داودجبارخیل
مریم اوزرلي چې د حریم سلطان په ترکي سریال کې یې د خرم سلطان رول لوبولی و، په ایران کې خورا مشهوره شوه، او د ایران د ښځو د جامو له یوه برانډ سره د اعلاناتو د همکارۍ د پراختیا له عاید څخه یې ښه شتمني ترلاسه کړه.
پروسږکال، مریم اوزرلي، د فریبا پورخجاني په ملکیت کې د ایراني میرمنو د جامو له برانډ سره په همکارۍ وتوانیده چې له دې برانډ سره مرسته وکړي او د دې برانډ مالک ته لویه ګټه ورسوي.
اوزرلي، چې نه یوازې په ایران بلکې په عربي هیوادونو کې د حریم سلطان په خپرولو سره د پام وړ شهرت ترلاسه کړی، د اعلاناتو او سپانسر اعلاناتو له لارې خورا لوړ عاید ترلاسه کړی دی.
دې له ایراني برانډ څخه په لومړي کال کې یو میلیون لیره ترلاسه کړه او دوه میلیونه ډالر یې جیب کې واچول چې له دې برانډ سره تړون د نورو دوو کلونو لپاره وغځوي.
ایراني فیشن ډیزاینره فریبا پورخجاني په پام کې لري چې په 2023 کې په جرمني، انګلستان، فرانسې، ایټالیا او امریکا کې خپل برانډ پراخ کړي او له دې ښکلې اداکارې سره یې تړون د نورو دوو کلونو لپاره وغځوه.
مریم اوزرلي یوه ترک نژاده آلمانۍ ده چې د 1983 زېږدیز کال د آګست په 12 د آلمان په کاسل ښار کې زېږېدلې . پلار یې ترکي دی چې حسین نومیږي او مور ئې آلمانۍ ده چې اورزولا نومیږي. هغه دوه مشران ورونه او یوه خور هم لري . خور ئې جانان د جاز موسیقي غږوي . مریم د فلم د لوبغاړۍ په برخه کې په هامبورګ کې زده کړې کړي دي .
مریم د خرم سلطان په نقش کې د حریم سلطان په نوم ترکي فلم کې ډېره ښه وځلېده او په 2012 کال کې د بهترینو ښځو لوبغاړو له ډلې نه د طلایی پروانې په نوم د جایزې په ګټلو بریالۍ شوه.
مریم اوزرلي په 2013 کال کې ناڅاپه د فلم له جوړولو نه لرې او پرځای یې وحیده برچین د حریم سلطان په فلم کې رول لوبولی دی .
کله چې له ترکیې نه بېرته آلمان ته راغله دې وویل چې له له خپل ملګري جان آتش سره یې اړیکې ختمې شویدي ، خو له هغه نه یوه لور د لارا په نوم د 2014 کال د فبروري په لسمه تولد شوېده او غواړي خپله یې لویه کړي .