شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا پښتونخوا کې ۲۲۹ نوي ښوونځي جوړ کړي او تر زرو زیات...

امریکا پښتونخوا کې ۲۲۹ نوي ښوونځي جوړ کړي او تر زرو زیات ېې رغولي

تاند:( سې شنبه، د قوس لومړۍ) ‏ د امریکا پراختيايي ادارې يوسایډ ويلي، چې د پاکستان تر کنټرول لاندې خېبرپښتونخوا کې يې د ترهګرۍ او طبيعي افتونو څخه اغېزمن شوي 229 ښوونځي جوړ کړي او 1000 نه زيات يې رغولي.

 ځايي خلکو د امریکا په دې مرستې خوښي ښودلې او ويلي، چې د سخت دریځو له لوري یې په بمونو الوزول شوي ښوونځي هم په رغول شويو کې شامل دي.

یوازې د پښتنونخوا په مومند سیمه کې د وسله والو لخوا د الوزول شويو او بيرته رغول شويو ښوونځيو شمېر ۱۲۰ ښودل شوی.

سرچينو ويلي، چې په قبايلي سيمو کې د ټولو الوزول شويو ښوونځيو، چی مسوولیت یې د پاکستان د طالبانو تحریک منلی، ۱۲۰۰ ته رسیږي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت ویلي، چې له رغول شويو ښوونځيو څخه تر يو ميليون زيات زده کوونکي ګټه اخلي.

پښتونخوا تر ۲۲ زرو زیات حکومتي ښوونځي لري، چې تر ۶۱ سلنې ېې هلکانو ته ځانګړي دي.

د پښتونخوا تر ۳۹ سلنې پورې ماشومان له زده کړو محروم ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان استخباراتو ته په کار کولو تورن ډېری ملایان په افغانستان کې له دې کبله د ښوونځيو د الوزولو په فتوا تورن دي، چې ګواکې دغه ښوونځي امريکايانو رغولي وو او دوی ته زده کړې پکې حرامې ښکاريدې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب