یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاتمر: ط-ان دې يوازې د مسکو ناستې هرکلی نه کوي، د ټول...

اتمر: ط-ان دې يوازې د مسکو ناستې هرکلی نه کوي، د ټول شموله حکومت لپاره دې اقدام هم وکړي

تاند:( سې شنبه، د قوس لومړۍ) ‏ د افغانستان د سولې او عدالت ملي خوځښت په نوم سياسي خوځښت، چې د پرزول شوي جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر يې محوري کس ګڼل کېږي، دافغانستان په اړه د مسکو ناستې د پریکړه لیک هرکلی کړی.

دغه خوځښت په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي، چې د يادې ناستې په تش هرکلي دې اکتفا نه کوي؛ بلکې عملا دې د افغانانو او نړيوالو له غوښتنې سره سم د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو په تړاو بين الافغاني مذاکرات پيل کړي.

ياد شوي خوځښت زياته کړې، چې که طالبان د بین الافغاني مذاکراتو لپاره چمتو شي، دوی به ورسره په دې برخه کې ډېره مرسته وکړي.

د‌ سولې او عدالت سياسي خوځښت دغه راز، له نړیوالو غوښتي چې طالبانو سره په تعامل او د افغانستان له ملي شتمنیو څخه ورته د استفادې په زمینه برابرولو کې د دوی مشروعيت او د افغانانو رضایت په پام کې ولري.

طالبانو څو ورځې مخکې د افغانستان په اړه د روسیې په کوربه توب د سیمې د هېوادونو د غونډې هرکلی وکړ.

په دې غونډه کې له افغانستان سره د اقتصادي او بشري مرستو پر دوام، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او نورو ټکیو د ټینګار ترڅنګ له طالبانو څخه د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو غوښتنه شوې وه.

طالبانو د يادې غونډې هرکلی وکړ، خو په اړونده اعلامیه کې ېې د ټول ګډونه حکومت په اړه څه نه وو ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب