سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهاروپايي پارلمان افغانستان کې د اعدام او نورو سزاوو د تطبيق خبرداری...

اروپايي پارلمان افغانستان کې د اعدام او نورو سزاوو د تطبيق خبرداری ورکړ

تاند:( سې شنبه، د قوس لومړۍ) ‏د‌ اروپايي ټولنې د ګډ پارلمان مشرې روبرتا متسولا په يوه تازه وينا کې خبرداری ورکړی،چې افغانستان کې به ژر د اعدام،سنګسار، درو وهلو او د انسانانو د وجود د‌ غړو د سزاوو عملي کیدل له سره پیل شي.

دغه سزاوې شاوخوا شل کاله مخکې هم د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د شرعي حدودو د عملي کیدو په نوم عملي کيدې.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، د‌ دوی امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده څه موده مخکې بيا د دغو سزاوو د تطبيق امر کړی او له مختلفو ولايتونو څخه ېې د عملي کیدو راپورونه ورکړل شوي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان مشرې په خپله تازه وینا کې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی هم غندلی او ويلي، چې د ور رسیدلو راپورونو له مخې په کندهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې د ورته سزاوو عملي کیدل پیل شوي هم دي.

هغه زياتوي، چې طالبان غواړي افغان ښځې یې وينځې وي.

نوموړې ټينګار کوي، چې اروپايي ټولنه به له افغانانو ملاتړ کوي، نه له حاکمانو ېې.

د ملا هبت الله اخندزاده زاده د‌ شرعي حدودو د تطبيق په پلمه د یادو سزاوو د تطبيق امر تېره اونۍ وکړ، چې له هغې وروسته تر اوسه يوازې په تخار کې پر ۱۹ تنو د مختلفو جرمونو په نوم دغه سزاوې تطبيق شوي دي.

طالبانو ويلي، چې مجازات شوي کسان په زنا، له کوره په تېښتې او نورو جرمونو تورن او ۹ تنه ېې ښځې وې.

د طالبانو منتقد مجید قرار باور لري، چې د طالبانو اداره هیڅ مشروعیت نه لري او د ادعا خلاف یې چې ځان اسلامي امارت او خپل مشر امیرالمؤمنین بولي، دوی لږ تر لږه شرعي مشروعيت هم نه لري، ځکه ملت بیعت ورسره نه دی کړی او ادعا شوی مشر ېې لا له خلکو پټ دی.

د‌ پکتيا پخوانی والي حليم فدايي وايي، چې د شرعي حدودو په نوم عملي کيدونکې سزاوې د حضرت محمد (ص) او خلفای راشدینو پر مهال هم په ډېر استثنایي ډول عملي کيدې.

د هغه په وينا، ډېر ځله هغه کسان، چې خپله یې په سختو جرمونو اعتراف کاوه د اسلام ستر پيغمبر او خلفای راشدینو وخت ورکاوه، چې که پر خپل اعتراف پښېمانه شي او حدود پرې عملي نه شي.

د‌ طالبانو منتقدین له دوی پوښتنه کوي، چې که امیرالمؤمنین یې ځان ريښتيا د مسلمانانو رهبر بولي، د ۹۰ سلنه وږو افغانانو د مړولو لپاره ېې څه کړي، چې د غلا او نورو جرمونو په پلمه یې په خپلو جنګياليو مجازات کوي؟

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې دوی د شرعي حدودو په تطبيق کې ډېره بېړه د دې لپاره نه ده کړې، چې شرعي حساسيتونه په پام کې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب