمويي. هر رضاکار ته به له یوې تر ۴ کاچوغو پورې وینه څلور – څلور میاشتې وروسته ورکول کېږي.

په لابراتوار کې جوړه شوې وینه یوه ځانګړې ماده لري چې څېړونکو ته امکان برابروي څو د انسان په بدن کې هغه تعقیب کړای شي.

څېړونکي وايي چې لا هم ازمېښتونو ته اړتیا لري خو هیله من دي چې په لابراتوار کې جوړېدونکې وینه به د وینې د کموالي ستونزه د تل لپاره پای ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب