Homeخبرونهپاکستاني استخباراتو او سیمه ییزو هېوادونو د احمد مسعود او ط-انو د...

پاکستاني استخباراتو او سیمه ییزو هېوادونو د احمد مسعود او ط-انو د پخلاينې هڅې پيل کړي

تاند:( سې شنبه، د قوس لومړۍ) ‏راپورونه ښيي، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې د مشر په ګډون د سيمې ډېرو هېوادونو د طالبانو د ادارې او د دوی خلاف د يوې جنګي ډلې د مشر احمد مسعود تر منځ د پخلاينې هڅې پيل کړي دي.

بېلابېلو باوري سرچينو تاند ته منلې، چې په دې لړ کې د احمد مسعود او د پاکستاني استخباراتو د مشر او د افغانستان لپاره د قطر د ځانګړي استازي تر منځ په دوبۍ کې ليدنې شوي.

سرچېنې زياتوي، چې روسیې ته د احمد مسعود سفر هم د روسیې په غوښتنه د همدې لپاره شوی، چې د پنجشېر مقاومت ډلې او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه برابره شي.

يوې سرچينې تاند ته وويل، چې د احمد مسعود د پلار او د پنجشېر د مشهور قوماندان احمد شاه مسعود قبر ته د طالبانو د پنجشېر د والي ورتګ او دغې مقبرې ته د ساتونکو د ګمارلو اعلان هم له يادو هڅو سره تړاو لري.

د نړیوالو چارو څارونکي باور لري، چې د سیمې هېوادونه او د طالبانو نور ملاتړي د طالبانو خلاف د لويديز لخوا د رامنځته کيدونکو بديلو ادرسونو له احتمال څخه دا غوره بولي، چې طالبان او د دوی نور پخواني سخت دریځه متحدین سره پخلا او خپلې ګټې پرې تامین وساتي.

طالبانو او د احمد مسعود ډلې دواړو د تازه راپورونو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو او احمد مسعود تر منځ مخکې په ايران کې يوه غونډه بې پایلې پای ته رسیدلې وه.

احمد مسعود ویلي وو، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د يادې غونډې پر مهال د طالبانو امیرالمؤمنین سره د بیعت غوښتنه ترې کړې وه او په بدل کې ېې ده ته د يوه وزارت د ورکولو چمتووالی ښودلی و.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...