شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+افغانستان انترنشنل د چا لخوا تمویلیږي او چاته کار کوي؟

افغانستان انترنشنل د چا لخوا تمویلیږي او چاته کار کوي؟

افغانستان انټرنیشنال، په زهرو لړلې ژبه

س – احمدزی

افغانستان انټرنشنال د Volant Media په نوم د هغې کمپنۍ څانګه ده، چې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او په ټوله کې د دې هیواد د شاهي کورنۍ لخوا تمویلیږي، چې اصلي موخه  یې د ایران د ګټو پر ضد د رسنیزې جګړې پر مخ بیول دي… په ۱۳۹۶ کال کې Volant Media د ایران پر ضد د پراخې رسنیزې جګړې د پیل په موخه د ایران انټرنیشنال تر نامه لاندې یو تلویزیوني چینل ایجاد کړ، چې تر ډیره د ایراني رژیم پرضد د عامه اذهانو په راپارولو کې بریالی ثابت شوی… د ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۸ پورې د فهد ابراهیم الدغیثر په نوم شخص ددې

فهد ابراهیم الدغیثر د سعودي له پاچا سره

کمپنۍ مشر وو، هغه په عربستان کې شاهي کورنۍ ته نیږدې کس ګڼل کیږي او د محمد بن سلمان سره شخصي ملګرتیا لري، چې اوسمهال د دې هیواد د زین په نوم د سترې تلیفوني شبکې مشري ورسپارل شوې، که ددې شخص د ټولنیزو رسنیو اکاونټونه تعقیب کړئ، له ورایه ښکاري، چې د سعودي شاهي کورنۍ ته نیږدې کس دی او له ایراني رژیم سره ژوره کینه لري… له ۲۰۱۸ کال راپدیخوا عادل عبدالکریم چې یو سعودي وګړی دی او د فهد ابراهیم په څير د سعودي د شاهي کورنۍ معتمد شخص دی، ددې کمپنۍ مسوولیت په غاړه لري… Volant Media چې مرکز یې په لندن او واشنګټن کې دی، په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان لپاره د افغانستان انټرنشنال تر نامه لاندې یوه بله شبکه ایجاد کړې، داسې ویل کیږي، چې دا شبکه د هغو ایرانیانو د لابي په پایله کې منځته راغلې چې ددې کمپنۍ سره نیږدې اړیکې لري او په ایران انټرنیشنال کې په کار بوخت دي… ددې شبکې لپاره چې کومه رسمي پالیسي اعلان شوې، خورا په زړه پورې او په ژورنالیستیکو ارزښتونو ولاړه ده. د مثال په توګه هغوی په خپله تعریف شوې پالیسي کې وايي ( افغانستان‌اینترنشنال متعهد است که درکار حرفه‌ای خود مستقل، بی‌طرف و صادق باشد وبا بالاترین معیارها دقت و اعتماد کند.) د بې طرفۍ په اړه هم ددوی نظر واقعا عالي دی (  بی‌طرفی یکی از معیارهای بنیادی افغانستان‌اینترنشنال است. خبرنگاری بی‌طرف مبتنی بر واقعیات و اطلاعات مستند و پرهیز از پیش‌داور‌ی‌های شخصی و سیاسی تعریف شده است)… غالباً دا هغه خط مش دی، چې د Volant Media لخوا دوی ته ترسیم شوی دی؛ مګر هغه څه چې ددوی په نشراتو کې لیدل کیږي کاملا ددې اصولو برعکس دي ، له بده مرغه پدې شبکه کې هغو افغان ضد کړیو ځاله کړې، چې په هیواد کې د یو خاص قوم سره شخصي عقدې پالي، دوی نه یوازې دا چې د هیواد د یو ستر قوم سره دښمني لري، په ټولیز ډول هغه فکر ته اوبه ورکوي، چې د ایران له فرهنګي استعمار، فوقیت طلبۍ او تمامیت غوښتنې څخه سرچینه اخلي، دوی په مغرضانه ډول د افغانستان د قومونو ترمنځ دښمنۍ ته لمن وهي او اکثره تبلیغات یې په دروغژنو پروپیګنډو او افواهاتو ولاړ دي، دوی هره ناوړه کړنه په افغانستان کې یوه خاص قوم ته توجیه کوي او پدې توګه په هیواد کې قومي تعصبات لمسوي… د مثال په توګه څه موده وړاندې دوی د قوماندان احمدشاه مسعود د مقبرې په اړه خبر خپور کړ، چې ګویا د قبر شناخته یې ماته شوېده، ددې خبر له خپرولو وروسته تر څو ورځو پورې د افغانستان دبیلابیلو قومونو د وګړو ترمنځ له عصبیته ډکې ناندرۍ روانې وې، چې په پای کې هغه خبر دروغ وخوت او دې شبکې د لا زیاتې رسوايي د مخنیوي لپاره بښنه وغوښته… که د سعودي عربستان او افغانستان ترمنځ د تعاملاتو فرهنګ ته ځیر شو، د تاریخ په اوږدو کې یې د افغانانو ترمنځ په قومي شخړو کې کومه دلچسپي نده ښوولې او نه د سعودیانو ملي ګټې ایجابوي، چې په افغانستان کې داسې یوه اجنډا تعقیب کړي، چې هغه دې د ایرانیانو غوښتنه و اوسي؛ اوس پوښتنه پیدا کیږي، که د سعودیانو غوښتنه هم نه وي؛ نو ولې ددوی په پیسو افغانانو ته داسې مفکوره تبلیغیږي، چې په نهایت کې یې د سعودي او افغانستان ګډ حریف ته ګټه رسیږي؟ ایا افغانستان انټرنشنال ایرانی ټوپک دی، چې د سعودي له اوږې افغانان په نښه کوي؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره؛ باید په لویه کچه حاکمه اداره د سعودي عربستان د ډیپلوماټیکو دستګاوو سره تماسونه ونیسي او ددې زهرجنې شبکې د فعالیت مخنیوی وکړي.

افغانستان انترنشنل تلویزیون| عبدالرحمان درمان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب