شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د انتي بیوتیکو پر وړاندې د مکروبونو مقاومت لوړوالی

د انتي بیوتیکو پر وړاندې د مکروبونو مقاومت لوړوالی

لیکوال؛ ډاکټر علي (قمرزی)
زموږ په هیواد کې انتي بيوتيکونه (Antibiotics) د اوبو غوندي استعماليږي، د استعمال لپاره يې کوم خاص معيار نه لري، نه يې د استعمال ځای او نه يې هم اړخیزې اغیزې (جانبي عوارض) په سمه توګه په پام کې نيول کېږي‌.
يو عام شخص هم له پوډري پيچکارو، شربتونو، مکروبي ګوليو او کپسولونو سره اشنایي لري. خپل سری استعمال يې بيخې اوج ته رسېدلی.
په دومداره او ناسم ډول د انتي بیوتیکو کارولو له امله میکروبونه (بکترياوي) له انتي بیوتیکو سره بلدیت مومي، پر وړاندې یې مقاومت پیدا کوي او بل لوري ته د بدن ګټورې بکتریاوې (Probiotics ) له منځه وړي، په پايله کې د انتي بیوتیکو موثریت کميږي او د بکتریاوو په واسطه رامنځته شوې ناروغۍ نه ښه کيږي، ناروغ لا بدترۍ او خرابی لور ته ځي.
د انتي بیوتیکو پر وړاندې د مکروبونو مقاومت یو جدي ګواښ دی؛ چې نړۍ ورسره مخ ده، هر کال لږ تر لږه ۷۰۰ زره خلک د هغو میکروبونو له امله مړه کېږي چې د انتي بيوتيکو پر وړاندې يې مقاومت موندلی.
نو له همدې امله د انتي بيوتيکو استعمال په اړه بايد له پوره دقته کار واخيستل شي. د ډاکټر له اجازې او نسخې پرته په خپل سر استعمال نه شي. او ډاکټر هم بايد له پوره طبي شواهدو، د ناروغۍ له تشخيص او استطباب وروسته د انتي بيوتيکو د استعمال په اړه سم تصميم ونيسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب