دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهسويس ته د افغان بانکي زېرمې د يوې برخې د لېږد په...

سويس ته د افغان بانکي زېرمې د يوې برخې د لېږد په اړه غونډه وشوه

تاند:( سې شنبه، د قوس لومړۍ) ‏د سویس حکومت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد يوه بانک ته د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د درېیمې برخې د لېږد په اړه د اړوند کميسيون غونډه جوړه شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، یاده غونډه پرون د سویس په پلازمېنه ژنيو کې شوې.

سرچینې د یادې غونډې جزييات نه دي په ډاګه کړي.

د سويس يوه بانک ته د افغانستان د شاوخوا لس میلیارده امريکايي ډالرو د کنګل شوې بانکي زېرمې د درېیمې برخې د لېږد پریکړه څو میاشتې مخکې د امريکا متحده ايالاتو حکومت وکړه.

ياد شوي هېواد « د افغانستان د خلکو مالي صندوق» په نوم يو صندوق هم رامنځته او د دوو سویسي، يوه امريکايي مقام او دوو پخوانيو افغان بانکي چارواکو په ګډون د ياد شوي صندوق د مدیریت لپاره يو بورډ هم رامنځته کړ.

 له افغان لوري څخه ډاکټر انورالحق احدي او شاه محمد محرابي، چې د افغانستان بانک پخواني چارواکي دي، په دې بورډ کې غړيتوب لري.

طالبانو مخکې د دغه بورډ د اعلان مخالفت کړی و ، خو د عملي کار د پيل په اړه ېې غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب