جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ۸ مياشتو ترافیکي پېښو ۷۰۰ تنه وژلي او زر نور ټپيان...

د ۸ مياشتو ترافیکي پېښو ۷۰۰ تنه وژلي او زر نور ټپيان کړي

تاند:( سې شنبه، د قوس لومړۍ) ‏د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ترافيکو ادارې چارواکو ویلي، چې له تېرو اتو مياشتو راهيسې د ترافیکي پېښو له امله ۷۰۰ تنه وژل شوي او تر يو نيم زر نورو پورې کسان ټپيان شوي دي.

د ترافيکو د ادارې یوه مقام عبدالودود خیرخواه ویلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله سږکال د ترافیکي پېښو مرګ ژوبله ۵ سلنه زياته شوې ده.

سرچينه زياتوي، چې د ثبت شویو ارقامو له مخې په وژل شويو کسانو کې ۴۵۴ ېې نارینه، ۷۲ ښځې او ۱۸۲ نور ېې ماشومان دي.

له دغو پېښو څخه شاوخوا درې سوه ېې د کابل او ډېرې نورې یې د هېواد د لویو لارو اړوند ښودل شوي.

نړيوال ارقام څرګندوي، چې هر کال تر ۱۳ سوه زرو پورې کسان په نړۍ کې د ترافيکي پېښو له امله وژل کیږي او تر ۵۰ میلیونو پورې نور ټپيان کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...