Homeخبرونهایران تېره مياشت ۵۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ويستي

ایران تېره مياشت ۵۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ويستي

تاند:( سې شنبه، د قوس لومړۍ) ‏د نيمروز لپاره د طالبانو ځايي چارواکو ویلي، چې ایران تېره مياشت يوازې د دغه ولايت په وریښمو لارې نيږدې ۵۰ زره افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

سرچينه زياتوي، چې د دغو کسانو له شاوخوا ۷ نیم زره تنو سره ېې د مهاجرت نړيوال سازمان د نقدي پيسو او خوراکي توکيو مرسته هم کړې ده.

د طالبانو له واکمنيدو سره شاوخوا دوه میلیونه افغانان ایران ته تللي، چې يوه لويه برخه ېې بېرته شړل شوي دي.

د ايران تر څنګ په سلګونه زره نور افغان پناه غوښتونکي پاکستان، ترکېې، تاجيکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم تللي، چې هره ورځ ورسره د اړوندو هېوادونو د ناوړه چلند ویډیو ګانې خپریږي.

څارونکي د افغانستان ګاونډيان او د سیمې نور هیوادونه د افغان کډوالو په سر په سوداګرۍ تورنوي او وايي، چې په لوړه بیه خپلې ويزې پرې پلوري او په خپله خاوره کې ېې د موجودیت له ثبتولو وروسته بیرته شړي، خو نړيوالو ادارو نه ېې په نوم مرستې او پیسې ترلاسه کوي.

په افغانستان کې له خپلو مخالفانو سره د طالبانو تشدد، بېساری اقتصادي او بشري ناورين، د نجونو د ښوونځيو تړل، د سلګونه زره تنو بې کاري او پر راتلونکي بې باوري له افغانستان څخه د کډوالۍ د سېلاب اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...