جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد احمد شاه مسعود قبر ته ساتونکي او خدماتي پرسونل ګومارل شوي

د احمد شاه مسعود قبر ته ساتونکي او خدماتي پرسونل ګومارل شوي

تاند:( سې شنبه، د قوس لومړۍ) ‏د‌ پنجشېر لپاره د طالبانو والي مولوي محمد محسن هاشمي د پخواني قومندان احمد شاه مسعود مقبرې ته ورغلی او ویلي، چې د هغه د مقبرې ساتلو ته ېې ساتونکي او خدماتي پرسونل ګمارلي دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې دوی د هیچا مقبرې ته د سپکاوي طرفدار نه دي او د مسعود مقبره به هم خوندي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې څو ځلې د مسعود پلویانو د طالبانو لخوا د نوموړي مقبرې ته د سپکاوي او شناختو د ماتېدو ادعاوې کړې وې.

د طالبانو وياندويانو دغه ادعاوې بې بنسټه ګڼلې وې.

د‌ مسعود زوی احمد مسعود، چې په تاجيکستان کی مېشت وي، د طالبانو خلاف د يوې جنګي ډلې مشري کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...