افلاطون د سقراط له قوله په خپل اثر جمهوریت کې د یوې هوسا او متمدنې ټولنې لپاره څلور صفتونه ډېر اړین بولي، هغه څلور صفتونه په دې ډول شمېري:” حکمت، مېړانه، ځان ساتنه او عدالت”
د سقراط په قول له حکمت څخه مراد علم او له علم نه مراد تدبیر دی. دا په دې مانا چې حکمت له علم او پوهې څخه سرچینه اخلي نه له ناپوهۍ او جهل څخه.
نوموړی لیکي: «سمه ده چې تول کسبونه له علم او پوهې څخه سرچینه اخلي، خو اصلي حکمت تدبیر او تدبیر بیا هېواد پالنه ده.»
که په یوه هېواد کې ټول کسبونه شتون ولري، خو هېوادپالنه په کې نه وي، مانا دا چې دا ټول کسبونه د یوې هوسا او متمدنې ټولنې یا هېواد لپاره بسنه نه کوي. د دې ټولو تکمیل کوونکې بیا هېوادپالنه ده او دا ډېر اړین حکمت دی.
افلاطون د سقراط له قوله دویم صفت مېړانه بولي او لیکي: «له مېړانې څخه موخه زړورتیا او یا ډار نه دی.»
له مېړانې څخه موخه د قانون شتون، د قانون منل او د قانون ساتنه ده. په کومه ټولنه او یا هیواد کې چې قانون وي، قانون ته درناوی وي او د قانون ساتنه وي، هغه ټولنه یا هېواد به تل هوسا او متمدن وي. د قانون په نه شتون او نه منلو کې ټولنه د ګډوډۍ خوا ته درومي او دا د هغې ټولنې یا هېواد د اوسېدونکو مېړانه نه ده.
افلاطون د سقراط له قوله درېیم صفت ځان ساتنه په ګوته کوي او لیکي: «ځان ساتنه نظم او پر خپل نفس واکمنېدلو ته وایي. ځکه انساني نفس ښې او بدې برخې لري.»
په کومه ټولنه یا هېواد کې چې نظم وي او خلک یې د نفس د ښې برخې پلوي وي، اوسېدونکو ته یې د خپل نفس واکمن او یا د خپل نفس مالکان وايي، ټولنه او هېواد به یې هم هوسا وي. په کومه ټولنه کې چې خلک يې د نفس د بدې برخې پلوي وي، دا ډول خلک د نفس بنده او یا نوکړ بولي. د دې ډول خلکو ټولنه یا هېواد بې نظمه او هوسا نه وي.
افلاطون د سقراط له قوله څلورم صفت عدالت بولي او وایي:
«عدالت هغه دی چې هر څوک خپل ځانګړی کار تر سره کړي. د بل په کار کې لاسوهنه ونه کړي او هر چا ته د هغه د مسلک، وړتیا او پوهې په اندازه کار وسپارل شي. ډاکټر دې ډاکټري وکړي او ترکاڼ دې ترکاڼي.»
که د ترکاڼ پر ځای انجنیر او د بزګر پر ځای موچي وټاکل شي، بیا نو له هغې ټولنې او یا هېواد څخه د هوساینې تمه بېځایه او ناممکنه ده.
که په یوه ټولنه یا یوه هیواد کې د سقراط په نظر دغه څلور صفتونه په سمه توګه عملي شي بې له شکه ټولنه به هوسا او متمدنه ټولنه وي.
د اسلام په سپېڅلي باور کې هم تل د علم او حکمت پر زده کړه تأکید شوي، په ښځه او پر نر يې لازم بللی دی. انسان دوستې او هېواد پالنه هم په اسلام کې لازمي شرط دی، د انسان ازارول او هېواد ته خیانت ستره ګناه بلل شوې ده.
د دې تر څنګ په اسلام کې اسلامي او مدني قوانینو ته درناوی، به ځان یې منل او ترې ساتنه د زړورو او پوهو انسانو کار بلل شوی او تأکید پرې شوی دی.
زموږ په اسلامي باور کې له نفس سره مبارزه ستر جهاد ګڼل شوی دی. هغه څوک چې د نفس نوکر وي هغه په ټولنه کې رټلی او د خلکو په نظر تل ټیټ وي.
د اسلام په سپېڅلي باور کې پر عدالت او اعتدال ډېر تأکید شوی دی. هر چا ته خپل حق ورکول، د بل د حق نه غصبول او د نورو په کارونو کې لاس نه وهل د اسلام ستر اصول دي.
که کومه ټولنه د اسلام د سپېڅلي باور سره سم ځان عیار کړي، هرومرو به هغه یوه هوسا او متمدنه ټولنه وي.
موږ افغانانو ته په کار ده چې د علم په زده کړه کې کوښښ وکړو او هېوادپالنه، قانون ته درناوی او منل يې پر ځان لازمي وګڼو. د دې تر څنګ له نفس سره تل مبارزه وکړو او په دې لاره کې ځان د نفس نوکر او بنده نه کړو.
که مو د چا حق خپل ونه ګاڼه او تل مو د حق پلوي وکړه، په هېواد کې به عدالت تامین، ټولنه به مو هوسا او لوی خدای ج به هم راضي وي.